پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په ننگرهار کې دپاکستانۍ روپۍ دچلښت دمخنيوي هلي ځلې پيل شوې

په ننگرهار کې دپاکستانۍ روپۍ دچلښت دمخنيوي هلي ځلې پيل شوې

په ننګرهار كې د افغانيو د چلښت په اړه شوې پرېكړه سر له نن عملي كېږي او په يوه مياشت كې به په بشپړ ډول تطبيق شي. د دغه ولايت د رسنيو دفتر وايي، د والي حيات الله حيات په مشرۍ د افغانستان بانک د مسوولينو، جلال اباد ښاروالۍ او اصنافو ترمنځ د پاکستانۍ روپو  د مخنيوي او د افغانيو د چلښت دودولو په هدف تېره ورځ په مشورتي ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د تطبيق چارې به يې له نن ورځې پيل او د يوې مياشتې په موده كې به په جلال اباد ښار او ولسواليو کې بشپړه راکړه ورکړه په افغانيو ترسره شي. حيات د جلال اباد ښاروالۍ مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د يوې اونۍ په موده کې په جلال اباد ښار کې ټولو اصنافو ته په افغانيو د توکو لازم نرخونه ورکړي او د همدغو نرخونو له مخې دې پرې د افغانيو چلښت عملي کړاى شي. نوموړي وويل، د افغانيو د چلښت عملي كولو لپاره به له دې وروسته هغه دوكانونه او مارکېټونه، چې په کې پاکستانۍ رويۍ کارول کېږي، د جريمې پر ځاى وتړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *