جمعه , 20 اکتوبر 2017
کورپاڼه / دادب ګلکڅونه / غزل/مسلم يار
Ghazal

غزل/مسلم يار

مسلم يار

پام به کوئ، دلته ګلان هم په اغزو شمارېږي
دلته چې نه وي سړې هغه په سړو شمارېږي

په رڼا ورځ وکړي بمبار ترې توره شپه جوړه شي
دلته له ډېره غمه ورځې هم په شپو شمارېږي

زه دا منم چې د غمونو شمار به ونکړي څوک
خو زمونږ غمونه ټول د اوښکو په تسبو شمارېږي

د چا نفرت مو د زړګي په کور کې ځاى جوړ کړى
د چا يادونه مو د سترګو په لېمو شمارېږي

وطن مو وران،کلى مو وران،ګودر مو وران شو خدايه
زمونږ سپېڅلي شهيدان اوس هم په مړو شمارېږي

اوس د وطن د ښکلاګانو څوک صفت نه کوي
اوس د وطن ټول ښايستونه په بمو شماريږي

ای مسلم یاره شاعري پر چا اثر نه کوي
دلته ریښتیني شاعران په لېونو شمارېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *