پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دمالي ستونزو له امله له وينزويلا نيم ميليون وګړي ووتل

دمالي ستونزو له امله له وينزويلا نيم ميليون وګړي ووتل

سږ کال چې په يوشمير هېوادونو کې اقتصادي يا مالي ستونزې زياتې شوېدي يو ېې د وينزويلا ‏هېواد دې چې وګړو ېې د نورو هېوادونو مخه نيولې او په ډله ېېزه توګه له خپله هېواده روان دي ‏‏. د وينزويلا امنيتي مسئولينو ويلي چې دمالي ستونزو له امله دوې هم د کوم وګړي مخه نه نيسي ‏او په قانوني توګه ورته د پاستپورت اسانتياوې برابرې وي.‏
د وينزويلا د پاستپورت د مسئولينو تراوسه پورې د (پرو) هېواد او ځنې نورو هېوادونو ته نيم ‏ميليون وګړو پاسپورتونه اخستې او له هېواده وتلي دي.‏
د ويزويلا حکومت ويلي چې خپلو وګړو ته ېې ويلي هرهېواد ته چې تلاى شي حکومت ورته ‏اسانتياوې برابروي څو خپلې مالي ستونزي په نورو هېوادونو کې حل کړي.‏
د فرانسې رسنيوخبر وکړى چې د پروهېواد هغه نارينه او ښځوته چې زيات عمره اويا کومې ‏ښځې چې په نس اولاد ولري پرو هېواد ته ېې په راتلو کومه ستونزه نه ده ليدل کيږي خو کيداى ‏شي د مجردانو په وړاندې چې نورو هېوادونو ته هم تلاې شي له دې وروسته ېې له منلو انکار ‏وکړي.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *