جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / ايران خپله رسمي ژبه فارسي کړې  
hadad_pic(

ايران خپله رسمي ژبه فارسي کړې  

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

په ايران کې هم ډېر قومونه شته ترکان دي، کردان دي ،عرب دي ،اذريان … بيادايران مشرانو په دې وگټله ،چې ډېرې ژبې يې نه کړې يوه ژبه يې کړه زمونږ مشرانو دا نه دي کړي اوله دې ډېره موده نه ده تېره ،چې ايران خپله رسمي ژبه فارسي کړې په افغانستان کښې سرداران و،چې ددوى خپله پښتونه وه  زده . دپښتنو زلميان دې  په دې پوه شي او نور دې نه گرموي په ١٣١٥ لمريز کال کښې داکار شوى ،چې ايران خپله رسمي ژبه فارسي اعلان کړه يو اوياکاله کيږي .

په  افغانستان کښې ،چې ظاهر بادشاه واومحمد هاشم صدراعظم و،  په همدغه وخت ايران داکار کړى و. دوى که هم کړى  واى اوس  به ژبې خبره حل شوې وه.

محمدگل خان مومند ،چې دکورنيو چارو وزير و فارسي بندوله بيا ده دومره واک نه درلود خو پخپله يې فارسي نه ويله هغه ته تراوسه فاشست وايي نارينه مشر له ايت الله خامنه يي  خپله خبره  څرگنده وي .

يوه ورځ دکتورهاشميان ،چې په  ژبپو هنې کښې د کتورا لري دپيام افغان په تلويزيون کښې وويل داپښتو ژبه ترفارسي وړاندې ده. يا قدامت لري متعصب تليفون وکړ ويې ويل ته تعصب لرې ،هاشميان وويل : زه نه وايم ژبپوهنه وايي ،ماته همداښودل شوي دي، خو متعصب نه غلى کيده نورې خبرې يې کولې ،هاشميان وويل : ماته علم اجازه نه راکوي بل څه ووايم ځنې پښتنو پښتو  پرېښوده دمړې گېډې فارسي يې پيل کړه .

په افغانستان کښې ،چې دژبې موضوع په خپل وخت حل نه شوه اوس يې خوند وگورئ ،چې ملي يوالى يې ژوبل کړى ،ملي سندرې کښې يې خپل نومونه ننه ايستل بياغوره داده هغه څه  ،چې د 2001 م کال  داکتوبر له اووه مې افغانستان ته راوستل شوي  دمنلونه دي . داسې که ونه شي او پاتې وي که ټول لاړ نه شي ، نو دافغانستان کړاوونه به پاتې وي .

واړه مست شو بد ويل  کـا

وسړيو ته ښکنځل  کــــــا

سل بلاتر خوله وبــــاسي

پـــــــــه تېره چاړه وژل  کا

چې خپل زړه وچاته ورکړي

هغه چارې پـــــــه تاتل  کا

زه به څه ماڼه لــــه چا کړم

په مادا چارې زړه خپل کا

ځان به واچوم وسيندتــــه

څوک به دا هومره زغمل  کا

ده پخپلــــــــه دافتنې  زده

که بدخواه ورته ښيل کــا

نــــــــــه يې وېره دازار شي

نه مې رحم په ژړل  کـــــــا

چېرته ځم ،په چافرياد کړم

څوک به داد زما ددل کــا

بل تاراج نه شته خوشاله !

واړه عشق دى چې نتل کا

داشعر درې سوه کاله وړاندى دى ،اوس هم هماغه ورځ او حال دى ،ځکه راواخيستل شو ،چې زمونږ ستر گې خپلو ځوانو اديبانو ته اوړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *