چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دايت الله خامنه يي خوندورې خبرې
hadad_pic(

دايت الله خامنه يي خوندورې خبرې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))
دفارسي ژبې په برخه کې  دايت الله خامنه يي خوندورې خبرې
دايران ملي روحاني لارښود آيت الله خامنه يې دوږي په ديارلسمه کال ١٣٨٦ لمريز په تهران کې دايران ځوان ساينس پوهان خپل حضورته غوښتي و،اوهغوى ته يې اوږده وينا وکړه ،خامنه يې هغه علمي اختر اعات يادکړل ،چې ايرانيانو کړي له اتومې انرژي نه نيولې تر روغتيايي چارو پورې دنړۍ په کچه ،چې لاسته راوړنې دلودې.
ملي هېواد پال ،هېوادمل روحاني شخصيت په خپلو خبروکښې ديوه ملي لارښود په توگه داسې وويل : ” په يوه پېر کښې ،چې څلوېښت کاله به ونيسي دايران ساينس پوهان به دومره پرمخ ولاړ شي او په فارسي ژبې به کتابونه وليکي ،چې اروپايان او امريکايان به ددې لپاره چه ستاسو له ليکنو گټه واخلي فارسي ژبه به زده کوي ” دغه ته وايي ملي روحاني لارښود اوباباى ملت ،څومره سترې هيلې دخپل ملت دپاره لري ؟ زمونږ دافغانستان لوى خلک څادرونه غوړولي : خپل پوځ راوليږئ ،چې پښتانه ووژني ،وسله راکړئ ،عسکر وروزئ ،ډوډوئ راکړئ، ډالرې راکړئ ،تيل راکړئ بريښنا راکړئ اى دخداى دوستانو انگلسيانواو امريکايانو .. (!)
که څوک پښتو ووايي فاشيستان دي ،افغانستان ته خراسان ووايئ اوفارسي ووايئ ،خپل مشران د دسقو زوى احمد شاه مسعود وبولئ ، فهيم دوستم ،قانوني ،محقق، سياف ،رباني وبولئ تارياک وکرئ اخلاق مه پېژنئ .امريکا انگليس راسره دي مسلمانان مو دښمنان دي، پښتانه فاشيستان دي هره ورځ دطالبانو په نامه عام وگړي وژل کيږي طالبان القاعده دي القاعده تروريستان دي که دپښتنو په دښمنۍ کښې دسيسه ده همداده تاريخپوه ښوونکى هرمهال چارې ښيي ،تاريخپوهان وايي ،چې لومړى استعمار دمغلو و ،چې داباديو ودانۍ نښې يې اوس هم اوڅار دي. او انگليسانو له دوى نه ډېر څه زده کړل ،چې څنگه يوپښتون په لاس کښې ونيسه او بل پښتون ورباندې ووژنه داچارې اوس شته دغه اتل ډالر مست جنرالان ډېر يې پښتان دي کرزى هم پښتون دى ،خوبيا څه کوي ؟ نور پښتان وژني .
خوشحال خان خټک ددې چارو حکيم دى پښتانه دې دى وپوښتي ځکه ده مغلي استعمار سره پنجه ورکړې وه . دتوري او قلم خاوند و. دى دومره دوخت په مزاج پوه شوى و ،چې بل به هسې پوه نه وي.
پښتانه وايي دميړني ميړانه مه وژنه . آيت الله خامنه يي ډېره ښه خبره کړې او ښې هيلې يې دايران لپاره زړه کې روزلي آيت الله خامنه يي کرزي ته ويلي و.
افغانستان ته ترهغو امن نه راځي څواروپايان امريکايان له افغانستان څخه وتلي نه وي او کرزى وايي که اروپايان او امريکايان ،چې نوي طالبان بېرته راځي ،که طالبان بېرته راشي بيا څه پېښيږي؟ امن به راشي فساد به ورک شي رشوت به نه وي دتاريخ په تله کښې داخبرې تلل کيږي ،چې څوک څه وايي؟
دومره پندونه ،چې زمونږ تاريخ کښې دي بل کښې نه شته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *