جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / طالبانود ازادۍ راډيو راپور رد کړ
taliban logo

طالبانود ازادۍ راډيو راپور رد کړ

طالبانو د ازادۍ راډيو هغه  راپور رد کړې چې په کې ويل شوى چې دطالبانو ځينومشرانو په ځېنو هېوادونو کې د پنا اخيستو هڅه  کړې ده په دې اړه يې  خبرپاڼه راليږلې ده

د آزادۍ راديو د پروپاگند په اړه د اسلامي امارت د وياند څرگندونې

تېره ورځ په اصطلاح آزادۍ راديو چې زموږ د هېواد د اشغال  په موخه ايجاد شوی او پريکونسۍ يې له امريکايي بي ۵۲ ډوله الوتکو څخه په افغانانو ويشل شوی يو ناسم راپور خپور کړ چې گنې د اسلامي امارت ځينو مشرانو په مختلفو هېوادونو کې د پنا اخيستلو هڅې پيل کړي او په دې سلسله کې يې د اسلامي امارت دمرستيال محترم مولوی محمد يعقوب مجاهد او محترم صدر محمد ابراهيم نومونه هم ياد کړل.

موږ دغه استخباراتي او جعلي راپور په کلکه ردوو،  اسلامي امارت  د هيواد اکثريت خاوره تر واک لاندې لري، په تېرو شپاړسو کلونوکې يې د خپل هېواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د اعادې لپاره مشرانو او کشرانو په خپل سر او مال قربانۍ ورکړی، هیڅکله به دا تصور هم ونه کړي چې جهاد پريږدي او کوم هېواد ته پنا يوسي.

يوه نيمه لسیزه کيږي چي د افغان مجاهد ولس په وړاندې نه  کومه امریکايي  استراتيژۍ بريالۍ شوي، نه هم رسنيزو او استخباراتي پروپاګندو د اشغال په ضد روان جهاد اومقاومت زيانمن کړی اونه  هم  د اشغالګرو  د ماتې او شرميدلو مخه  نيول شوې.

موږ باور لرو چی داورستی دروغجني هڅي به يې هم کومه نتیجه ونه لري زموږ مجاهدينو او ملت د اسلامي امارت مشران او مسئولين په بېلا بېلو امتحاناتو کي تجربه کړی او پيژندلي دي، د دښمن داډول اوازي هيچاته تشويش نشي پيداکولای.

موږ د دښمن پورې تړلو رسنيو په ګډون ټولو غليمو جهتونو ته اعلانوو چې ستاسو جعل، تزوير، پروپاګند او اکاذب به نه د اسلامي امارت د کوم غړي  په جهادي اوکفر ضد ذهنيت کې بدلون راولي، نه به مو دا ډول پروپاګند افغان ملت تېر باسي اونه به هم تاسو په دې ماشومانه حرکاتو خپلو شومو او شيطاني هيلو او آرمانونو ته ورسيږئ.

ان شاءالله

ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۸/۱۲/۲۳هـ ق

۱۳۹۶/۶/۲۳

هـ ش ــ ٢٠١٧/٩/١٤م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *