جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / دادب ګلکڅونه / غزل/پیرمحمدکاروان
pir-mohammad-karwan

غزل/پیرمحمدکاروان

پير محمد کاروان

زه چې لیونی شم بیابان شې راته ته
روغ چې شم تڼۍ مې د ګریوان شې راته ته

زه چې یا خمار شم یا له تندې شم رنځور
جام راوړې ساقي مې شې لقمان شې راته ته

ټکندې غرمې چې شي را ټولې راپسې
راشې په شېبو شېبو باران شې راته ته

شپه شي او طوفان کړي رانه بله ډیوه مړه
جار دې شم د ستورو ډک آسمان شې راته ته

ما سره په رخه په کینه چې شي یاران
پیر مې شې پاچا مې شې جانان شې راته ته

کله چې وطن شي راته ټول کفار كفار
مینه مې شې لمونځ مې شې آذان شې راته ته

را چې شي لېمو ته دوه د اوښکو لاروي
وخاندې د سرو ګلو کاروان شې راته ته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *