چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / طالبان کله او څه ډول د مسعود و ژل کیدو له پیښې خبر شول؟
21557838_552270621771784_3337327599787819039_n

طالبان کله او څه ډول د مسعود و ژل کیدو له پیښې خبر شول؟

عبدالرحیم (ثاقب)
۱۶ کاله وړاندې دقیقا په همدې نننى تاریخ (د وږي ۱۸) ماخوستن مهال زه او فقیر محمد (درویش) د ښاغلي عبدالحی مطمئن میلمانه وو، د مجلس پر مهال د کوم ایراني خبریال له لوري ښاغلی مطمئین ته تلیفون وشو او له نوموړي څخه یې د پنجشیر په خواجه بهاء الدین کې پر احمد شاه مسعود باندې د تر سره شوي برید په اړه معلومات وغوښتل، خو دا چې نوموړي په دې اړه هیڅ معلومات نه لرل نو یې یاد خبریال ته هم له پیښې څخه د نا خبري اظهار وکړ.
زه له همدې ځایه د شپې ناوخته خپل استو ګنځي ته راغلم او د لمانځه تر اداء کولو وروسته د شپې استرحت کولو په فکر کې وم چې د دروازې زنګ ووهل شو.
کوم ملګری ورغي او بیرته په بیړه راغی ویل یې دوه تنه عربان دي وايي چې لتا سره ګورو..
ماورته وویل چې اطاق ته یې راوله زه درځم .
زه چې ورغلم دا دوه کسه عربان ، یو ابوحفص کبیر(محمد عاطف) د اسامه بن لادن مرستیال او بل سیف العدل المصري د القاعده تنظیم عمومي نظامي او امنیتي مسؤل وو.
ابوحفص کبیر په عامیانه مصرې لهجې خبرې کولې او راته ویل یې چې همدا اوس په ۱۱ بجي د بي بي سي عربي څانګې خبر ورکړ چې په پنجشیر کې د شمالي ټل والې پر مشر احمد شاه مسعود وژونکي حمله شوې چې له امله یې نوموړی ژوبل شوی دی ، او زیاته یې کړه چې زه سل په سلو کې پر دې باوري یم چې هغه ژوبل نه ؛ بلکې حتما وژل شوی دی او مونږ اوس د همدې لپاره راغلو چې د مشر تابه لخوا طالبانو ته دستور ورکړل شي چې د تخار په استقامت کې د مخالفینو پر لومړیو جنګي کرښو بریدونه پیل کړي ، ځکه مخالفینو د خپل مشر د وژل کیدو خبر په اوریدو سره مورال له لاسه ورکړی او په عادي برید سره ښايي ټولې سیمې تخلیه کړي.
نو که همدا خبره د مشرتابه مقام ته ورسیږي چې همدا اوس د ټولو شمالي سیمو په جنګي کرښو بریدونه پیل شي له پوځي لحاظه به دا ډیر مثبت اغیز ولري.
دا وخت د شپې تقریبا ۱۲ بجې کیدونکې وي ، هغه مهال زمونږ او د مشر تابه د دفتر ترمنځ د رابطې وسیله انټرکم (intercom) ټلیفون و ما چې په هغه د تماس هڅه وکړه هغه د دشپې د ناوختي له امله خاموش او موضوع همداسې تر سهاره معطله پاتې شوه.
سره له دې چې دا پیښه له پوځي ، امنیتي ، سیاسي او تبلیغاتي لحاظه ډیره مهمه پیښه وه خو دا چې طالبانو په هغې کې هیڅ ډول رول نه درلود او نه په جریان کې وو نو ځکه د مشرتابه له کچې نیولې د جګړې د لومړۍ کرښې تر قومندانانو او عادي طالبانو پوري هیڅوک نه ورباندې خبر او نه یې کومه قبلې امادګي ورته لرله .
حتی چې شخصا زما دا پیښه بلکل زړه ته نه لویده او هسي لکه خوب چې وینم د هغې له اوریدو مي د هیښتیا احساس کاوه.
په هرصورت ، سهار تقریبا لس بجې به وي چې زه د مشرتابه دفتر ته چې د طالبانو د مشرملا محمد عمر (مجاهد) په کور کې یې موقعیت و ورغلم خو که ګورم هلته ترما له مخه هماغه ماخوستنني دوه تنه عربان ابوحفص کبیراو سیف العدل رسیدلي او د دفتر له مشر ښاغلي طیب اغا سره په مجلس و.
هغوی په دې مجلس کې هم ډیر پردې خبرې ټینګار کاوه چې مسعود زخمې نه بلکې حتما وژل شوی خو مخالفین د خپلو وسله والو د مورال ساتلو په خاطر د نوموړي پرزخمی کیدو ټینګار لري.
دا مهال نو په نړیوالو مطبوعاتو کې د مسعود د زخمي کیدو پیښه د سر ټکی او ټولو خبري رسنیو د هرخبري سرویس په سرکې هغه بیا بیا تکرار وله.
هماغه مهال د امریکا غږ، بي بي سي پښتو سرویس ، المان غږ او تهران پښتو څانګي خبرونه وو چې هر چا به یې د اوریدو لپاره جیبي راډیو ګانې له ځان سره ګرځولې ، او حتی د ډوډۍ خوړلو په وخت کې به یې د دستار خوان پر سر د دې رسنیو خبرونه په ډیر اهتمام سره اوریدل.
تعجبه خبره دا وه چې د مسعود ژوبل کیدو تر پیښې وروسته د طالبانو او مخالفینو ترمنځ په جنګي کرښو کې یوه غیرمتوقعه ډزبندي حس کیدله ، او هغه په دې ډول چې طالبان په دې اړه د خپل قیادت حکم ته په انتظار سره همداسې آرام په خپلو لومړیو جنګي کرښو کې خزه (میشت) وو او مخالفین بیا د خپل مشر د ژوبلیدو خبرې متأثر کړي چې له امله یې پر طالبانو د هرډول پوځي برید وړتیا له لاسه ورکړي وه.
د مشرتابه په دفتر کې د مخالفینو پرجنګي کرښو د طالبانو د فوري برید په اړه د ابوحفص کبیر او سیف العدل وړاندیز نه دا چې عملي نه ، بلکې په دې اړه د پیښې تر پوره روښانتیا پوري د مخالفینو په وړاندې د هرډول نظامي اقدام د عدم اجراء پریکړه مصلحت وبلل شوه او د مجلس په اخر کې پر دې فیصله وشوه چې د امارت له لوري به داسې یوه اعلامیه ترتیب کیږي چې په هغې کې له جګړې پرته ټولو مخالفینو ته عمومي بښنه اعلان اوهغوی ته د سر او مال د حفاظت ډاډ ورکړل شي.
د اعلامیې د متن ترتیبولو محتویات ما راسره نوټ کړل ، او خپل استوګنځي ته له رسیدو سره مي سمدستي د اعلاميې په لیکلو شروع وکړه.
د دې اعلامیې متن او له متوکل صاحب سره د هماغو دوو تنو ژورنالیستانو د مرکي د سوالونه پاڼې تر اوسه هم په خپل ارشیف کې راسره خوندي او که خدای توفیق راکړپه دې اړه د خپلو خاطرو په کتاب کې به یې یو مهال له درنو لوستونکو سره د هغوی تصویري نسخې شریکې کړم …
د اعلامیې لیکلو پرمهال ما یو بل ډول احساس کاوه ، فکرمي کاوه خوب وینم ، ځکه زه په دې نظر وم چې نورمو د جګړې کرغیړن ټغر د هیواد له جنګ ځپلي غولې څخه ټولیږي او تر دې وروسته به د مخالفینو، وژل شویو، ژوبل شویو، نیول شویو او … په ځای د وروڼو، ژغورل شویو ، معالجه کړل شویو او له خپلوانو سره یوځای شويو نوي مصطلات د قضیې په سیاسي قاموس کې ځای پرځای او وروڼه افغانان به خپل ترمنځ د وروري او صمیمیت ژوند پیلوي.
خوخبرنه وم چې تقدیرمو جګړه ځپلي ولس ته تر دې پیښې وروسته د سپتمبر د خونړۍ پیښې په ترڅ کې څه پټ کړي دي؟
د هغې پیښې د تفصیل په اړه مو تر بیا په الله سپارم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *