چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / برما کې انسانیت وژل کېږي!
2-40

برما کې انسانیت وژل کېږي!

ابو یاسر افغان
کله چې ګورم برمي بودایان د روهنګیا د مسلمانانو عام وژنه کوي، په چړو، برچو، تورو‍، لرګیو، تمانچو، بیلچو، غټو غټو کاڼو، اور، رسۍ او… سره یې په دردوونکي مرګ وژني، نو ضمیر مې وایي چې دغلته اسلام نه انسانیت وژل کېږي… برمي بودایان د مسلمانانو په وژلو خو د هغوی په زړونو کې ایمان او د نړۍ پر مخ اسلام نه شي ختمولی، مګر انسانیت ختموي… دوی د خپلې درندګۍ ثبوت وړاندې کوي او دا نړۍ ته ښایي چې دغلته درنده ګان د انسانیت وژنه کوي… نو بیا چې د هندوستان او بنګله دیش سکان د روهنګي مهاجرینو سره مرستې کوي، خواه هغه په هر هدف وي، خو ظاهراً اطلاق پرې د مرستې کېږي، نو پوښتنه دا پیدا کېږي چې دا زموږ د افغانیت تابعیت لرونکي سیکولران او ډیموکراتان ولې د برما په مسلمانانو د روان وحشت تشه غندنه هم نه کوي؟!! دوی چې د انسانیت شعارونه پورته کوي، ولې د انسانیت دغه خونړۍ عام وژنه نه شي محکومولی؟؟ او که د دوی په فکر انسانیت یواځې د ملحدینو، یهودیانو او نصاراو پورې تړلی دی، تر دوی ها خوا نور انسانان بشري څه چې د حیواني حقوق هم نلري او که وژل کېږي، نو کومه بده خبره نه ده؟؟ آه چې دغه وحشي درنده صفته سیکولران بیا د فرانسوي یهودیانو، لندني نصرانيانو او امریکایي همجنسبازو ملحدانو په مرګ دلته د ماتم شمعې بلوي، نو سړی حیران شي چې دغلته، خو له تاسو دا خپله خبره هېره وي، چې موږ ته افغانان مهم دي او د نورې نړۍ د کافرانو سره د انسانیت په پلمه خواخوږي ښکاره کوئ،هماغه خلک یاست چې په اسرائیلو کې د بل شوي اور مخنیوی مو غوښت او ویل مو چې هلته طبیعت سوزي ځکه باید خواشیني پرې وښودل شي، مګر د برما د مظلومو مسلمانانو په سوځونه او وحشیانه قتل عام بیا سل په سلو کې رضایت لرئ دا نو څه ډول انسانیت دی؟؟ که بالفرض په همدې برما کې د بودایانو پر ځای دا روان وحشتونه مسلمانانو کولای، نو آیا تاسو به غلي پاتې شوي واست؟؟ نا! هیچیري نه، بلکې تاسو او ستاسو صلیبي بادارانو به په میډیا کې یو طوفان او زلزله را پورته کوله، د ټولې نړۍ نه به مو غوښتل چې د برمي بودایانو قتل عام باید محکوم او ودرول شي، خو چې اوس مسلمانان بې پته کېږي، کلي او کورونه یې وران، ځمکې یې غصب او تابعیت یې لغوه کیږي، تاسو پرې مجرمانه خاموشي غوره کړی ده….!!
یعني دا چې تاسو په خوله، خو د انسانیت چیغي سوري وهئ، مګر په عملي ډګر کې تاسو یواځې د یهودي فریمیسن اهداف پرمخ وړئ او اصلاً ستاسو په زړونو کې د انسانیت احساس وژل شوی دی، دلته په خپل هېواد کې هم د صلیبي یرغلګرو په وحشتونو راضي یاست او هلته په برما کې هم. خو یوه خبره مه هیروئ چې د مسلمانانو د انتقام په اور کې به تاسو او ستاسو یهودي او نصراني باداران هم سوځيږي، د برما بودایان به د خپلو اعمالو سزا وویني او بیا به وګورو چې تاسو دلته څه ډول په آرامه زنده ګۍ تیروئ او د خپل عبرتناک برخلیک نه تېښته کوئ، نن ووایئ او ولیکئ، د خپلو بادارانو ښۀ او د دوی د وحشتونو په دفاع کې شیطاني دلایل، ولې دا په یاد وساتئ چې د ظلم انجام ډېر بد وي.
د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *