یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / يوافغان محصل پوځي ټانګ جوړ کړی
sdsadasd-595x330

يوافغان محصل پوځي ټانګ جوړ کړی

په خوست کې يوه محصل چې د ملي اردو يو نمونوي ټانک يې جوړ کړی، له دولته غوښتنه کوي چې د تخنيکي زده کړو وسايل او نور امکانات ورته برابر کړي.دغه ځوان چې رشيدالله نومېږي، د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو کلي اوسېدونکی او اوس مهال په شيخ زايد پوهنتون کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د درېيم کال محصل دی.ده رسنیوته په خپلو خبرو کې وويل چې په خپل نوښت يې د ملي اردو يا د ملي پوليسو يو کوچنی ټانک جوړ کړی، خو که امکانات ورته برابر شي، د تخنيک په برخه کې نور نوښتونه هم کولای شي.هغه زياته کړه: ((دا ټانک يو متر اوږدوالی او نږدې نيم متر سور لري چې له پلاستيکي ټوټو، اهن چادر، ډاينموګانو، د کوچني بايسکل ټايرونو او ځينو نورو شيانو څخه مې په کې کار اخيستی دی((.رشيدالله وويل چې که څه هم تخنيک يې مسلک نه دی، خو له دې برخې سره يې د خپلې ځانګړې مینې له مخې دغه ټانک او ورسره د ملي اردو د عسکرو يو ټوپک جوړ کړی دی.نوموړى وايي: ((په دې موټر کې درې ډاينموګانې نصب شوې، دوې مخکې او يوه شا ته. د برق په وسيله هم مخکې حرکت کوي او هم شا ته. د پاسه پرې دهشکه هم نصب ده چې ټانک ته يې ښکلا ورکړې ده.((دغه ځوان همدارنګه رسنیو ته وويل چې د نظامي برخې له تخنيک سره يې علاقه له پخوا وه، خو د خپلې کورنۍ د اقتصادي مشکلاتو له کبله ډېرو شيانو ته لاسرسی نه شي کولای.ده وويل چې تر دې د مخه يې پر يوې کوچنۍ چورلکې هم کار کړی و، خو دا چې  پرزې او وسايل يې پيسو ته اړتيا لري، کار يې په نيمه کې پاتې شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *