شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د ناټو د ځواکونو نوی قومندان کابل ته رسيدلى دی

د ناټو د ځواکونو نوی قومندان کابل ته رسيدلى دی

 

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو نوی ګومارل شوی قومندان جنرال هاتسون مېلر  کابل ته رسيدلى دی. اجرایه ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې جنرال هاتسون مېلر له اجرایه رییس سره کتلي دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي. په دې لیدنه کې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو اوسني قومندان جنرال جان نیکولسن هم ګډون کړی و. جنرال هاتسون مېلر تر دې وړاندې په افغانستان او عراق کې د امریکا نظامي ماموریتونه مخ ته وړي دي. د ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې هغه به د جان نیکولسن پر ځای په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان وي. دا چې هغه به څه وخت خپله دنده په رسمي توګه پيلوي تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویل شوي. د امریکا سنا هم هغه ته د تایید رایه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *