چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / نهه يوولس (٩\١١ ) يا دسپتمبر يوولسمه
hadad_pic(

نهه يوولس (٩\١١ ) يا دسپتمبر يوولسمه

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

دايوه بدمرغه ورځ ده په افغانستان او په نړۍ کښې ،کومه پېښه ،چې په نيويار ک او واشنکټن کښې دسپتمبرپه نهمه کال ٢٠٠١ ميلادي وشوه . څوکسانو دواشنگټن له  هوايي  ډگره په ډېره آسانتيادرې الوتکې وتښتولې او دنيويارک له تجارتي مرکز او واشنگټن کښې پنټاگون دامريکې ددفاع له وزارت سره وجنگولې. اورونه بل شول غرونه غرونه لوگي  پورته شول درې نيم زره خلک چې دلته يې کار کاو ووژل شول لويه او غمجنه پېښه وه .په هغه ورځ هم څوک نه پوهيدل چې ولې اوچاو  کړل ؟ نن هم نه پوهيږي لکه دکيندي  دوژلو پټه پاتې ده ،بش او دده ملگرو دا په اسامه بن لادن پورې وتړله او هغه په افغانستان کښې و، پرته له دې چې چا اقرار کړى وي ياکوم سند ترلاسه شوى وي دهمدغه کال داکتوبر په اووه مه افغانستان باندې له ځمکې او هوابريد وشو.

امريکا کښې زاړه سياستپوهانو ،عسکري خبريالانو وويل : چې انگليسانو او روسانو افغانستان باندې بريدونه کړي و،خوار بې وزله خلک يې ووژل دوى هم ووژل شول ،څه په لاس ورنه غلل امريکا به هم داسې شي په امريکا کښې ،چې افغانان و دهغو ډېره کي نارينه او ښځې همدا وويل چې امريکا دې افغانستان ته لاړه شي. او طالبان دې نسکور کړي لاريونونوته ووتل راډيوگانو اخبارونو هرځاى دوى همداکول دوى دافکر نه کاوه ،چې دشوروي اتحاد جگړه له افغانستان سره نوي خلاصه شوې ده. او سمدلاسه بل زبرځواک ورشي هلته څه پاتې دي ؟ دوى دغه د(نهه يوولس) پېښه دځان دپاره يونيک فال  گاڼه او له آش نه کاسې  ډېرې تودې وې .

يو څوکوډلې وې ،چې دڅه خاوندان تر ې وتلي و، اروپا ،امريکا ،کاناډا ،استرليا ته مهاجر شوي و،دوى ويل افغانان دې خو بمونه دوى باندې نه اوريدل ،په داسې حال کښې ،چې افغانستان نه ودان شوى او نه امن راغى .دوى په سندرو نڅاو سر شول. دومره ځوانان اوځوانې په فلمونو ،سندرو ، موسيقي غږولو راغلل لکه ،چې هر څه و. دانه واوس هيڅ نه شته سندرې نڅاوې شته ،دبشر لومړنۍ اړتيا دانه ده لومړنۍ اړتيا يې  امن دى ،چېرته ،چې امن نه وي هلته هيڅ نه شته .

دامن خبره بين المللي ائتلاف ته دامريکې په مشرۍ پاتې ده ،چې وژل شته امن نه شته داووم کال شو.

اورنگزيب په دکابل دخلل غم کا

ساقي وخت دنوبهاردى راوړه مۍ

بس هم دادى ،دکابل دخلل غم به امريکا کا. دوى به پړسيږي يو سړى ،چې په دې اړ دوړ کښې يې مارشا ل  بولي دومره پنډ شوى ،چې دچين په قانون کښې به يو  روغتون ته لاړ شي .

جنرالان ،چې کتل کيږي ډېر له ډېره خوراکه ددروند وزن په ناروغۍ اخته شوي  څلور پخواني پهلوانان ،چې يو ځاى شي دانه ترې جوړيږي او دا دنهه يوولس برکت دى ،چې نيويارک او واشنگټن کښې ،چې کوم خلک مړه شو لا دهغو روزي دوى وخوړه ،دولسي جرگې غړو وزيرانو واليانو سفيرانو ټول دوزن په ډېروالي ديوه نارغۍ په توگه اخته دي حميد ماشوخيل وايي :

دخسڼي پـــــــــــــــه څېر سپک بې قدره ښه يم

خداى مې مه کړه هسې دروند چې په چابارشم

کله ،چې څوک له دين او پښتو پاتې شي هغوى به داسې وي .

افغانستان ته دوه شپېته هېوادونه غټ واړه راغلل او دومره پرمختللې وسله  او الوتکې داسې الوتکې ،چې ترپخوانيوالوتکو اته برابره چټکې او ډېر سامان او پوځ وړلى  شي ،سړى ،چې فکر وکړي ،داله پښتنو سره مقابله ده مسته مغروره امريکا او اروپا ده ،چې په خپلې  مستۍ او غرور کښې به ډوبې  شي .

دلته داقبال شعر دى .

بامدعى مه گوييد اسرار مستى

بگذار تا بمير د درعين خود پرستى

ميرڅمن مه خبروئ دمستۍ له اسراره

پريږدئ ،چې مړه شي په خپلې خود پرستۍ

پښتانه په حجره او جومات کښې درحمان بابا ديوان ساتي کله ،چې  په زړونو باندې يې دخفگان دوړې وې نو هغه لولي  .

څوک بې وجهې چاته توره تيره اخلي ؟

خپل عمل دى ،چې دنيايې کړه هلاکه

چې خندايي  دبلبل پـــــــــــه آه سره کړه

خداى دگل گريوان پاره کړ سينه چاکه

ځکه سپينې شوې اول دحباب سترگې

چې له بغضه په درياب کښې چوې تڼاکه

هيڅ وفايې له هيچا سره ونــــــــــــــه کړه

ترو رحمان به څه ماڼه کړي  له افلاکه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *