پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دفلوريدا په ډزو کې څلورتنه وژل شوي

دفلوريدا په ډزو کې څلورتنه وژل شوي

د فلوريدا پوليسو ويلي چې د جکسون ويل په ايالت کې په داسې حال کې چې د يوه ټورنمنټ لوبه ‏پېل کيده د رستورانټ مخې ته په ډزو سره څلور تنه وژل شوې اولست تنه ېې ژوبل شويدي.‏
دفلوريدا پوليسمشر له ښاريانو غوښتې چې د پيښې ځاې ته نږدي نه ورځې ځکه چې اوس هم هلته ‏نا امني موجوده ده، تراوسه پوليسو دا نده څرګنده کړې چې ډزې چاکړې او په کوم هدف دا څلور ‏تنه وژل شويدي.‏
د فلوريدا پوليسو د پيښې په اړه څيړنې پېل کړيدي خو دابه په اسانۍ سره مالومه نکړي چې پيښه ‏ولي رامنځ ته شوه، د پوليسو په وينا بريد ګر دپوليسو لخوا په متقابل ډزو کې وژل شوې او اوس ‏دا پلټنه روانه ده چې د بريدګر سره نور ملګري موجود وو او که په يواځې سر ېې په رستورانت ‏کې پر خلکو ډزې پېل کړې.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *