جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / دادب ګلکڅونه / غزل/ انعام نعيمي
Picture3

غزل/ انعام نعيمي

انعام نعيمي

حالات خراب دي زنده ګي باندې باور نشته
ته خو راغاړې وځه زموږ بل ځل اختر نشته

لیږ به دي وستایي په خوله،زړه کې هیڅ نلري
د نن ســـبا یاران دي چا بانــدې ښـــمر نشته

څه به خوشحاله شوو،د بل ښار په ښکلا کې موږه
څه به ځــان وساتو، چې یار نشته دلبر نشته

د چا د خوږ نظر د دیـد، تندي اخیستی یمه
نن یې خالې ده حجره،نن یې خوږ نظر نشته

وم به خُمار چې ستاڅېره به مې را ښکه په دیوال
اوس دې انځور ګورم اوس هغه شان هنر نشته

د غربت ملا کړې څومره دی بې وسه پښتون
نن یې وړه جونګړه شته خو پکې ور نشـــته

ربه! افغان پښتون ولس کړي ته! یو لاس او مینه
چې غـږ را وشي چې راځۀ هتي بس شر نشـته

انعامه!داځلي دي خدای پاک کړه په خیر راستون
انعامه! زړه دي کړه را صبر بیا سفر نشته
۲۰۱۷/۷/۲

انعام نعيمي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *