چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / تاریخي حوادث تکرارېږي:د سقاو زوی که د خراسان عیار
13931107000387_PhotoJ-530x210

تاریخي حوادث تکرارېږي:د سقاو زوی که د خراسان عیار

عبدالباري جهاني

د کابل په ملی ارشیف کی د ملا فیض محمد کاتب په قلم لیکل سوی « تذکر انقلاب» په نوم یو کتاب پروت دی چی د بېلو بېلو دلایلو له مخی د نړۍ والو له نظره پټ پاته سوی دی او چا دعمومی استفادې دپاره میدان ته کړی نه دی. دا کتاب تراوسه هم چاپ سوی نه دی او تراوسه هم حتی د خپل هیواد په تاریخ د پوهېدلو ډېر تږي شاگردان د هغه له وجود څخه بېخبره دی. دا کتاب په کال ١٩٨١ کی روسی لیکوال Alexander Shkirando د کابل د ملی ارشیف څخه اخیستی ، په روسی ژبه یې ترجمه کړی او وروسته امریکایی لیکوال Robert MacChesneyپه کال ١٩٩٩ کی د « کابل په محاصره کي» په نوم انگرېزی ژبه ترجمه کړی دی.
فیض محمد کاتب په د ې کتاب کی د کال ١٩٢٩ هغو ترخو او ویرژلو حوادثو ته اشاره کړې ده ، او په ځینو ځایونو کی په ښه تفصیل مخته پکښی تللی دی، چی دوه شپېته کاله وروسته، په کال ١٩٩٢ کی په سل چنده زیات زور او وحشت تکرار سوې. که سړی دې پېښو ته یو څه په شاعرانه نظر وگوری نو گواکي د تاریخ په پاڼو کی قید سویو، دردوونکو او شرمونکو پېښو یو ناڅاپه ساه ایستلې او یوه په یوه بیرته ژوندۍ سوي دی.
د کال ١٩٩٢ د اپرېل د میاشتی په وروستیو شپو ورځو کی په کابل کی د ډاکټر نجیب الله رژیم نسکور سو او مجاهدین کابل ته ننوتل. کابل ته د مجاهدینو د ننوتلو څخه وروسته څه باندی درې کاله داسی حوادث راغلل چی دې ښار په خپل تاریخ کی ډېر کم لیدلي او یا ېې حتی بېخی لیدلي نه وه.
د مجاهدینو ډلو ، په تېره بیا د احمد شاه مسعود په رهبری د شورای نظار د ډلی کسانو، چی مرکزی قدرت یې په لاس کی وو، د دې ښار د خلکو د سر، مال او ناموس هیڅ ډول پروا ونه کړه او حتی د دارلمجانین لېونیاني یې په زور بې عزته کړې. کورونه لوټ سول، دوکانونه او شته منی چور سوې،سرونه ورغړېدل، خلک بېگناه شکنجه سول، ښایستې نجوني او مېرمني په زور بې عزته سوې او د هغوی د خوښي په خلاف په زور واده سوې. کابل داسی تباه سو چی په خپل تاریخ کی یې داسی تباهی نه وه لیدلې، او دمجاهدینو د بېلو بېلو ډلو ترمنځ د جنگونو په وجه تقریبا دېرش زره تنه ووژل سول.
البته په دې قتل عام کی د مجاهدینو ټولو تنظیمونو او ډلو برخه درلوده، او هیڅ یو بې برخی پاته نه سو. هزاره مجاهدینو د خلیلی او محقق په رهبری، د سنیانو په تېره بیا پښتنو په سرونو کی میخونه ټک وهل، له ښځو څخه یې په ژوندوني سینې پرې کړې، ښځی یې بې عزته کړې ، د سنیانو ، په تېره بیا پښتنو کورونه او مالونه یې چور کړل او حتی انسانان یې ژوندي کباب کړل.
د گلبدین حزب اسلامی د کابل پر ښار باندی راکټونه واورول او طرفدارانو یې د جنگلک او حجاری او نجاری د فابریکو په شمول د کابل ټوله شته مني لوټ کړه او د جنگلک د فابرکې ماشینونه یې د عادی اوسپنی په تول پر پاکستانیانو باندی خرڅ کړل.
دوستم په ټولو جنایتونو کی برخه درلوده او د سیاف د تنظیم مجاهدینو د هزاره گانو سره بالمثل عملونه وکړل.
د دې څخه تقریبا دوه شپېته کاله مخکی د حبیب الله کلکاني په نوم یو سړی، چی په تاریخ کی د سقاو د زوی په نوم مشهور دی، د خیرخانې د کوتل د لاري کابل ته ننوتلی وو، او د کال ١٩٢٩ د جنوری پر اوه لسمه یې ارگ نیولی وو. پر کابل باندی د سقاو د زوی د نهه میاشتني حکومت په زمانه کی داسی حوادث راغلل چی د شورای نظار د مجاهدینو د حکومت زمانې ته ډېر ورته وه.
د افغانستان ځینو مشهورو لیکوالانو- له هغې جملې څخه د ظاهر شاه د دربار مشهور قصیده لیکونکي شاعر خلیل الله خلیلی– او تاریخ پوهانو، په دې گومان چی گوندي هغه پېښی به د خلکو له یاده وتلي وي، د سقاو زوی ته د ځوانمرد او عیار لقب ورکړ ، او د هغه د په اصطلاح سپېڅلي شخصیت په ستاینه یې پاڼی توري کړې.له نېکه مرغه چی لمر په دوو گوتو نه پټېږي او ځینو کسانو هغه څه چی په خپلو سترگو یې لیدلي دي په هغه وخت کی په هغو ورځو کی یاداشت کړي او ساتلي دي. او بیا هم له نېکه مرغه چی د زمان حوادثو دغو پاڼو ته صدمه نه ده رسولې او د تر خو حقایقو ږغ یې زموږ تر غوږونو پوری را رسولی دی.په دې سلسله کی یو د سراج التواریخ د لیکوال فیض محمد کاتب یاداشتونه دي ، چی څه یې په سترگولیدلي دي هغه یې د نېټې په قید لیکلي دي او داسی ښکاری چی وروسته یې پر خپلو دغو یاداشتونو باندی د تجدید نظر کولو وخت هم نه دی پیدا کړی. ځکه چی د سقاو دزوی جلادانو هغه دونه وهلی وو چی ډېر سخت ناروغ سو او څه کم یو نیم کال وروسته د هغو وهلو له لاسه وفات سو.
د فیض محمد کاتب یاداشتونه، چی موږ یې انگرېزی ترجمه په لاس کی لرو، د سقاوی رژیم له جنایاتو او تباهیو څخه پرده پورته کوی، او موږ یې ځینی برخی د خپلو لوستونکو د پاره په د ې منظور ترجمه کوو چی هغوی دا قضاوت وکړی چی اوس هم د سقاویانو رژیم ته د ځوانمردانو او عیارانو نظام ویل کېدلای سی کنه.
فیض محمد کاتب د خپل کتاب په یوه برخه کی د سقاویانو په باره کی لیکی چی دوی ته صرف د مذهب، دولت او مسلمانانو د تباه کونکو نوم ورکول کېدلای سی. د دوی د وحشت د بیانولو لپاره نور کلمات او تعریفونه نسته. امیر حبیب الله چی هرڅونه فرمانونه صادر کړي، او په هغوی کی یې ځان د مذهب خادم معرفی کړی دی، دا صرف د خلکو دغولولو لپاره دي. دوی د حکومت ټوله هغه شته مني چی د هیواد څخه د دفاع دپاره ذخیره سوې وه لوټ کړه. پر دې برسېره خلک په وچ زور ، بېله تنخوا، د امیر حبیب الله په پوځ کی برتی کېږی. دا، په حقیقت کی، د شیطان پوځ دی، چی ودانی تباه کوي، او کورونه چوروی، مگر سره له دې هم فاسد وزیران، حضرتان او تش په نامه ملایان او نور بېدینه خلک دا غم لړلې وضع ، چی د دوی له لاسه پر خلکو راغلې ده، عادي بولي او وایی چی خیر او خیریت دی. (کابل په محاصره کي ص ٥٧)
فیض محمد کاتب وروسته لیکی چی دوی د هغو نجونو لیستونه پیدا کړل چی ښونځي ته تللې، او هغوی ته یې امر وکړ چی هره یوه باید یوه کوهستاني یا یوه کوهدامني غله ته واده سي، او د اسلام په نوم یې پر وطن باندی داسی فاجعه راوستله چی تصور یې کېدلای نه سي. هغه کتاب ص ٥٩
سقاویان گواکی کابل ته صرف د چور دپاره راغلي وه او په دې لاره کی یې پر هیڅ شی صرفه نه کوله . فیض محمد کاتب لیکی چی هره ورځ به جار وهل کېدی چی خلک باید خپل دوکانونه خلاص کړي ، او هر څوک چی چور کوی هغه به اعدام سی. مگر د غلو دې ډلي هیڅ وخت دوکاندارانو ته د سودا د اخیستلو په بدل کی پیسې نه ورکولې او چی هر څه یې خوښ وه هغه یې په توبرو کی اچول او پخپله مخه تلل.( هغه کتاب هغه پاڼه) هغوی د وسلو د پیدا کولو په پلمه کورونه تلاښي کول او چی څه یې لاسته ورتلل هغه یې وړل. هغه کتاب
ص ٦٠
د کابل خلکو هر څه د سر په سترگو لیدل ، خو چا له وهمه سر پورته کولای نه سو. فیض محمد کاتب لیکی حبیب الله په دې عقیده وو چی د کابل خلکو د یوه غله په حيث ځکه د ده حمایه وکړه چی د امان الله له فاسد حکومت څخه په تنگ وه، مگر کله چی دی پخپله پاچا سو، او د خلکو په وهلو، چورولو او پر ناموس باندی په تېري کولو یې بنا وکړه نو خلک د ده هم مخالف سول، او د خدای څخه یې د ده د تباه کېدلو غوښتنه کوله( هغه کتاب ص ٨٠ )
د سقاو زوی خپل وزیر جنگ سیدحسین او خپل ورور حمیدالله ته، چی د ده وکیل السلطنه وو، تام واک اخیتار ورکړی وو او د هیڅ شي پوښتنه یې نه ورڅخه کوله. فیض محمد کاتب لیکی چی سید حسین او د حبیب الله ورور حمیدالله ، چی په دې تازه شپو کی یې د وزیر جنگ او سردار اعلی او نایب السلطنه او معین السلطنه لقبونه اخیستي وه، د ښځو او هلکانو سره په عیش اونوش لگیا وه، او کله چی د تگاو د خلکو له پاڅون څخه خبر سول نو سمدستي یې خپلو باوري کسانو ته امر وکړ چی په دفاعی کارونو لگیا سی(هغه کتاب ص ١١۴)
فیض محمد کاتب لیکی« د ژوندیو انسانانو څلور ځایه کول، د ښځو او هلکانو پر عزت باندی تېری کول، بېگناه انسانان په زندانو کی اچول، غرغړه کول او په ناحقه د وینو تویول د سقاویانو ورځنی کار وو»ص ١١٧ وروسته لیکی« د سقاو د زوی ورور حمیدالله د کابل والي ملک محسن ته ځکه سزا ورکړه چی ویل یې د مرحوم خزانه دار محمد سرور خان د کور د ضبطولو په وخت کی یې څلوېښت زره روپۍ ځانته گرځولي دي. حمیدالله دغه راز د امیر امان الله خان د خارجه وزیر غلام صدیق خان ، د دربار د وزیر محمد یعقوب، د دفاع د وزیر عبدالعزیز، محمد خان یاور، حیات الله خان عضدالدوله او تقریبا نورو دوو سوو تنو له کورونو څخه پیسې او قېمتی شیان لوټ کړل. ص ١٣۴ د حبیب الله ورور حمیدالله د خپل ورور په امر د کابل گورنر ملک محسن او د دربار وزیر شیرجان او نورو غلو څخه دوه سوه زره روپۍ، چی د خلکو څخه یې په زور اخیستي وې، واخیستلې. ص ١٣٥
فیض محمد کاتب د سقاو د زوی د حکومتی اجرااتو یوه په زړه پوری کیسه کوی او وایی چی د مې پر څلېرویشتمه د کابل والي ملک محسن د کابل د پخواني والی میرزمان الدین په کور د شپې بې خبره ور ننووت. د کور ټول قیمتی شیان او پیسې یې یوړې او د هغه دوو زامنو او کونډي ته یې وویل چی په کور کی هیڅ شي ته لاس ور ونه وړي، او دی سبا د موجودی دپاره بیرته راځی. د جون پر دوهمه د میرزمان الدین کونډي خادم دین رسول الله ته عریضه وکړه او ورته وې لیکل چی د هغه والي ملک محسن د هغې کورته ورلوېدلی د هغې له کور څخه یې پنځه ویشت زره روپۍ، قالینی، د ښځو گاڼې او دوه توپکونه وړي دي. امیر د هغې د عریضې په جواب کی خپله ملک محسن ته وظیفه ورکړه چی ددغی قضیې په باره کی تحقیقات وکړی. که څه هم چی ملک محسن د میرزمان الدین د کور د لوټلو په شپه پخپله امیر حبیب الله ته د ښځو گاڼې راوړي وې. د کابل والي ملک محسن د میرزمان الدین کونډه تهدید کړه او هغې وروسته په یوه بل مکتوب کی حبیب الله ته ولیکل چی د هغې له کور څخه صرف دوې قالیني ورکی سوي دی. سړی به دغلو له حکومت څخه بل د څشی انتظار ولري؟ هغه کتاب ص ٣٥-١٣۴
زموږځینی هغه لیکوالان ، چی د سقاو د زوی د وحشت دوره یې په سترگو لید لې ده، له بده مرغه ، هغه ته بیا هم د عیار او ځوانمرد خطاب کوی. فیض محمد کاتب د دې ځوانمرد د ناموس داری په باره کی ، چی د عیاری د مسلک اساس دی، لیکی چی حبیب الله، چی په ډېرو لږو ورځو کی یې د ښځو یو لوی حرم جوړ کړی وو، د اپرېل پر لومړۍ نېټه فیصله وکړه چی د سردار نصرالله خان او سردار امین الله خان، چی دا وخت بندی وو، لوڼی خپل ځانته کښېنوی. مگر کله چی خبر سو چی هغوی واده سوي دي نو دهغوی څخه یې لاس واخیستی او د سردار محمد علی د ښایستې لور د واده کولو فیصله یې وکړه. هغې نجلۍ د سقاو د زوی سره تر واده کولو مرگ بهتر وباله او زهر یې وخوړل. مگر ، دخدای په فضل، زهرو مړه نه کړه او ژوندۍ پاته سوه. ص ١۴۴ فیض محمد کاتب وروسته لیکی چی د سقاو دزوی مرستیال سید حسین د اپرېل پر اوه ویشتمه وروسته له هغه چی یوه معصومه نجلۍ یې په زور بې عزته کړه نو امر یې وکړ چی د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان د کورنیو له ښځو سره دي هغه سلوک وسی چی هغوی د هزاره گانو له ښځو سره کاوه ، څو چی د نورو خلکو عبرت سی. البته سید حسین د سردارانو پر مال او ناموس باندی د سقاو د زوی په خوښه او اشاره تېر کاوه. ص ١۴٥
« د سقاو زوی د ټولو خلکو، په تېره بیا د هغو کسانو چی ده ته یې بیعت نه وو کړی، مالونه ځانته حلال بلل. هغه د شینوارو، خوگیانو او سلیمانخېلو د قبایلو ملکانو او خانانو ته، چی له ده څخه یې د پیسو او وسلو غوښتنه کوله ، د اپرېل پر دېرشمه وویل چی هزاره گانو ده ته بیعت نه دی کړی. د هغوی شته مني، مځکی، ښځي او کوچنیان ټول د دوی مال دی او په دوی اړه لری. هغه یوه ورځ وروسته د دریو تنو هزاره گانو سرونه ، چی په اور یې بیریان کړي او پر لرگیو یې میخ کړي وه او نولس تنه هزاره بندیان په بازارونو وگرځول او خلکو ته یې وښودل چی هر څوک دخادم دین رسول الله سره مخالفت وکړی، عاقبت به یې دغه وي»
ص ١٥٣-١٥٢
فیض محمد کاتب وروسته لیکی چی د مې د میاشتی په وروستیو شپو ورځو کی حبیب الله امر وکړ چی د کوچي پښتنو هغه دوولس زره کورنۍ دي په بتخاک کی را وگرځولي سي چی د پېښور او جلال اباد څخه هزاره جات ته رواني دي. د هغوی ټول بار وړونکي حیوانات او نور څاروي او ټول تجارتی مالونه یې ورڅخه واخیستل، او امر یې وکړ چی د هغوی بار وړونکي حیوانات دی د وسلو او مهماتو د وړلو لپاره قطغن، بدخشان، مزار شریف، هزاره جات، کندهار او جنوبی ته واستول سی. هغه وروسته د دغو کوچیانو مشران ور وبلل او ورته وې ویل چی که پر هزاره گانو باندی حملې وکړي نو د هزاره گانو مځکی او شته مني به دوی ته ورکړي. مگر په دې خبر نه وو چی ده له پښتنو څخه قدرت غصب کړی دی او ټول پښتانه یې د ځان دښمنان کړي دي. او غواړي پښتانه د هغو هزاره گانو سره وجنگوی چی هغوی د پښتنو د ملاتړ لپاره د جنگ میدان ته وتلي دي. دی غواړي په د ې توگه قدرت په خپل لاس کی وساتي ، مگر دی یو جاهل دی او په دې نه پوهېږی چی مملکت څرنگه اداره کېږی.
ص ١٥٣
فیض محمد کاتب د خپلو یاداشتونو په سلسله کی لیکی د سقاو د زوی د ورور حمیدالله، چی د ده نایب السلطنه وو، د چور او تالان کیسه کوی او وایی چی د جولای پر لومړۍ نېټه حمیدالله او د هغه پوځیانو پر سر چشمه باندی حمله وکړه . د تاجک او هزاره توپیر یې ونه کړ، او کورونه یې لوټ کړل. څاروي یې ورسره بوتلل، او بالاخره یې د کورونو دروازې وایستلې. ویل کېږی چی حمیدالله او د هغه سړیو د یو نیم میلیون روپیو په ارزښت مالونه لوټ کړل. حمیدالله ٣۴ نارینه او څلوېښت ښځي کابل ته ورسره بوتلې. نارینه یې بندیان کړل، او خپلو سړیو ته یې امر وکړ چی ښځی خرڅي کړي. ص ٢٥٧
فیض محمد کاتب لیکی چی ملک محسن د اگسټ د میاشتی پر لومړۍ نېټه د هغی ښځي مېړه غرغړه کړ چی ښځه یې سقاویانو په زور بې عزته کړې وه. هغه ښځه چی حامله وه دماشوم د زېږېدلو تر وخته پوری یې په بندیخانه کی وساتله او وروسته یې حکم وکړ چی ښځه او ماشوم دي دواړه ووژل سی. قاضی اعتراض وکړ او ویل یې چی دا د شرعي شریفی خلاف کار دی ، خو ملک محسن وویل چی که د شرعی خلاف وي او که نه وي دا زما حکم دی او باید چی عملي سي. نوری خبری په کار نه دي. ص ٢٣۴
د سقاو زوی د برچې په زور خلک په خپل پوځ کی ساتل او چی چا د تېښتی تکل کاوه هغه یې ځای پر ځای اعداماوه. ملک محسن ، کله چی د لوگریانوسره جنگ ته روان وو، په لاره کی هغه څلور تنه عسکر ځای پر ځای وویشتل چی د پوځ څخه تښتېدلي وه. د سقاو زوی د جولای د میاشتی پر څلېرویشتمه شپاړس تنه عسکر خلع سلاح او اعدام کړل. د سقاو زوی د ابوالقاسم په نوم شیعه سید ، چی ده ته یې په وزیر اباد کی د جنگ محاذ ته یو پوخ کړی پسه، ډوډۍ، شلومبې او نور خوراکی شیان وروړي وه، د دې رپوټ په اساس چی ویل یې هغه په خپل کور کی یاغی هزاره گانو ته ځای ورکړی دی، په خپل لاس اوه مرمۍ وویشتی. د هغه کور یې چور کړ، د هغه دوې ښځي او یوه نامزده لور یې خپلو کوهدامنیانو ته په نکاح کړې، د هغه کور او جایداد ته یې اور واچاوه او بیا نو د غله امیر ورور حمیدالله د هغه د مېرمني له غېږی څخه اته میاشتنی زوی واخیست ، د هغې مخی ته یې له مځکی وویشت او ځای پر ځای یې مړ کړ. ص ص ٢۴٨-٢۴٧
په زړه پوری خبره دا ده چی د شوربازار حضرت صاحب گل آقا مجددی ، چی هم یو دینی عالم او هم دخپل وخت لوی پیر او مرشد وو، او د خپل روحانی نفوذ څخه یې د امانی نهضت په ناکامولو او له پښو غورځولو کی ډېر زیات کار واخیست، د سقاو د زوی په وخت کی داسی فتواوی ورکوی چی د اسلامی شریعت د ټولو نصوصو په خلاف دی. فیض محمد کاتب لیکی چی د شوربازار حضرت د اپرېل پر پنځه ویشتمه یوه فتوا صادره کړه او دټولو هغو هزاره گانو د وژلو اجازه یې ورکړه چی په کابل کی یې ژوند کاوه. د دې هزاره گانو ډېر لوی اکثریت پخپله په کابل کی زېږېدلي او په دې ښار کی یې پنځوس شپېته کاله تېر کړي وه، او اوس یې د وژلو اجازه ورکول کېدله. حتی سید حسین دا فتوا رد کړه او حضرت ته یې په قار وویل چی کله موږ د امان الله سره جنگېدلو ، او هغه د پاچاهي پر تخت ناست وو، هغه د کابل یو اوسېدونکی کوهستانی مړ نه کړ . د سوونو او زرگونو د وژلو خبره خو لا هلته پرېږده. فیض محمد کاتب لیکی چی دا حضرت چی ځانته ستر مسلمان او د مسلمانانو لوی مرشد وایی هر وخت دغه راز لمسونکي اعمال کوي. زه نه پوهېږم چی ده کوم وخت د قرآن شریف دا آیت لوستی دی کنه چی وایی هر څوک د خپل بار مسول دی او هیڅ بنده د بل بنده بار نه وړی. داسی مسلمان دي خدای په دوږخ کی واچوی چی دی په دې نه پوهېږی د زرهاو حنفي مذهبو مسلمانانو وینی تویی سوې او لا اوس هم تویېږی او دا ټول د ده د خپل مذهب خلک دي. په زرهاو کورونه چورېږي، پر سل هاو ښځو او ماشومانو باندی تېري کېږی ، او دا ټول د ده د تعصب او ناپوهی په وجه. زه یقین لرم چی خدای تعالی به ده ته سزا ورکړي او د دین له نورو دښمنانو سره یو ځای به یې په دوږخ کی واچوی. کاتب ص ١٥٥
لوستونکو ته ښایی د فیض محمد کاتب خبری د یوه سړي اطلاعات او قضاوت ښکاره سي، او داسی فکر وکړي چی د یوه سړي د شخصی قضاوت په اساس د بشپړ نظام محکومول د واقعیت او حقیقت څخه لیری خبره ده . خو له له نېکه مرغه چی د سقاو د زوی د پاچاهی په وخت کی نورو کسانو هم د خپلو سترگو لیدلي حالات لیکلي دی. البته فیض محمد کاتب د یوه هوښیار او ځیرک لیکوال او مورخ په حيث خپله وظیفه په بهتره توگه سرته رسولې او پېښي یې په تفصیل بیان کړي دی. د افغانستان مشهور ژورنالیسټ او لیکوال غلام محی الدین انیس ، چی د پېښو په لومړیو شپو ورځو کی په کابل کی وو داسی لیکي« … په کابل کی د ظلم او تېریو قیامت جوړ وو، او د شمالی خلک د یوه کرنیل ، یا برگډ او یا خودمختار یا نایب سالار تر قوماندې لاندی د کابل د مشهورو خلکو او عالی رتبه مامورینو کورونو ته ننوتل، او د وسلو یا سرکاری مالونو د پیدا کولو په پلمه یې کورونه تلاښی کول. د وهلو ټکولو او د توپک د قنداق په واسطه یې هغوی مجبورول چی څه په کور کی لری ټول حاضر کړی.بیا یې نو چی څه زړه غوښت هغه یې اخیستل او په خپله مخه به تلل. بحران ونجات ص ٩٨.
بل ځای لیکی … قلم د هغه څه له تصویرولو څخه عاجز دی چی د کابل پر خلکو تېر سول، او نه غواړم په د ې کتاب کی هغه فجایع بیان کړم چی په دغو خطرناکو او بېرونکو لحظو کی د کابل پر ښار باندی تېر سول. دونه به ووایو چی غالبه ډله د عوامو او جاهلانو یوه ټولۍ وه، او مغلوبه ډله عسکر او صاحب منصبان وه. … دې غلو دونه چور وکړ او د کابل خلک یې دونه لوڅ کړل چی حتی د سقاو د زوی هم پر خلکو زړه وسوځېدی. هغه کتاب ص ص ٩٩-٩٨
غلام محی الدین انیس بل ځای لیکی … د سقاو د زوی منصبدارانو خصوصا خودمختارانو په ښار کی قیامت جوړ کړی دی… مگر که د امنیت مسلې ته وگورو نو امنیت خو معمولا غله او لوچکان خرابوی . مگر څرنگه چی اوس پخپله دغو غلو ته د ملک د پاچهی وظیفه ور ترغاړي سوې ده نو ویلای سو چی په ملک کی امنیت ټینگ دی. خو دامنیت پر ځای بل قیامت جوړ دی، او هغه دا چی د دغه ښار خلک د دغو بدبختو خودمختارانو د لاسه د شپې ارام خوب نه لری. هغوی د وسلو او سرکاري مالونو د پیدا کولو په پلمه کورونو ته ننوزي او خلکو ته ازار ورکوی. د دې خودمختارانو تر ټولو خندونکی کار دا دی چی وړې وړې صندوقچې په خلکو خلاصوی او وایی مبادا توپکونه مو پکښی پټ کړي نه وي، او بیا نو چی څه پیسې او جواهر پیدا کوی هغه چوروی.( ص ١٠٠) بل ځای لیکی چی د سقاو زوی او دهغه حکومت په ډېره کوچنۍ گناه خلک اعدامول او چی په چا کی به یې د مخالفت نښه ولیده هغه به یې واژه او یا یې ډېری سختی سزاوی ورکولې. ص ١٠٦
د تاریخ پروفیسر مرحوم محمد علی، چی د سقاو د زوی د نظام په لومړیو شپو ورځو کی په کابل کی حاضر وو لیکی چی د کابل پر ښار باندی بېحده زیات ظلمونه وسول. ارگ د داسی ظالمانو لاسته ورغلی وو چی د هیڅ قانون مراعات یې نه کاوه. ښونځي، پوهنځي او گټوری موسسې ټولی وتړلی سوې. کتابخانې، لابراتوارونه او شاهی میوزیم چور سو، او نادر کتابونه تباه سول، وسوځول سول او یا په ډېره کښته بیه خرڅ سول. د سقاو زوی اشراف او پوهان په ډېره بی آبی له کورونو څخه را ایستل، په بازارونو یې گرځول، شکنجې یې ورکولې، او په زور یې پیسې ورڅخه اخیستلې. د سقاو له زوی سره راغلي غله او داړه ماران هر یو پاچا وو او حتی یوه عسکر هم ځان مستقل باله، او چی څه یې زړه غوښتل هغه یې کول.د کابل تاجرانو ته یې وویل چی حکومت ته ډېری زیاتی پیسې ورکړی ، کنه نو سخت عذابونه او شکنجې مو پخوا دی. دا بې سواده مستبد پر ټولو شته منو او د نفوذ پر خاوندانو خلکو بد گومانه وو. د دې وینی چښونکي پاچا د قهر د سړېدلو نه و او چی پر هر چابه بد گومانه سو هغه به د ده د غضب قربانی کېدی. نه چا څه ویلای سو او نه چاته د څه ویلو مجال ورکول کېدی. اکثر بدمرغه قربانیان یا په توپونو کی والوزول سول ، یا وویشتل سول ، یا ووهل سول، یا په نېزو ټوکر ټوکر سول او یا په لوږه قتل سول. په ایشېدلو تېلو شکنجه کول، د اوسپني په قفسونو کی د خلکو اچول، د لاسونو او حتی د ټول وجود داندامونو یو په یوپرې کول د هری ورځي عادي خبری وې. Mohammad Ali PP 43-47
انگرېز ژورنالیسټ Ronald Wild ، چی په دغو شرایطو کی زیاتره وخت په کابل کی وو، لیکی چی د سقاو زوی لکه ځناور په وهلو ټکولو کی لوی سوی وو، او کله چی قدرت ته ورسېدی نو داسی ظلمونه یې وکړل چی په تاریخ کی یې چندانی ساری نه درلود. په لومړي سر کي د کابل خلک ورته خوشاله وه او چی ده ځینو کسان ته، چی د کابل خلکو ښه خاطره نه ورڅخه درلوده، سزاوی ورکولې، نو هغوی به ویل چی ښه کوي چی ظالم ته سزا ورکوی. خو کله چی د کابل خلکو ته څرگنده سوه چی هغه د انسانانو د کړاو او شکنجه کېدلو څخه خوند اخلی او چی هر څونه ظلم کوی زړه یې نه سړېږی نو دکابل خلک پښېمانه وه او د خدای څخه یې پخوانی حال غوښت. په لومړي سر کی یې هغه ښځي او ماشومان په زندانو کی واچول چی د پخواني دربار سره یې اړه درلوده، خو وروسته خلکو ته معلومه سوه چی هغه د ظلم او قساوت سره مینه لري، او یوازی گناه کارانو ته نه بلکه هر چا ته چی یې زړه سي سزا ورکوی او کړوی یې.( وایلډ ص ٢٥٧-٢٥٦) وایلډ بل ځای لیکی چی په کابل کی د حبیب الله د امارت داعلانېدلو سره د ښار خلک یا مړه سول او یا د مرگ په انتظار ناست وه. د غرغړو څخه به مړی لیری سوي نه وه چی بیا به نور ورباندی وځړېدل. خلک مېخ کېدل او په دار کېدل او دښار پر دېوالونو دانسانانو سرونه ځړېدل . په کابل کی د سقاو د زوی د پاچا کېدلو سره خلکو د انسانانو د سوځېدلو غوښو د بوی او د نېزو پرسرونو باندی د سرونو د لیدلو سره عادت ونیوی. سقاویانو د انتقام د اور د سړولو د پاره د منځنیو پېړیو شکنجې بیرته رواج کړې. انسانان په تېلو کی ایشول کېدل او کابل ریشتیا هم تاریکو پېړیو ته ولاړ.
هغه کتاب ص ٢۴٠-٢٣٩
میرغلام محمد غبار ، چی په دغه وخت کی یې په کابل کی هر څه د سر په سترگو لیدلي دي لیکی چی یوه ډله جاهلان، چی نوي قدرت ته رسېدلي وه، حریص او فقط د پیسو په ټولولو لگیا وه، او د ډېری لوږي چی به یې هر ځای مځکه ، باغ او قصر ولیدی هغه یې په رنگ رنگ نومونو د ځان کاوه. د دولتی عمارتونو څخه یې شخصی کورونه جوړ کړل… هغوی په خپل شاوخوا کی د هیڅ علم او عقل د لیدلو حوصله نه درلوده، د کفایت او فضیلت د ښمنان وه، او چی هر ځای یې سر لیدی پرې کاوه یې، څو بالاخره داسی سرپاته نه سی چی د پورته کېدلو جرأت ولری او یوازي دوی پاته وي چی سرونه پورته کړی. د دې هدف د پاره یوازي پر توري، ځنځیر او اعدام تکیه کوی. افغانستان درمسیر تاریخ ٨٢٧-٨٢٦
بل ځای لیکی چی دوی قاضی عبدالرحمن ، چی د مولوی عبدالواسع په شان د نوي فکر څښتن قاضی وو، د کابل پر چوک باندی بند پر بند پرې کړ او په جنگ کی د وژل سویو کسانو سرونه یې د پل خشتي په بازار کی پر دېوالونو وځړول او په دې توگه یې په ښار کی وحشت ایجاد کړ. هغه کتاب ص ٨٢٨
له بده مرغه چی مرحوم غبار خپلی هغه خبری چی صرف یوه پاڼه مخکی یې لیکلي دي هېروی او په بله پاڼه کی د سقاویانو په باره کی ډېر کمزوری او غیرعادلانه قضاوت کوی او لیکی چی هغوی د تودو! له منځه را پورته سوي وه ، د چم او توطیې او د خلکو له غولولو څخه یې نفرت درلود. مالونه یې ټولول مگر خسیس نه وه او هغه څه چی یې تر لاسه کول هغه یې په نورو مصرفول او د اوسنیو عصری غلو په شان د طلا او نقرې د ذخیره کولو او تجارت او سود خورۍ سره بلد نه وه. هغه کتاب ٨٢٧
مرحوم غبار گواکي په دې عقیده وو چی که څوک د غیر مشروع لارو لاسته راوړي پیسې بیرته په خپلو داړه مارانو ولگوی او د عیش او نوش محفلونه ورباندی جوړ کړي نو بیا چندانی پروا نه لری. مرحوم غبار فکرکوی چی که څوک د خلکو (تودو!) له منځه راوزی هغه چی هر څه جنایتونه کوی باید چی یو څه د اغماض څخه کار ورسره واخیستل سي. خو که چېری پاچاهان او سرداران د بېگناه خلکو سرونه غوڅوی او د عقل د خاوندانو سترگی باسی نو له هغوی سره باید حساب وسی.
البته حقیقت د لمر په شان روښان دی. د فیض محمد کاتب او نورو ټولو هغو کسانو د یاداشتونو څخه چی هر څه یې د سر په سترگو لیدلي دي څرگنده ده چی په کابل کی د کال ١٩٢٩ د جنوری څخه د اکټوبر تر نیمایی پوری د غلو ، داړه مارانو او قاتلانو حکومت وو، او د سر او مال څخه نیولې د خلکو تر ناموس پوری یې پر هر څه باندی تېری وکړ. څه یاداشتونه چی زموږ لاسته راغلي دي او تر موږ پوري را رسېدلي دي هغه زیاتره د کابل په باره کی دی. د ولایاتو په باره کی لا چا څه لیکلي نه دي او سړی د کابل له وضع څخه د ټولو ولایاتو د وضع اټکل کولای سي.
د سقاویانو د پاچاهی څخه زیات وکم دوه شپېته کاله وروسته د همدغه خیرخانې د کوتل د لاري پر افغانستان باندی عموما او پر کابل باندي خصوصا یوه بله بلا ، چی د ورانکاری قوت یې د سقاو د زوی تر داړه مارانو سل چنده زیات وو، نازله سوه. لکه څرنگه چی د اعلیحضرت امان الله خان بې وختو اصلاحاتو د هغه په مقابل کی د قومی او محلی ښورښونو د را پارېدلو او پارول کېدلو لپاره زمینه برابره کړه، او د هغه د سسټم پایې یې ولړزولې، او دغه راز د امان الله خان په حکومت کی دننه معتمدو او باوري عناصرو او عالی رتبه مقاماتو له هغه سره خیانت وکړ او د سقاو د زوی سره یې همکاري پیل کړه ، د غسی د نجیب الله په حکومت کی دننه عالی رتبه مقاماتو د احمدشاه مسعود اود شمال له ایتلاف سره تماسونه ټینگ کړل او مخکی له هغه چی په افغانستان کی د ملگروملتونو له خوا د قدرت د انتقال سوله ایزه پروسه بشپړه سي، په کابل کی یې د شمال د ایتلاف قوتونو ته د مداخلې لاره هواره کړه. خو په زړه پوری خبره دا ده چی د اعلیحضرت امان الله خان په نظام کی دننه خاین عناصر او هغو کسانو چی د سقاو له زوی سره یې مرستی کړي وې، یا پخپله د سقاو زوی اعدام کړل ، یا د اعلیحضرت محمد نادرخان په زمانه کی په خپله سزا ورسېدل او یا یې لږترلږه د خپل خیانت په بدل کی چندانی څه ترلاسه نه کړل. دغه راز هغو عناصرو چی د نجیب الله سره یې خیانت وکړ ، او د شمال ایتلاف یرغلگرو ته یې د کابل د قدرت دراوزې پرانیستلې هم تقریبا هیڅ ترلاسه نه کړل او نن د نړۍ په بېلو بېلو هیوادونو کی د لویدیځو حکومتونو خیراتونو ته ناست دي او په عصری گدایی شپې سبا کوی.
فقیر محمد ودان، چی د وطن د گوند مرکزی کمېټې غړی او عالی رتبه گوندي او دولتي مقامونه یې درلودل ، کابل ته د شمال د ایتلاف او مجاهدینو د راتللو او قدرت اخیستلو د شپو ورځو په باره کی د د شنه های سرخ په نوم یو مغتنم کتاب لیکلی دی او موږ ته د پېښو په باره کي د لومړي لاس معلومات راکوی، او د سترگو لیدلی حال راته وایی. ودان لیکی چی د نجیب الله د رژیم تر ټولو عالی رتبه گوندی او دولتی مقاماتو ، محمد بریالي، نجم الدین کاویاني او فرید مزدک د کابل د سقوط په لومړیو شپو ورځو کی داسی ښودله چی قدرت اوس هم د دوی په لاس کی دی، مگر ډېر ژر معلومه سوه چی واک اخیتار ټول د شمال د ایتلاف په لاس کی دی. دشنه های سرخ ص ١٠٦. بل ځای لیکی چی محمود بریالي، او سید اکرام پیگیر د جنرال دوستم په نظامی حمایه د ببرک کارمل د سیاسی مشی دپاره فعالیت کاوه. هغه کتاب ص ١٠٧ بیا لیکی چی نجم الدین کاویانی ، فرید مزدک او خارجه وزیر عبدالوکیل د شورای نظار ترحمایې لاندی د احمد شاه مسعود په سیاسی کرښه کی شامل وه. هغه کتاب ص ١٠٧ . احمد شاه مسعود غوښتل چی د شمال د ایتلاف د قوتونو په زور هم د کابل قدرت ونیسی او هم دملگرو ملتونو د سوله ایز حل پروسه ناکامه کړی او هم د گلبدین حکمتیار ، سیاف او مولوی یونس خالص قوماندانان د قدرت او صلاحیت له صحنې څخه لیری کړی او میدان یوازي ځان او خپلو انډیوالانو ته خالی کړی. هغه کتاب ١١٠
احمد شاه مسعود، په هره طریقه چی وو، کابل ته ورسېدی. د هغه د قدرت اخیستلو سره په کابل او ټول افغانستان کی د انسان وژنو، تباهیو او جنایاتو لړۍ پیل سوه. هغو کسانو ته چی قدرت ته د ده د رسېدلو دپاره یې په وروستیو وختونو ، په تېره بیا وروستیو شپو ورځو کی ډېری هلی ځلی وکړې، د وران کابل په وېش کی تقریبا هیڅ ونه رسېدل او زه یقین لرم چی اوس به په تېرو وختونو پسی ارمان کوی.
د عفوی بین المللی موسسې، په هغه رپوټ کی چی په کال ١٩٩٥ کی یې خپور کړ، لیکلي دي چی په کال ١٩٩٢ کی د مجاهدینود حکومت د پیل راهیسی په لس هاو زره کسان وژل سوي او په لس هاو زره ټپیان سوي دی. پر کورونو باندی د مجاهدینو د حملو په وخت کی ښځی او ماشومان وژل سوي دی، او په زرهاو کسان د مجاهدینو بېلو بېلو ډلو تښتولي او تري تم کړي دی. وسله وال مجاهدین ښځی او نجوني په زور بې سیرته کوی او یا یې پر فاحشه خانو باندی خرڅوی. انسانانو ته په بندیخانو کی راز راز شکنجې ورکولی کېږی، وهل کېږی، وږی ساتل کېږی او ډېر زیات شمېر یې د دغو شکنجو دلاسه په توقیفونو کی مړه سوي دی.4 ‍Amnesty p چاچی د خپلو کورونو دچورېدلو مخه نیولې، او چا چي مجاهدین د ځوانو ښځو او نجونو بې سیرته کولو ته نه دي پرې ایښی هغوی ټول وژل سوي دی. هغه کتاب ص ٣٦ . د وژلو شکنجه کولو، وهلو ټکولو، بې سیرته کېدلو او چور او تاړاک په برخه کی داسی جنایتونه وسول چی که د سقاو زوی ژوندی وای حتما به یې گوته په غاښ ورته نیولې وای
ډېرو هغو کسانو چی د سقاو د زوی په راوستلو کی یې مرسته وکړه، او د اعلیحضرت امان الله خان او د هغه له ورور سردار عنایت الله خان سره یې خیانت وکړ، په ډېر لږ وخت کی د خپل خیانت سزا ولیده. د شور بازار حضرت گل آقا مجددی ، سردار محمد عثمان خان او د اعلیحضرت امان الله خان د سلطنت کفیل محمد ولی خان د هغو کسانو په سر کی وه چی د سقاو د زوی په راوستلو کی یې ډېری هلی ځلی وکړې. فیض محمد کاتب ص ٣٧. د شوربازار حضرت ، سردار محد عثمان خان او محمد ولی خان ، سردار عنایت الله خان نور هم وارخطا کړ او مجبور یې کړ چی ډېر ژر استعفی وکړی. اکثرو ضعیف النفسو سردارانو، جنرالانو او عالی رتبه حکومتی کسانو، کابل ته د سقاو د زوی د راتگ څخه مخکی ، د سردار عنایت الله خان په حضور کی د سقاو د زوی سره خپل بیعت اعلان کړ. کاتب ص ۴٥. دې سردارانو او جنرالانو ، چی پخپله د اعلیحضرت امان الله خان د کورنۍ غړي، او حتی وروڼه ، پکښی شامل وه ، چندانی د خپل خیانت ثمره ونه لیده . نه یې کورونه د سقاویانو له چور او تاړاک څخه وژغورل سول ، نه یې چا د ناموس او پردې پروا وکړه او نه د سقاو د زوی د قهر څخه په امان پاته سول.
په زړه پوري خبره دا ده چی لکه څرنگه چی د اعلیحضرت امان الله خان د سقوط په وخت کی د سقاو له زوی سره گل آقا مجددی او شیر آقا مجددی ډېره زیاته مرسته وکړه، له هغې زمانې څخه تقریبا دوه شپېته کاله وروسته حضرت صبغت الله مجددی د شمال له ایتلاف سره اوږه پراوږه کابل ته ننووت، او د خپل ،تش په نامه ، دوه میاشتنی اسلامی حکومت او واکدارۍ په وخت کی یې د گلیم جم د بدنامی ملېشې قوماندان، جنرال دوستم د اسلام د لوی سپه سالار خالد بن ولید سره مقایسه کړ او هغه ته یې د ستر جنرالی منصب ورکړ.
د احمد شاه مسعود او د هغه د متحدینو حکومت له ډېرو اړخونو د سقاو د زوی نظام ته ورته دی. او یوازینی لوی توپیر یې دا وو چی د اعلیحضرت امان الله خان په چپه کولو، د سقاو دزوی په راوستلو او بیرته نسکورولو کی خارجیانو ډېر لږ لاس درلود او زیاتره قوت د افغانستان دخلکو سره وو ، خو د احمد شاه مسعود او د هغه د طرفدارو مجاهدینو په راوستلو، ساتلو ، او بیرته چپه کولو کی ټول زور له خارجی قدرتونو سره وو، او د افغانستان خلکو د خپل سرنوشت په ټاکلو کی هیڅ زور نه درلود. او دغه علت دی چی په دوهم ځل کی د سر، مال او ناموس تباهي د سقاو د زوی د پاچاهی سل چنده او عمر یې څو چنده اوږد سو.

د هغو کتابو نومونه چی استفاده ورڅخه سوې ده

انیس، غلام محی الدین. بحران و نجات . کابل ١٩٣١

غبار، میر غلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ. کابل دولتی مطبعه ١٩٦٧

ودان ، فقیرمحمد. دشنه های سرخ ١٩٩٩

Katib,Faiz Mohammad.Kabul Under Siege. Translated to English by Robert.D Mc Chesney. Markus Wiener Publishers New J ersy 1999

Report Amnesty International on Afghanistan 1995

Mohammad Ali. Progressive Afghanistan. Lahore 1933

Wild,Ronald.Amanullah Ex King of Afghanistan 1932

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *