جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / استاد شپون، د ننني پښتو نثر پاچا
vvvvvvvvvvvvvvvv

استاد شپون، د ننني پښتو نثر پاچا

صدیق الله بدر

په پارسي كې يو متل دى، چې وايي، هر سخن جايي و هر نكته مكاني دارد. دا هغه په ځاى خبره ده، چې په هره برخه كې پوره صدق كوي. موږ بايد هره خبره سنجيده او پرخپل ځاى وكړو، داسې نه شي، چې زموږ خبره كومه اساسي ريښه ونه لري او د چا د وخت د ضايع كېدو او بې ځايه پارونې سبب وګرځي. په ادب كې هم، كه زموږ هدف حتی په شديد ډول د كوم منفي يا مثبت خوځښت په وړاندې د چا د احساساتو راپارول وي؛ دلته هم په كار ده، چې پر خپلو احساساتو كنټرول ولرو، ځكه دا د دې سبب ګرځي، چې موږ خپله خبره په سمه، دقيقه او اساسي بڼه د يو چا غوږ ته ورسوو. دا اصل موږ ته دا رازده كوي، چې خپله خبره واضحه، دقيقه او په خپل كنټرول كې وساتو او بيان مو يوازې او يوازې احساساتي نه وي. په همدې موخه دا ځل د پښتو د معاصرو ادبياتو هغه صاحب سبك او مخكښ ليكوال درپېژنو، چې د شاعر او ليكوال احساساتي كېدل د هنر له پوړه رالوېدل ګڼي:(( زما په نظر شاعر يا ليكوال حق نه لري، چې احساستي شي. ځكه دى خو هنرمند دى، داسې يو ظريف او نفيس شى ورسره دى، شيشې دي ورسره او دا سره پيي. كه احساساتي شو، كنټرول له لاسه وركوي او كه كنټرول له لاسه وركړي دا بيا ورنه ماتېږي.))

دا صاحب سبك شاعر او ليكوال ښاغلى استاد سعدالدين شپون دى، چې كيسه يوازې په طول او عرض نه، بلكې د كيسې د ژوند ارزښت په ګوته كوي: (( كيسه يوازې اوږدوالى او سور نه لري، يو درېيم بعد دى. همدغه بعد يې، چې دى د ژوند ارزښت يې دى.))

پېژندنه

استاد سعدالدين شپون د ارواښاد قاضي برهان الدين زوى، له نن څخه څه دپاسه اووه لسيزې مخكې د كندز په خان آباد كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په خان آباد او منځنۍ يې د كابل د حبيبيې په ليسه كې تر سره كړې دي. په ۱۳۳۹لمريز كې د كابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي كې شامل او له نوموړي پوهنځي څخه تر فراغت وروسته يې په ۱۳۴۳ لمريز كې په پښتو ټولنه كې رسمي دنده پيل كړه. په ۱۳۴۴ لمريز كې امريكې ته لاړ او هلته يې د نقد او ښكلو هنرونو په برخه كې ماستري واخيسته. يو كال وروسته، چې بېرته هيواد ته راستون شو، په كابل پوهنتون كې استاد وټاكل شو او دغې دندې ته يې د داوود خان تر جمهوريته پورې دوام وركړ. خو دا چې له تدريسي چارو سره يې پوره مينه درلوده، په غير رسمي ډول يې وخت ناوخته تدريسي چارې پر مخ وړلې.

د ۱۳۵۷لمريز كال په وروستيو كې له هيواده ووت او امريكې ته لاړ، كله چې روسانو پر افغانستان يرغل وكړ، استاد پېښور ته راغى او د جهادي كړيو په فرهنګي برخو كې يې ونډه واخيسته. په ۱۳۶۰ لمريز كې ډنمارك ته لاړ او د نوموړي هيواد په يوه پوهنتون كې يې د كلتوري رغونپېژندنې تدريس پيل كړ. په ۱۳۷۲لمريز كې يې په امريكا غږ راډيو كې دنده واخيسته او تر ۱۳۸۲ لمريزه پورې يې دا دنده تر سره كړه. استاد اوس اوس په افغانستان كې دى او له دوو كلونو راپه ديخوا بيا هم په تدريسي چارو بوخت دى او د ماسترۍ د دورې محصلينو ته زده كړه وركوي.

استاد په تاند زلميتوب كې ادبي دنيا ته مخه كړې او د خپلو نورو همعصرو اديبانو په څېر دغې دنيا ته د شعر له وره راننوتى او د پرخه په ترخه په نامه يوه شعري ټولګه لري، خو دا چې يوازې د شعر په ذريعه يې خپل احساسات نه شواى بيانولاى نو يې ډېر ژر د هنر بله ملكه خپله او پر داستان ليكلو يې پيل وكړ: (( ما هم د شعر له وره لاره پيدا كړله، اوله كې يو څه شعرونه، نه ورك يې كړه نظمونه ورته وايه، دا مې ليكل. بيا يو څه دغه نظمونه مې داسې كړل، چې خلكو خوښ هم كړل، يو څه مې خپله جوړول او يو څه مې د نورو نه پټول. بيا دا د مجاور احمد زيار په خبره يوه ټولګه مې خپره شوه، چې پرخه په ترخه نومېده. خو پس ته بيا زما حرص زياتېده، هغه څه چې ما غوښتل د هنر له لارې افغانانو ته يې ووايمه، په نظم كې نه ځائيدل، قافيه، وزن او دې شيانو ډېرې هتكړۍ رااچولې وې، نو بيا مې نثر ته مخه كړه.))

تر اوسه د استاد شپون، څو داستاني كتابونه چاپ او خپاره شوي دي، چې شين ټاغى، ګټيالى او د څمڅې ياران يې ناولونه او د بنګي غاړه يې د لنډو كيسو ټولګه ده. وو نه وو يو شپون و، د هغه ژوند ليك دى، چې سر تر پايه داستاني خوند او رنګ لري. همدارنګه استاد شپون د نامتو فرانسوي ليكوال همينګوې د سيند او بوډا په نامه داستاني اثر په پښتو ژباړلى او چاپ كړى دى.

استاد شپون په دې اند دى، چې شاعر او ليكوال بايد هغه څه ووايي او وليكي، چې لوستونكي پرې باور او اعتماد وكړي او د هغه د ژوند هنداره وي: (( زه په دې نمط يم، چې لوستونكي ته مصنوعي شى مه وركوه. يا داسې شى مه وركوه، چې لوستونكى فكر وكړي، چې دا ناممكنه شى دى او داسې نه شي پېښېداى. كه د بدر نوم نه شې وركولى، د زيد نوم خو وركولى شې، مګر دا كيسه بايد پېښه شوې وي او يا يې د پېښېدو امكان ډېر زيات وي او كه پېښه شي څوك دې تعجب نه كوي.))

ليكوالي

كله، چې د استاد شپون پر نثر د خبرو دريڅه پرانيزو، لومړى تر هرڅه د هغه د نثر خوږلني مو له ځانه سره وړي، د ده نثر په عين ساده ګي كې تصويري بڼه لري، داسې تصويري بڼه، چې يو څه زموږ سترګو ته دروي او خوند ترې اخلو. دا هغه خصوصيت دى، چې د هرې ليكنې په تېره د داستان لپاره ډېر مناسب ګڼل كېږي. اسدالله غضنفر د ده په نثر كې د همدغه خصوصيت يادونه كوي او وايي، چې د استاد شپون نثر تر نورو اكثرو نثر ليكونكو او د نثر تر استادانو ډېر تصويري او انځوريز دى:(( د ده د نثر يو مهم خصوصيت دا دى، چې تصويري دى، د ده په نثر كې اكثره وخت يو څه وينو او يو څه احساسولى شو. دا البته د داستان لپاره ډېر مناسب نثر دى. خو د مقالې لپاره هم همداسې ښه ده، كه يو څه چا ته وراحساس كړاى شو او يوه موضوع د چا سترګو ته ودروو، نو دا تر دې ډېره بهتره ده، چې كلي بافي وشي او يوازې عمومي مفاهيم بيان شي.))

غضنفر د پورته يادو خصوصيتونو په نظر كې نيولو سره استاد شپون، صاحب سبك ليكوال راپېژني او وايي:(( د استاد شپون د نثر په باره كې، چې غږېږو نو لومړى تر هرڅه بايد دا خبره وكړو، چې دى د سبك خاوند ليكوال دى. له صاحب سبك نه منظور دا دى، چې د نورو نثرونو په منځ كې د ده نثر له ورايه پېژندل كېږي، حتى كه د ده نوم هم ورباندې نه وي ليكل شوى نو بلد لوستونكى ورته متوجه كېږي، چې دا د استاد شپون ليكنه ده.))

غضنفر د استاد سبك ځانګړى ګڼي او د ځانګړتيا په اړه يې وايي: (( د دغه سبك او د دغه طرز يوه مهمه ځانګړنه دا ده، چې استاد په غير رسمي نثر او په غير سركاري ژبه، په ژوندۍ او د خلكو په ژبه غږېږي او اسانه لغتونه انتخابوي. لوستونكى نه مجبوروي، چې ډكشنرۍ ورپسې وګوري، د جملو طرزونه يې هم تروسه وسه هغسې وي، لكه څنګه چې خلك په طبيعي او په ژوندۍ خبرو كې هغه جملې استعمالوي.))

د غضنفر په نظر دا طرز ځكه مهم دى، چې خلك يې د پردي توب احساس نه كوي او خپل يې ګڼي:(( د دغه طرز بركت دا دى، چې خلك د ده نثر، د ده ژبه او د ده طرز خپل احساسوي او په ليكوالۍ كې دا ډېره مهمه خبره ده.))

د غضنفر په باور د استاد شپون د بري راز په دې كې نغښتى، چې نوې خبره د ولس په ژبه كوي: (( په افغانستان كې ډېرو ليكوالو او ډېرو روشنفكرانو ډېرې خبرې كړې دي، خو خلكو د دوى خبرې خپلې نه دي ګڼلې. دا په دې دليل نه، چې د دوى خبرې نوې وې. زما په نظر خلك نوې خبرې غواړي، نوې خبرې خوند وركوي، خو د دوى ستونزه دا وه، چې نوې خبرې يې په پردي انداز كړې دي. خو استاد دا كار نه كوي، ده ډېرې نوې خبرې خپلو خلكو ته د دوى په خپله ژبه كړې دي نو ځكه د ده ژبه، د ده خبرې او د ده مفاهيم خلك خوښوي.))

حفيظ الله غښتلى همدا خبره په بله بڼه كوي: (( شپون صاحب په خپلو ليكنو كې كه هغه يې خپل ژوندليك ليكلى، كه يې كيسې ليكلې دي، نثر يې ډېر خوږ دى. زه، چې كله د ده نثر اورم يا لولم فكر كوم دى زموږ په كلي كې ناست دى او زموږ د كلي كيسه كوي. سړى ډېر راكاږي او غواړي، چې هغه ولولي او د خپل ژوند كيسه د ده په كتاب كې ومومي. زه فكر كوم د شپون نثر دومره بريالى دى، چې عام كليوال، هغه چې دومره سواد هم نه لري، ګورم، چې غواړي د ده كتاب ولولي.))

د هر لوى ليكوال او په تېره د داستان ليكونكي كمال په دې كې نغښتى، چې د هغه نثر د هغه د نثر كلمات او تركيبونه د سړي په ذهن كې يو شى تداعي كړي او د هغه شي تصوير په ذهن كې انځور شي. ادبپوهان، دغه ډول نثر تصويري نثر راپېژني او په دې نظر دي، چې د دغه نثر خصوصيت دا دی، چې يو څه د سړي سترګو ته دروي او د مکان ښه انځوروونه په کې کېدای شي. مصطفى سالك د استاد شپون په نثر كې همدغه كمال ته نغوته كوي او وايي:(( لنډه كيسه كې يو كمال دا وي، چې څوك كيسه ليكي د هغه نثر بايد تصويري وي، هغه څه، چې وايي هغه يې بايد په خپلو جملو كې انځور كړى وي. شپون صاحب، چې هر څه په خپلو ناولونو او كيسو كې انځور كړي دي، داسې نه دي، چې صرف خبرې دي او سړى يوازې خبرې اوري، بلكې هره خبره يې، چې اوري د هغه په ذهن كې يو تصوير ورسره جوړېږي، يو عكس ورسره جوړېږي، دا د شپون صاحب كمال دى او دا يې ډېره په ښكلې او ښايسته ژبه كې ليكلي دي.))

استاد دا ډېر كلونه له وطن لرې و، داسې ګومان كېده، چې په دغه بهير كې به له خپل ولس نه د لرې والي له وجهې د ده په ولسي ژبه كې يو څه تغيير او بدلون رامنځته شوى وي، دا خبره ځكه مطرح كېږي، چې په تېرو دېرشو كلونو کې مو ډېرې داسې تجربې لرلې دي، حتى ځينو خو بيخي خپلې ژبې هېرې كړې دي، خو استاد هماغه شپون و، چې تللى و او هماغه شپون بېرته راستون شو. ولسي خوي و بوي لري او د نثر ژبه يې هم د كليوالو ژبه ده. يعنې استاد په دغه اوږد بهير كې په خپلو نثري ليكنو او هڅو سره تر ننه پورې زموږه كليواله او ولسي ژبه روغه او ژوندۍ ساتلې ده. سالك هم په همدې ګروهه دى او وايي، چې استاد شپون په خپلو ناولونو او لنډو كيسو كې د كليو ژبه ژوندۍ ساتلې ده:(( په داسې حالت كې، چې خلك د ښاري كېدو په طرف روان دي او ځينې راپورونه وايي، چې په راروانو څو كلونو كې به د دنيا نيم نفوذ په ښارونو كې اوسېږي، په ښارونو كې له خلكو نه هغه كليواله ژبه، چې كومه ده هېرېږي، هغه ژبه، چې په كلي كې ويل كېږي، هغه ضرورتونه، چې په كليو كې دي، د ښار له ضرورتونو څخه فرق كوي. هغه ژبه شپون صاحب ژوندۍ ساتلې ده او د ژوندي ساتلو هڅه يې كوي.))

عبدالغفور ليوال هم په دې اند دى، چې د استاد شپون د نثر ژبه د ولس ژبه ده:(( نثر يې د خلكو ژبې ته ډېر ورنږدې دى، يعنې هركله، چې تاسو د ښاغلي شپون كيسې لولئ فكر كوئ، چې پيتاوي ته ناست ياست او د كلي كوم سپين ږيرى درته نكل كوي. د استاد په كيسو كې همدغه طبيعي والى يو خاص خوند لري او له همدې كبله دى، چې د ښاغلي شپون نثر يو ممتاز او ځانګړى نثر دى.))

ښه ليكوال هڅه كوي، چې د خپل نثر لپاره كلمات غوره او هغه پر خپل ځاى وكاروي او د هرې كليمې له استعمال سره مسوولانه چلن وكړي. غضنفر، استاد شپون همداسې يو ليكوال راپېژني او وايي: (( د ګړنۍ، عادي ژبې يو جنجال دا وي، چې اكثره وخت دقت په كې نه وي او يو مفهوم په كې ګونګ بيان شي. خو استاد د عادي خلكو برعكس، يوه کليمه په داسې ډول استعمالوي، چې د هغه مفهوم د رسولو لپاره تر هغه بله ښه کليمه نه وي. يوازې کليمه نه بلكې هغه د جملې طرز يې داسې وي، چې د هغه مفهوم د رسولو لپاره هغه دى، چې څه ويل غواړي، د هغه لپاره ډېر زيات مناسب وي.))

غضنفر وړاندې د يوه فرانسوي ليكوال يادونه كوي، چې ويلي يې دي د كلماتو په انتخاب كې بايد ډېر دقت وشي: (( زه چې د ده د نثر دې خصوصيت ته ګورم، نو اكثره وخت د فرانسې د نولسمې پېړۍ د يو ډېر نامتو نثر ليكونكي او ناول ليكونكي ګوستاوفلوبر، يوه جمله راپه يادېږي، چې غواړم دلته يې هم تكرار كړم. ګوستاو فلوبر وايي: د ويلو لپاره، چې څه لرې، د هغه څه لپاره يوازې يوه کليمه ده، چې بيانولى يې شي، يوازې يو فعل دى، چې خوځولى يې شي او يوازې يو صفت دى، چې توصيفولى يې شي. نو په كار ده، چې د هماغې يوې کليمې په موندلو پسې وګرځې او دومره ورپسې وګرځې، چې بلاخره پيدا يې كړې. دا ښه خبره نه ده، چې په داسې كلمو قانع شې، چې هماغه نه وي، خو هماغه ته ورته وي.))

د دې ټكو په يادولو سره غضنفر صاحب دا هم وايي، چې استاد شپون، هماغه يوه کليمه پيدا كوي، چې د ده د مفهوم لپاره مناسبه ده. غضنفر وړاندې وايي: (( همدا علت دى، چې د ده په نثر كې دقت او وضاحت هم زيات دى او د ژوندۍ ژبې احساس هم په كې ډېر كولى شو.))

د نورالحبيب نثار په اند د استاد شپون د بري راز په دې كې نغښتى، چې هغه ځانته د ليكوالۍ ځينې اصول ټاكلي: (( استاد شپون ځوانانو ته توصيه كړې ده، چې څنګه كولى شي يو ښه او كامياب نثر وليكي، ده د هغه لپاره څه مقررات ښودلي دي، مثلاً ده ځوانانو ته تل دا ويلي، چې ځانونه له سياسي تمايلاتو لږ لرې وساتي. هغه هم د دې لپاره، چې سياسي تمايلات يې پر ليكنو اغېز ونه كړي. يعنې څوک، چې ليكل كوي صرف او صرف موضوع ته وفادار واوسي او د ليكنې ژبې ته توجه وكړي. د ځينو اصولو په ټاكلو سره استاد ښه او كامياب نثرونه ليكي.))

ځينې كيسه ليكوال او كره كتونكي د استاد شپون د نثر يو بل كمال د هغه طنزي انداز په ګوته كوي او هغه هم طبيعي انداز. استاد د خپل طنز په بركت موږ د پېښو، موضوعاتو او د ژوند ژورو ته كاږي، له طنز يې يوازې دا مطلب نه دى، چې موږ وخندوي. ليوال د استاد په نثر كې همدې ښكلا ته ځير شوى او په دې باور دى، چې د استاد طنز طبيعي خوند او رنګ لري:(( ښاغلى شپون د خپلو كيسو او ناولونو په سرتاسره برخه كې يو ډېر طبيعي او پټ طنز كاروي، چې موږ خندوي خو كه پسې وګرځو، داسې څه په كې نه شو پيدا كولى، چې هغه مصنوعي او تپل شوى طنز يې وبولو.))

د ليوال په اند دغه طنز د استاد په جملو او داستاني تصويرونو كې په ډېر ماهرانه ډول پټ شوى وي، ليوال دا پر استاد شپون پورې منحصره ځانګړنه په ګوته كوي.

غضنفر د شپون صاحب په نثر كې طنز، د ژوند د حقايقو تل ته د كوزېدو په معنى اخلي، نه د شوخۍ او خندا لپاره. غضنفر وايي:(( د استاد شپون په نظر ژوند تر دې ژور دى، لكه څنګه، چې يې په ظاهره وينو. دى د ژوند عمق ته متوجه دى، زما په خيال هر څوك، چې په اوسنۍ دنيا كې ژوند كوي او اوسنۍ دنيا يې احساس كړې وي، هغه به د استاد شپون غوندې دنيا يوستوې نه ګوري، دنيا به يوه نرۍ لاره ورته نه ښكاري او دنيا به ورته يو ډول نه ښكارېږي، بلكې تر پردو لاندې پردې به په كې ويني. متضاد او متناقص كيفيتونه به په كې ويني. د استاد ژور نظر همدې نتيجې ته رسيدلى دى، چې كه غواړو دا پېچلې دنيا سمه او په دقت سره انځور كړو، نو بې طنزه ممكن بله لاره نه وي او كه وي هم نو طنز به يوه بهترينه لار وي.))

كيسه ليكوال او غزل سالار استاد محمد صديق پسرلى د استاد شپون د نثر ټولې ځانګړنې په يوه جمله كې رانغاړي او وايي: (( نثر يې روان دى، خوږ دى، تكلف نه شته په كې، جملې يې انتخاب شوې دي، يو نيم طنز هم لري، چې هغه هم يوه مالګه وركوي.))

د استاد پسرلي په نظر هم د استاد شپون نثر زياتره نوې خبرې لري، استاد وايي: (( نويوالى كه هر په طرز كې وي، خلك يې خوښوي. په داسې ډول هغه نثر هم ورسره خوندور شي، چې خامخا اثر به يې بيا ډېر وي.))

د كيسه ليكلو لومړى ګام د موضوعاتو انتخاب دى، استاد شپون په دې برخه كې ډېر جدي ليكوال ښكاري او هغه موضوعات د خپلو كيسو او ناولونو لپاره غوره كوي، چې له ملي، سياسي او كلتوري ارزښتونو نه برخمن وي. نثار په همدې نظر دى:(( د شپون صاحب د كيسو موضوعات عموماً د افغانستان، د دې دېرشو څلويښتو لا پنځوسو كلونو د سياسي حالاتو او اجمتاعي كلتوري پديدو په تحليل و تفسير كې دي. زه چې ورته ګورم تر ډېره ټوله توجه او فوكس يې بالخصوص د افغانانو د روحياتو، د دوى د فرهنګي ارزښتونو او هغه سياسي، اجتماعي او ملي مسايلو باندې دي.))

تكړه كيسه ليكوال د موضوع تر ټاكنې وروسته د كيسې يو بل اساسي انتخاب هم په نظر كې نيسي، چې هغه ليدلورى دى. ګڼ شمېر كيسه ليكوال، ادبپوهان او كره كتونكي د يوې كاميابې كيسې لپاره متكلم ليدلورى غوره ګڼي. د غضنفر په وينا کله، چې د استاد شپون په داستاني اثارو غږېږو، دغې موضوع ته ښه ځير كېږو، غضنفر وايي: (( زما لپاره د استاد په داستاني اثارو كې يو ډېر جالب ټكى، چې زما په خيال ځوان كيسه ليكونكي بايد ورسره بلد شي، هغه د ليدلوري انتخاب دى. دى معمولاً متكلم ليدلوري انتخابوي، يعنی په ډېرو كيسو كې يې هغه څوك، چې كيسه را اوروي، دغه راوي په خپله د كيسې يوه برخه وي. هغه په كيسه كې شامل سړى وي.))

غضنفر، وړاندې وايي، چې نور ليكوال هم دا كار كوي، خو د استاد په څېر كاميابه نه دي او هغه په دې دليل، چې: (( موږ په پښتو كې ډېرې داسې كيسې لرو، چې راوي يې متكلم وي، خو استاد چې كومې كيسې ليكلي دي د هغو دغه متكلم ليدلورى ډېر كامياب وي، ولې كامياب وي؟ دا ځكه، چې زموږ د اكثرو كيسو متكلم په اخلاقي لحاظ او هم د پوهې په لحاظ په يو څه برتره موقعيت كې وي.))

د غضنفر په نظر د استاد شپون د كيسو راوي پر نورو وګړو اخلاقي برتري نه غواړي، غضنفر وړاندې وايي: (( كله، چې يو څوك د ځان په حصه كې خبرې كوي، كه د ځان تعريف ونه كړي، خبرې يې پر لوستونكو ښې لګېږي.))

دا هغه ښيګڼه ده، چې لوستونكي له يوه داسې راوي راضي وي او باور پرې كوي. غضنفر په دې اړه په دې نظر دى، چې په نتيجه كې لوستونکی ورسره ډېر زيات خوشاله وي او داسې فكر كوي، چې يو داسې څوك ورته دا حقيقت بيانوي، چې هغه د دوى غوندې يو څوك دى او هغه تر دوى بر او مهم نه دى. غضنفر وايي: (( زما په نظر كه نور ليكوال او زلمي ليكونكي، د متكلم ليدلوري دغو خصوصياتو ته پام وكړي، نو دوى به د سفرنامو په ليكلو كې، د اټوبايوګرافيو په ليكلو كې او د كيسو او ناولونو په ليكلو كې لا كامياب وي.))

كركټركښنه، د استاد شپون د كيسه ليكنې يوه بله ځانګړنه ده. استاد كركټرونه داسې انځوروي، چې د واقعي شخصيتونو ګمان پرې كېږي او هغه ټول خپل احساسوو او په پېښو كې ځان ورسره شريك وينو. ليوال د استاد د كيسو كركټرونه ډېر طبيعي راپېژني: (( كركټرونه يې طبيعي دي، يعنې واقعي شخصيتونو ته ډېر ورته دي. د هغه د داستانونو كركټرونه هم مثبتې ځانګړنې لري او هم منفي. كټ مټ لكه د ټولنې له منځه، د انتخاب شويو شخصيتونو په څېر دي.))

نثار د استاد شپون د كيسو كركټرونه، د افغاني ټولنې نماينده او د عملي ژوند استازي بولي، هغه وايي: (( حتى نومونو ته يې هم، چې ګورې داسې نه دي لكه زموږ كيسه ليكوال، چې ډېر عصري نومونه ږدي، لكه تورپيكۍ او ملالۍ، خو د ده د كركټرونو نومونه، چې وګورې مثلاً بس بي بي هم په كې وي او شاه ببو هم. هغه نومونه بې له دې چې زموږ ليكوال ورته فكر وكړي، چې نه ډېر اهنګين دي او نه ډېر ښكلي دي، زه به دا نوم ورته ږدم. د ده نومونه ډېر خيالي او مثالي نه دي.))

نثار دا نظر هم لري، چې كه د استاد كركټرونه ډېرې ښېگڼې لري، عيبونه يې هم ښودل كېږي: (( د ده كركټرونه مثالي كركټرونه نه دي، بلكې د عملي ژوند استازي كركټرونه دي.))

پورته ياد خصوصيتونه د دې سبب ګرځېدلي، چې د استاد شپون ټولې كيسې د عوامو او خواصو د خوښې وړ وګرځي. له همدې كبله غضنفر استاد شپون ډېر لوى ليكوال راپېژني او وايي: (( داسې بخت ډېر لږ ليكوال لري، چې عام يې هم خوښ كړي او خاص يې هم. خو زه وايم، چې زما د دې خبرې معنى دا نه ده، چې زلمي ليكوال دې را ولاړ شي او د استاد شپون تقليد دې وكړي. ارواښاد الفت لوى ليكوال و، ارواښاد حمزه شينوارى لوى شاعر و، ځينو خلكو د هغو پيروي وكړه، خو ناكام شول. پيروي او تقليد د هيچا نه دى په كار، زما په خيال هغوى، چې غواړي د ليكوالۍ په دنيا كې پرمختګ وكړي، د لويو ليكوالو او شاعرانو اثار دې په دقت ولولي، د هغوى د كاميابۍ رازونه دې كشف كړي، د هغوى له سبك سره دې ځان اشنا كړي، د هغوى د نظم او نثر له باريكيو او ځانګړنو سره بلدتيا دې ومومي او بيا دې د خپل سبك د جوړولو لپاره ورنه استفاده وكړي.))

غضنفر وړاندې دا هم وايي، چې كه چېرې د دوى د سبك د ماڼۍ په جوړولو كې هغو خښتو ته ضرورت و، استعمال دې كړي او كه نه وي نه دې استعمالوي. خو داسې دې نه كوي، چې د ده سبك دې هغه ته جوړ نه وي او دى يې استعمالوي.

نثار همدا خبره په بله بڼه كوي او وايي، چې د استاد شپون د كيسو لوستونكي متفاوت خلك دي: (( داسې نه دى، چې سړى دې ووايي، چې ځوانان يې لولي، يا يې يوازې سپين ږيري لولي، يا يې مثلاً ښځې لولي نارينه يې نه لولي، له دې خبرو زما منظور دا دى، چې د ټولنې مختلف اقشار او مختلف خلك (نر، ښځه، ملا، عامي) دي، چې د استاد كيسې لولي او خوند ترې اخلي. نو په دې حساب زه وايمه، چې دى يو بريالى ليكوال، د ښه قلم خاوند او ښه نثر ليكونكى دى.))

د استاد شپون كيسې او ناولونه ګڼې ځانګړنې لري، چې په كار ده، ټولې رابرسېره شي. زه هيله لرم، چې زموږ ځوان ليكوال دغې خاكې ته په پاملرنې سره د استاد د داستاني اثارو د ځانګړنو په اړه جدا جدا بحثونه ترسره او د استاد حق پرځاى كړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *