جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / دادب ګلکڅونه / غزل/ جانان خدرخېل
Ghazal

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

څه بې خونده زنده ګي ده چې تېرېږي
او دِلبنده زنده ګي ده چې تېرېږي

په اوبه اوبه بارخو پسې دې مرمه
لکه تنده زنده ګي ده چې تېرېږي

پټ مرګی دی او د زړه ویني خوړل دي
په څرګنده زنده ګي ده چې تېرېږي

ښه پوهېږو په والله چې بې ننګي ده
خو میونده! زنده ګي ده چې تېرېږي

لکه چا چې وي په زور په چا منلې
ستړې دنده زنده ګي ده چې تېرېږي

مرګ دې داسې ګډوډ مشه “خدرخېله”
ښه ده قنده! زنده ګي ده، چې تېرېږي
ــــــــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۶/۴/۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *