شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / امریکايي ولس د افغانستان له جګړې څخه ولې ناخبره ساتل کیږي؟

امریکايي ولس د افغانستان له جګړې څخه ولې ناخبره ساتل کیږي؟

خبیر احمد م

د «راسموسن ریپورتس» په نوم یوامریکايی شرکت دی چې د امریکا د مهمو مسائیلو او موضوعاتو په اړه وخت ناوخت نظرپوښتني او څیړني راټولوي او بیا یې خپروي، وایې : د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا ولس ډیر کم او په هیڅ شمار معلومات په لاس کې لري.

په داسې حال کې چې دافغانستان اوجنوبي اسیاپه اړه دټرامپ له اعلان شوي جنګي ستراتیژي چې کابوشپږمیاشتې اوړي دافغانستان په بې دفاع ولس دټرامپ په قومنده ۲ زره ۹۱۱ بمونه غورځول شوي ، چې په ترڅ کې یې سوونه افغانان وژل شوي اودرون مالي زیان یې ګاللی .

راسموسن ریپورتس وايی دامریکا۵۸ فیصده وګړي صرف دومره معلومات لري چې له تیرو۱۷ کلونو راهیسي لاهم په افغانستان کې جګړه روانه ده ، ۲۱ فیصده خلک ګمان کوي چې دافغانستان جګړه امریکاپای ته رسولي ، دغه ډول ۲۱ فیصده امریکایان دافغانستان له حالاتواورواني جګړي څخه په یومخیزډول ناخبره اوبې معلوماتودي په مثبتو اومنفي خواوویې له کومي تبصري کولوډډه کوي.

منبع وايی دافغانستان جګړه چې دامریکاپه تاریخ کې اوږده اوملاماتونکي ده ؛ خوداچې بیاهم امریکايی ولس یې په اړه کافي اوبشپړمعلومات نلري ښايی دتعجب وړبه ځکه نه وي چې دغه کارته سپیني ماڼي اوپنتاګون دیوې تګلاري له مخي رسنی اومطبوعات په لوی لاس اوقصدي ډول ندي پرې ایښي اواجازه نه ورکوي چې دهغې جګړي په باب ولس ته حقائیق اومعلومات وړاندې کړي چې سراسرله مایوسیو، ناکامیواوخنډونوڅخه ډکه ده اودډول ډول ستراتیژیوباوجودیادجنګ دامریکاپه تاریخي زیان اوتباهی څرخي .

څه موده وړاندې «نیوزباسترز» په خپلې یوې څیړني کې دافغانستان د۱۷ کلن جنګ په اړه دامریکا دمشهورو تلویزونورول اورسالت سخت منفي اوبې ارزښته بللی ویلي یې و چې «ای.بی.سی» ،«سی.بی.اس» و«ان.بی.سی» تلویزوني شبکودنیږدي شپږومیاشتوپه اوږدوکې دافغانستان دجګړې په باب صرف ۳۲دقیقي خبرونه اوپیښي تحلیل اووړاندې کړي.

په یادوشپږومیاشتوکې نوموړوتلویزونودروسيي په اړه ( ۴۴۲ دقیقي ) اودټرامپ دجنجالي سیاست اوعجائیبوپه هکله ( ۱۰۷ دقیقي ) خبرونه خپاره کړي .

راسموسن ریپورتس په خپل تحلیل کي زیاتوي : دامریکاولس په عمومي ډول فکرکوي چې دافغانستان جنګ دهغوئ په ګټه اونفع روان دي اویادامریکاترکنټرول اوابتکارلاندي ده ،په داسې حال کې چې حالات اوحقائیق بلکل برعکس اوسرچپه دي .

دافغانستان جګړي دامریکا دوه تریلیونه ډالروخوړل ، پنځوس زره امریکايي عسکرپکې مړه اوګوډومات شول ، دامریکاټولومجربوجنرالانوله ټولوتجربو، زورازموینواوستراتیژیوسره پرشاتګ ومانه اوله ټولوهلوځلو اوامکاناتو سره یې په افغانستان یوه داسې اداره اونظام رامنځته نکړای شو چې لږ ترلږه په یوڅوښارونوکې امن اوثبات ټینګ کړي اوخلکوته دژوند ړومبنی اسانتیاوي برابري کړي.

دسرچیني په خبره که امریکايي ولس دافغانستان درواني ناکامي جګړي اودامریکايی عسکروپه ځاني ، مالي اوهراړخیزوزیانونوباندي خبرشي اوهم دامریکايي پوځیانوله لوري دملکي افغانانوپه مرګ ژوبلي اوترسره کړوبشري خلاف ورزیانوپوره معلومات حاصل کړي ؛ نوله شک پرته به دامریکايي ولس غبرګون اوچلندسخت جدي ووسي اوډیرژر به له خپلوچارواکوڅخه وغواړي چې دافغانستان جګړي ته دپاي ټکی کیږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *