چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / مجلة الأحکام، قفهې ضرورت، او له علماو یوه تمنا!
a2aa70f2-a373-4aa7-ba31-23a8979fef58

مجلة الأحکام، قفهې ضرورت، او له علماو یوه تمنا!

دخلافت عثماني یو ځلانده ستوری، چې له ١٨٥٦-١٨٥٥م پوري پنځه ځله دعثماني دولت په عدلیه وزارت، درې ځله يې دتعلیم او تربیې په وزارت او دا شان يې دکورنیوو بهرنیو او ذراعت په وزارت کې دندي تر سره کړي ده.
أحمد جودت باشا چې د ١٨٢٢م کال دمارچ دمیاشت په ٢٧ نیټه يې نړۍ ته سترګي غړولي، دپلار نوم يې اسماعیل آغا وو، پلار يې ددولت عثماني دمجلس الاداري غړیتوب هم درلود، او دمور نوم يې عائشه خانم وو، چې دمشهوري کورنۍ (توبوز أغولاري) سره يې تړاو درلود.
دنولسمي پيړۍ په نیمايې کې، ددولت عثماني ډیریو قانون پوهانو دا فیصله وکړه، چې دفرانسې مدني قانون دي، وترکي ژبي ته وژباړل سي، او په ټول سلطنت کې دي دستور العمل وګرزول سي، په مقابل کې یوازنی مشهور عالم أحمد جودت باشا ودرېدی او مخالفت وکړ، په خپله خبره کې کامیاب هم سو، په دولت يې دا منظوره کړه، چې مدني قانون باید اسلامي وي، ددې خبري دپوره کولو لپاره يې د(مجلة الأحکام العدلیة) دجوړولو فکر وړاندي کړ، او عملا يې کار ورباندي پیل کړو.
دجودت باشا تر ټولو مشهور اثر (مجلة الأحکام العدلیة) دی، چې دده دمفکوري سره سم، دده تر مراقبت لاندي ډیری علماو پوره لس کاله، له ١٨٧٨-١٨٦٨م پوري کار ورباندي وکړ.
دمجلة الأحکام العدلیة داهمیت له امله، سلطنت عثماني د ١٢٩٣هـ کال دشعبان په میاشت کې دا فیصله وکړه، چې دمحاکمو فیصلې به دمجلې سره سم ترسه کیږي، ددولت عثماني تر پایه پوري ټول سلطنت کې دمجلې پر بنیاد مدني، قضايې، او تجارتي فیصلې کېدلې.
مجلة الأحکام او دفقهي نوی پړاو:
تاریخ پوهان لیکي: چې دفقهي اسلامي په تاریخ کې، دا اولنی ځل لپاره دمذهب حنفي مطابق فقه اسلامي دقانون مدني په بڼه تر تیب سوه.
له همدې امله دفقهي په تاریخ کې یو نوی باب پرانستل سو، علما چې فقهي ته دادوار په لحاظ سره ترتیب ورکوي، دمجلة الأحکام العدلیة له امله دهغې دور ته په فقه اسلامي کې، دیو ځانګړي دور قایل دي.
عالم ګیر باچا او فتاوی هندیه:
دعالم ګیر باچا په وخت کې هم دعلماو داجتماعي صلاحیت څخه په ډيره ښه اندازه کار واخیستل سو، او دعالم ګیر باچا په حکم سره، دشیخ نظام الدین برنهاپوري په مشرۍ دفتاوی الهندیة یا فتاوی عالم ګیریه په نوم دفقهي مشهوره فتاوی دهدایة شرح البدایة المبتدي له ترتیب سره سم ترتیب سوه.
له امارت اسلامي څخه یوه تمنا:
دافغانستان په تاریخ کې دعلماو یو سرتاسري اتحادیه چې په ټول ملک کې ډیره مؤثره وي، دطالبانو دحکمراني له وخته پیل سوه، چې تر اوسه لادوام لري، دملک په سویه دا منو چې مشکلاتو، جنګونو او یرغلونو سره مقابله لاس په لاس روانه ده، خو ددې تر څنګ به دا هم نه هیروو، چې دطالبانو داسلامي تحریک په وخت کې علماو ته يوه ډیره زریرنه موقع میسره وه، هلته له دې څخه هیچا هم یوه اجتماعي فایده پورته نکړه.
اوس هم وخت ندی تېر، دامارت اسلامي سره داسي جید او ممتاز علما عملا او یا عقیدتا تړاو لري، چې په هغوی کې دعلم او قلم خاوندان داسي وتلي او مشهور کسان شتون لري، چې په انفرادي ډول دمجلې په شان دکتابو دلیکلو توان الله ورکړی دی.
که امارت اسلامي دتعلیم او تربیې دکمیسون په سرپرستي کې دتالیف او تصنیف یوه داسي قوي څانکه تشکیل کړي، چې په هغه کې دملک په سطحه جید علماو سره را جمعه، او دهغوی صلاحیتونه پر یو ځای استعمال سي، دحالاتو سره سم دا هم لازمه نده، چې ټول به په یوه ځای او یو دفتر کې سره را جمعه وي، بلکي نن سبا دوسایلو په استعمال سره دا ممکنه ده، چې له لېري واټنه هم دیو فکر لپاره کار وکړای سي.
په جدید عصر کې تجارت او معاملات دونې پيراخ او وسیع سول، چې دنړۍ له ګوډ-ګوډ سره دیو او بل تجارتي تړاو له امله، دعلاج معالجې او نورو ډيریو مسایلو کې ضرورت سته چې کار ورباندي وسي.
زموږ علما خپله دهر څه صلاحیت لري، خو یوازي او یوازي رهبري او سرپرستي ته اړتیا لري، چې دا کار په امارت کې دخِیل علما تر هر چا په ښه انداز تر سره کولای سوای، که هغوي په دې کار کې خپل ځان استعمال نه کړي، تاریخ به هم له دوی ګیله کوي.
دامارت اسلامي دریم او تر ټولو زرین دور:
امارت اسلامي په خپل مسیر کې حالا تر دریم او ټولو زرین پړاو څخه تېرېږي، هغه دا چې دامارت اسلامي په رأس کې دملک په سطحه یو مشهور، نامتو او شیخ الحدیث عالم قرار لري، دهغو ټولو ځانګېړنو سره-سره چې الله رب العزت مخکنیو امیرانو ته ورکړې وې، دریم امیر المؤمنین ته الله رب العزت هغه څه ور په برخه کړي دي، چې تر ده وړاندي هغو ندرلودل، نو که دده په امارت او دور کې دعلماو دصلاحیتو څخه په ښه معنا کار واخیستل سي، هم به مو علمي یاد ژوندی پاته وي، او هم به مو راتلونکو ته یو داسي کار نامه تر شا پرې اېښې وي، چې دهغوی به علمي تنده ورباندي ماته وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *