چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د اسلامي نړۍ ځلانده ستوری علامه ابن العربي رحمه الله
Clipboard01

د اسلامي نړۍ ځلانده ستوری علامه ابن العربي رحمه الله

محمدالياس فاتح

په خپله زمانه کې يې تر ټولو زيات علم ذخيره کړی و، او يوازې « أنوارالفجر في تفسيرالقرآن» يې په يو لک او شپيتو زرو مخو کې ليکلی و.

زوکړه يې:

د اندلس دخاورې سترامام، د مالکي مذهب د فقهاوو او محدثينو سرخېل، قاضي محمد بن عبد الله بن محمد بن أحمد بن العربي المعافري، چې په ابو بکر ابن العربي شهرت لري، په ۴۶۸هـ کال د شعبان مياشت په ۲۲مه نېټه د پنج شنبې په ورځ د جنوبي اندلس د قرطبې ښار لويديځ لوري ته داشبيليې په تاريخي سيمه کې نړۍ ته راغی.

زده کړې پېلامه يې:

 

ابن العربي چې له درنې علمي کورنۍ سره تړلی و او له ډېر وړوکتوبه يې ديني زده کړو سره بې کچه مينه درلوده ، په خپل ټاټوبي(اندلس )کې يې د نهو کلونو په عمر د قران کريم حفظ مکمل، او په شپاړس کلنۍ کې يې د قرائت علوم (عشره قرأة) هم ياد کړل.

د هغه پلار د «الطوائف دولت» له دولتي مخورو علماوو څخه و، کله چې نوموړی دولت په ۴۸۴هـ کال د داسلامي لښکروزعيم؛ أمير المسلمين يوسف بن تاشفين په لاس دسقوط وکړ، نو په ۴۸۵هـ کال په شپاړس کلنۍ کې له خپل پلار سره دحج په سفر روان شو او  همدغه سير يې دخپلو علمي سفرونو پيلامه وګرځيده.

علمي سفرونه او استاذان يې :

ابن العربي په شپاړس کلنۍ کې دعلومو ترلاسه کولو لپاره شرق او غرب ته په سفرونو پسې ملا وتړله ، او داسې علم يې راجمع کړ، چې په خپله زمانه کې يې هېچا ، نه دی جمع کړی.

په شمالي إفريقيه کې: ددې هېواد په (بجاية) سرحد کې يې له أبوعبدالله الكلاعي… او په (المهدية) سرحد کې يې له أبو الحسن الخولاني او إمام أبي عبد الله المازري… څخه علوم ترلاسه کړل.

په مصر کې: له قاضي أبو الحسن الخلعي ، أبو الحسن بن مشرف ،  مهدي الوراق ،أبو الحسن الفارسي… څخه زده کړې وکړې.

په  فلسطين کې: په بيت المقدس کې يې له إمام أبو بكر الطرطوشي(داندلس له ستروعالمانوڅخه و) اورېدنې وکړې.

 

په شام کې: په دمشق کې يې له أبوحامد الغزالي ، أبو محمد هبة الله الأنصاري، أبونصر المقدسي أبو سعيد الرهاوي، أبو القاسم  المقدسي ، أبوالفضل الدمشقي اوأبو سعيد الزنجاني… سره شاګردي وکړه.

په عراق کې : د دې هېواد او عباسي خلافت پلازمينه بغداد کې يې له أبو الحسن المبارك (په ابن الطيوري مشهوردی)، أبو الحسن البزازي ، أبو بكر بن طرخان ، نقيب الشريف،   جعفر بن أحمد السراج، أبو الحسن بن عبد القادر،  أبو زكريا التبريزي،  أبو المعالي الحمامي اونورو…څخه ګن شمېر علوم ولوستل.

په سعودي عربستان کې:  له أبو علي الحسين الطبري او …  څخه دنبوي احاديثو سماع وکړه.

په اسکندريه کې: دغلته تر خپل پلار وفات( ۴۹۳ کال) دوه کاله وروسته يې خپل علمي سفر پای ته ورساوه.

خپل وطن(اندلس ته ) ګرځيدل:  نوموړی  په ۴۹۵هـ کال کې دغه اوږدې علمي سفرې رالنډې، او خپل پلارني ټاټوبي ته له درنې علمي خزانې سره راستون شو.

دا مهال چې د ابن تاشفين حکومت و،( اشبيليې ) ته د ابن العربي راتګ لپاره  حکومتي چارواکي، ديني علماء ، ليکوالان اديبان…يوه لويه ګڼه استقبال ته راووتله، چې بې ساری تود هرکلی يې وشو.

نامور شاګردان يې:

د علامه ابن العربي درسونو ته داندلس اذکياء طالبان رامات شول، او ددرس سترې حلقې ورته جوړې شوې، چې زرګونه علمي شخصيتونه يې ټولنې ته وړاندې کړل، لکه :

١ـ القاضي عياض د( الشفا) ليکوال.

٢ـ  مؤرخ ابن بشكوال .

٣ ـ  أبو الحجاج العبدري الغرناطي .

٤ـ   أبو الحسن الرعيني الإشبيلي

٥-  أحمد بن عبد الصمد الأنصاري الخزرجي.

٦-  إمام الفقيه أبو العباس أحمد بن أبي الوليد بن رشد

٧ـ  علي بن صالح  طرطوشي.

٨- عبد الواحد بن محمد بن عبد الواحد الهمداني

٩- عبد الملك بن إسماعيل بن محمد بن محمود التجيبي.

١٠ـ  علي بن خلف بن سليمان الكلبي أبن الأبار.

تصنيفات يې:

 

د تدريس ترڅنګ يې دتصنيف په ډګر کې هم له وياړ ډکې کارنامې په ميراث پرېښودې، تر(۳۵)زيات کتابونه يې وليکل، چې د علامه محمد زاهد الكوثري رح له قوله، يوازې« انوارالفجر في تفسيرالقران » يې يولک او شپېته زره مخه لرل. ويل کېږي، چې کله به يې نوموړی کتاب له يو ځايه بل ځای ته نقل کاوه، نو په اوښانو به يې باروه.

دا کتاب چې کابو په شلو کلونو کې يې ليکلی ، ډېره زمانه ساتل شوی و، متأسفانه چې په اتمه هجري پېړۍ کې د(مراکش)پاچا په دوره کې د ورکې سيلۍ په مخه کړ،او پاڼې پاڼې يې يووړ. دعلامه ګټورې ليکنې ځينې  په لاندې ډول دي:

١ – عارضة الأحوذي، شرح جامع الترمذي (دا يې لومړی کتاب دی)

٢ – أنوار الفجر في تفسير القرآن .

٣ – قانون التأويل في تفسير القرآن.

٤ – أحكام القرآن.

٥ – الناسخ والمنسوخ في القرآن.

٦ –  المشكلين : مشكل الكتاب ومشكل السنة .

٧ –  النيرين : في الصحيحين .

٨ – ترتيب الرحلة للترغيب في الملة.

٩ -ترتيب المسالك في شرح موطأ مالك.

١٠ – الأحكام الصغرى.

١١ -شرح حديث جابر في الشفاعة .

١٢ – حديث الإفك .

١٣ – العواصم من القواصم .

١٤ -شرح حديث أم زرع .

١٥ -الكلام على مشكل حديث السبحات والحجاب .

١٦ -السباعيات .

١٧ – المسلسلات .

١٨ -الأمد الأقصى بأسماء الله الحسنى وصفاته العليا .

١٩ -تفصيل التفضيل، بين التحميد والتهليل .

٢٠ -التوسط في معرفة صحة الاعتقاد، والرد على من خالف السنة وذوي البدع والإلحاد.

٢١ -المحصول في علم الأصول .

٢٢ -الإنصاف، في مسائل الخلاف : عشرون مجلدا .

٢٣ – شرح غريب الرسالة لابن أبي زيد القيرواني .

٢٤ -كتاب ستر العورة .

٢٥-الخلافيات .

٢٦ – مراقي الزلف .

٢٧ – سراج المريدين.

٢٨ – نواهي الدواهي .

٢٩ – العقل الأكبر للقلب الأصغر .

٣٠ – الكافي في أن لا دليل على النافي .

٣١سراج المهتدين .

٣٢ – تبيين الصحيح، في تعيين الذبيح .

٣٣– ملجأة المتفقهين، إلى معرفة غوامض النحويين .

٣٤ -أعيان الأعيان .

٣٥ -تخليص التلخيص .

٣٦ –القبس : في شرح موطأ مالك بن أنس (دا يې دژوند وروستی کتاب دی)

وفات يې:

علامه ابوبکر ابن العربي ترستروعلمي خدمتونو وروسته،په ۵۴۳هـ کال،ربيع الاول مياشت دجمع په ورځ په «مغيله» سيمه کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه ،مړی يې په دويمه ورځ «فاس»ښار ته راوړل شو، دجنازې لمونځ يې ابوالحکم بن حجاج وکړ اوپه دغه ښار کې له«باب المحروق» باندې د القائد مظفر په هديره کې خاوروته وسپارل شو.

رحمه الله وأعلى مقامه في دار الخلود .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *