یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / بالاخره طالبانو ډنډ شمالي فتحه کړ
untitleddfdfdffdfdfdfdfd

بالاخره طالبانو ډنډ شمالي فتحه کړ

جاوید علي خېل
د کابل شمال ته د پروان او کاپیسا مربوطات چې شمالي یا ډنډ شمالي هم ورته وایي هغه سیمه وه چې د طالبانو د توپاني پاڅون په وړاندې تر پایه د یوه نه ماتیدونکی کمر په حیث پاته شوه.
طالبانو دری ځله د شمالي د نیولو په غرض پوځي مارشونه وکړل. دری ځلې یې مسعود دالان سنګ له تنګي تیر او په پنجشیر دننه کړ. مګر له لنډ مهالې بریا وروسته به ډیر زر په دې سیمه کې د طالبانو په وړاندې د چریکې جګړې اور په لمبو شو او طالبان به یې بیرته شاتګ ته اړ کړل.
د شمالي د نیولو تاخیر د طالبانو صبر هم پای ته رسولی و. هغوی بیلابیلې هڅې کولې خو شمالي نه فتحه کیده.شاید له ډیرو وجوهاتو یې یوه هم د طالبانو محاسبوي اشتباه و. دوی شاید فکر کاوه چې د جنګ ګټلو لپاره یوازې د ټوپک او زور لاره کافي ده. نو ځکه یې په شمالي کې هم د زور د استعمال بیلابیل ډولونه نندارې ته وړاندې کړل.
خو هاغه متل دی وایي چې (که کور مې وسو دیوالونه یې پاخه شول)په طالبان راغلي امتحان او د مبارزې د لارې غورځو پرځو او ټکرو طالبان هم د تجربو له یوې شتمنې ذخیرې څخه برخمن کړل.طالبان اوس پوه شوي چې په اولس د راج چلولو لپاره تر ټولو اړین شرط د اولس اعتبار خپلول، هغوی ته ځان ورپیژندل، د هغوی باور او اعتماد ترلاسه کول او د هغوی په زړونو کې ځان ته د ځای موندل دي.
شاید د شمالي خلکو به هغه وخت طالبان نه پیژندل. مګر په تیر شپاړس کلنه دوره کې چې اصلا د افغانستان په سیاسي قشر د الله تعالی یو ستر امتحان و طالبانو ټول اولس ته ثابته کړه چې څوک او څه ډول خلک دي؟؟ او د هیواد له نورو سیاسي ډلو او افرادو کوم توپير لري؟ په تیرو شپاړس کلونو کې د نور اولس په شان د شمالي خلکو هم ولیدل چې طالبان کوم پردي او اجنبي خلک نه دي بلکې د همدې خاورې تر ټولو رښتیني، وفادار او ایثارګر بچیان دي.
په دې تیرو شپاړس کلونو کې چې د شمالي ډنډ د واکمنۍ پخواني مدعیان شورای نظار، ټوپکیان او ډالربګیران د صلیبي اشغالګرو په چوپړ بوخت وو، د هغوی لپاره یې د اسلام او افغانیت ټول حدود پایمالول. د هغوی لپاره یې د کرایي جګړه مارانو، جاسوسانو او سیاسي نانځکو رول ترسره کاوه، طالبان کاملا په بل اړخ کې ولاړ و. طالب په دې وخت کې د کفر په ځای د اسلام سنګر ټینګ کړ. د غلامۍ په ځای یې د ازادۍ بیرغ رپاند کړ. امریکایي فرعونیت ته د سر ټیټولو په ځای یې د هغوی مغرور سرونه په خاورو کې ورغړول. دتاریخ د مسخ کولو په ځای یې د تاریخي ویاړنو د تکرار او جهادي حماسو د راژوندي کولو تسلسل ته اوږه ورکړه. طالب د خپل وینو په توپاني سیلاب کې د یرغلګرو د کبر او غرور کښتۍ غرقه کړه. خو اولس یې له تلپاتې غلامۍ، ذلت، سرټيټۍ، بې دینۍ او غربي کفر څخه وساته.
همدلته نو ثابته شوه چې طالب واقعا د اولس تر ټولو وفادار او غیرتمند بچی دی. دا حقیقت په تیره شپاړس کلنه دوره کې په داسې ډول روښانه شو چې نور یې نو د یرغلګرو تبلیغاتي رسنۍ په پټولو او مسخ کولو نه شي رسیدلی.
همدا نن مې په رسنیو کې د کابل شمال ته د بګرام، قره باغ او پروان سیمو د خلګو د مظاهرې انځورونه ولیدل. د شمالي خلکو چې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو په ضد یې شعارونه ورکول په اوږو یې د طالبانو بیرغونه را اخیستي وو. هغوی د بګرام د اډې په وړاندې او د شورای نظار د ډالربګیرانو د سترګو په مخ کې د جهاد او ازادۍ سپین کلیمه دار بیرغونه ورپول او دا یې ثابته کړه چې دوی هم نور د ټول ملت په څیر د استقلال متصديانو طالبانو ته په خپلو زړونو کې ځای ورکړی.
دا چې طالبانو په خپله حکمیانه تګلاره او ویاړمن جهاد سره د شمالي د اولس زړونه خپل کړل. دا فتحه یې د بګرام اډې له فتحې هم ستره او پرتمینه ده. ورته مبارکه دې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *