جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / ملي خائنین هیڅکله د افغان ولس اتلان جوړیدای نشي
cache_2439454054

ملي خائنین هیڅکله د افغان ولس اتلان جوړیدای نشي

 حقپرست
امریکایان چې کله په کوم هیواد یرغل وروړي، نو ورسره هممهاله د دې کوشش هم پیلوي چې د هغه هیواد د پرګنو تر منځ قومي، سمتي او نژادي توپیرونه راوپاروي او زړې دفن شوې شخړې یې په مابین کې راژوندۍ کړي او هغه څیرې پرې د واکمنو او مشاهیرو په توګه ومني چې د هغو په منځ کې ناولی کردار او منفوره ماضي ولري، تر څو له همدې لارې امریکایان وکولای شي په اسانۍ سره د خپل شتون او یرغل غځولو ته لاره اواره کړي او څه یې چې زړه غواړي، له کوم خنډ او مزاحمت پرته يې عملي کړي.
موږ ولیدل چې کله امریکایانو په افغانستان یرغل کاوه نو هغو ډلو ټپلو او څیرو ته یې لاس وراوږد کړ او د خپلو غلامانو په توګه یې ومنل چې یا د پخواني کمونیستي رژیم پاتې شوني وو، یا د غرب او امریکا په هوټلونو او نایټ کلبونو کې مصروفې لویدلې څیرې وې او یا هغه توپک مار او جنګسالاران ول چې د جهاد په نامه یې د افغانانو د څوارلس کلن جهاد پاکې هیلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل، د افغانستان ملي شتمنۍ یې چور او چپاول کړې او د قدرت د ساتلو لپاره یې د خپل منځي جګړو او تباهیو اساس کیښود.
امریکایانو په نوبت دغه پرسوده او لوغړنې څیرې د افغانانو په برخلیک او سرنوشت وګومارلې او له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې د خپل ضرورت او اړتیا له مخې دغه بې ضمیره خلک د قدرت په ګدۍ کینول او پریمانه ډالر یې ورکړل، تر څو هغه مجاهد افغانان وټکوي چې په رګونو کې یې د حریت او افغانیت وینه ګرځي او امریکايي غلامي ته غاړه نه ږدي.
دغه راز امریکایانو د دې لپاره چې په افغانستان کې میشت قومونه د یو بل ابدي دښمنان معرفي کړي او یو بل وغندي؛ نو د تیرو ۱۷ کلونو په اوږدو کې یې کله یو قوم ته دا ذهنیت ورکړ چې ته اکثریت یې او تر بل هر چا زیات حقدار یې چې د افغانستان په برخلیک ټاکلو کې رول ولوبوې، بل قوم یې بیا په دې نوم په شا وټپاوه چې ستا حقوق غصب شوي ته باید میدان ته راووزې، مجادله او مزاحمت پیل کړي.
په همدې ډول یې یو قوم ته وویل چې یوازې ستا مشاهیر د دې هیواد ملي اتلان ګرځیدای شي، بل څوک د دې حق نلري چې ځان ته ملي اتل ووايي؛ نو راووځئ، غورځنګونه وکړئ، اتڼونه واچوئ او شملې وښوروئ!
نور یې بیا دې ته وتړل چې زیاته مرګ ژوبله ستاسې شوې او ستاسې مشر زمونږ د راتګ په لار کې قرباني شوی؛ نو د ملي اتلولۍ او ملي قهرمانۍ حقدار صرف او صرف تاسې یاست؛ نو د کال په فلانۍ ورځ ښه په جوش او خروش راوځئ، برچې او توپکې راباسئ او ژوندي انسانان تر خپلو موټرونو لاندې کوئ!!
د افغانستان په میشتو قومونو او ملیتونو غږ کوو چې د امریکایانو چالونو او فریبونو ته سخت متوجه واوسي، خپل اصیل فهم او درک له لاسه ورنکړي، هغه څوک د خپلو مشاهرو او نومیالیو په توګه کله هم قبول نکړي چې امریکایان یې تاسې ته د ملي اتلانو په توګه معرفي کوي.
د افغانانو ملي اتلان او قهرمانان هغه څوک دي چې د انګریزانو، روسانو او امریکایانو د یرغلونو په مقابل کې خاص د الله تعالی د رضا او د دیني او ملي ارزښتونو د خوندیتوب په مینه او جذبه جنګیدلي وي او شا ته یې سترې حماسې او قهرمانۍ پرې ایښي وي.
نه هغه څوک چې د قوم، ژبې او سمت په خاطر یې وسله راپورته کړې وي، له ورایه د جهاد او اسلام دعويدار وي خو په فکر او عمل کې د انګریزانو، روسانو او امریکایانو تالیڅټي او له سر نه تر پښو د هغوی نوکر وي. موږ باید ویښ واوسو، د قضاوت معیار مو باید دیني مفاهیم او لوړ افغاني ارزښتونه وي، نه قومي او سمتي دلایل او یا هغه تبلیغات چې امریکایان او یا د امریکایانو لوډسپیکرونه یې چې موږ ته کوي. موږ باید په لوړ اواز د اخبره بدرګه کړو او ووایو چې زموږ ملي اتل او ملي قهرمان هغه څوک دی چې جهاد، عمل او ټول کړه وړه یې د الله تعالی د دین د لوړاوي او سربلندي لپاره وي، نه د نورو اغراضو او موخو په خاطر.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *