پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په تخار کې د تاجکستان هوايي ځواک بريد کړى

په تخار کې د تاجکستان هوايي ځواک بريد کړى

د تخار د والي وياند جواد هجري ويلي  دي  نن سهار اووه بجې د تاجکستان د هوايي ځواک الوتکو د درقد ولسوالۍ د جنګل پر سيمې هوايي بريد وکړ چې له امله يې دوه قاچاقبران وژل شوي دي.  د تخار د والي وياند جواد هجري زياته کړې ده  چې پرون له غرمې وروسته له تاجکستان سره پر ګډه پوله د  درقد ولسوالۍ د جنګل په سيمه کې د قاچاقبرانو او تاجکستان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په کې دوه تاجکي سرحدي پولیس ووژل شول.

د والي وياند  پر خبره  چې نن بيا  سهار اووه بجې د تاجکستان د هوايي ځواک الوتکو د درقد ولسوالۍ د جنګل پر سيمې هوايي بريد وکړ چې له امله يې دوه قاچاقبران وژل شوي دي.

د تخار د والي وياند جواد هجري وړاندي وايي ، د جنګل سيمه له څو کلونو راهيسې د طالبانو تر واک لاندې ده.

خو د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند خليل اسير وايي، چې دتاجکستاني الوتکو په هوايي بريد کې ٦ تنه طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپيان ديخو طالبانو او تاجکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *