چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / پښتانه، لرغونى تاريخ؛ پرون او نن
hadad_pic(

پښتانه، لرغونى تاريخ؛ پرون او نن

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

كاسي پښتنو شپږسوه كاله په بابل كښې حكومت كړى

او دنړۍ لومړى لارپوه( قانونپوه)كاسي همورابي و.

پښتانه په لرغوني تاريخ كې :

نه پوهيږم څه ووايم ،چې پښتانه دغه مهال (٢٠٠٥) ع كال كښې په څه حال كښې دي ؟

كه چادپښتنو سيمې نه وي ليدلې هغوته داسې ښكاري، چې دلته به د نړۍ لوى قوت وي.لكه په لسمه پيړۍ كښې، چې په غوركښې يو زر جنګي كلا ګانې وې او په سيمه كښې دوسلې دجوړولو ښارونه ودان شوي وه او فېروز كوه يې پلازمېنه وه . ( دا دضحاك هېواد دى ،چې نړۍ يې تر فرمان لاندې وه) دبيهقي په تاريخ كښې داسې ليكل شوي  : په كفر اواسلام كښې هيڅوك غورته تلاى نه شول .

دپښتنو سيمې غرنۍ دي، چې دپاكستان او افغانستان له لوري په يوه وخت دامريكايي عسكرو ،الوتكو ، چورلكو او توپخانې په مرسته پرې حملې كېږي بياپه خبرونو كښې وايي دومره القاعده او طالبان ووژل شول. كوډلې ونړېږي، ماشومان،ښځگې او خلك مړه شي ،غواګانې او څاروي يې مړه شي ؛ پښتنې په كوكو ژاړي، خپل مړي ټولوي. ډېر ورك شول، ستړي شول او مړه شول،خو پاك شهيدان دي

دغرونو داو سيدونكيو به څه ژوندون وي ؟ زه، چې يو سپين ږيرى پښتون يم دبشري او ملي اخلاقوله مخې به څه راباندې تېريږي گ

لكه څنګه، چې په نړۍ كښې دتاريخ له مخې داسې حالات راغلي او تللي دا به هم تېرشي، خو دظلم داسې څلى جوړ شو، چې دلويديځ دمدنيت او بشر دوستۍ مخ به ترابده  تور وښيي .

پښانه په لرغوني تاريخ كښې يو لړتاريخي معلومات دي اوبشپړ نه دي بياهم دومره تراوسه ښودل شوي نه دي. دافغان ملي تاريخ اوپښتانه په لرغوني تاريخ كښې دتاريخ شوقيان پراخې مطالعې ته هڅوي .

تاريخي اړيكې سره تړل او ترې سم مطلب ترلاسه كول غوره كار دى. حكيم سنايي يوه خبره كوي دى په يوولسمگې پېړۍ كښې و. اوس يو وشيتمه پيړۍ ده. ددغې خبرې په ژورو كښې دملي تاريخ رمز پروت دى . حكيم صاحب سنايي دې خداى په نېكۍ را ورسوي. د ى فرمايي :

صانعى بايد حكيم قادر و قايم بذات

تا ز وضع وى پديد اّيد  بتان قندهار

يعنې داسې صانع په كاردى،چې حكيم قادر او ولاړ په ذات وي،څودهغه له صنعت څخه دكندهار بتان څرګندشي . سبحان الله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *