چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / د شهیدانو اوونۍ!!
21430628_1500004230061180_2971518318084109272_n

د شهیدانو اوونۍ!!

ابو یاسر افغان

نن د ۱۳۹۶ لمریز کال د سنبلې ۱۸ نېټه ده او په کابل کې د شهیدانو د اوونۍ په پلمه لوی انډوخر جوړ دی، د تاجکستان بزرګ او خراسان قدیم لنډه غرې ملیشې مسلحې د کابل په چوکونو کې لرو برې کېږي او په اصطلاح د ملي؟ وحدت حکومت یې پر وړاندې بې وسه دی، هغه هم یو وخت ؤ چې د ننګرهار پوهنتون محصلین یې د تورو او سپینو ټوټو په پورته کولو او پر هغو د شعارونو لیکلو جرم طالبان، القاعده او داعش کړل او تر ۳۰ زیات یې د تورو تمبو شاته واچول، ولې چې پښتانه وو، با احساسه وو او اسلامي فکر یې درلود، مګر په کابل ښار کې د محقق او مزاري بنده ګانو د خمیني عکسونه پورته پورته کول چا ورته اف قدري هم و نۀ کړل، مسعودي ملیشو د تاجکستان بزرګ په نوم دا ۱۶ کال خپل لنډه غریزم ولمانځه او د اسلام او افغانستان د حقیقي دښمنانو مرګ یې شهادت ونوماوه، ارګ هم د ټلوالې په حجره او بنډار ځای بدل شوی، د ټلوالې لنډه غر دي چې څه یې خوښه وي همغه په کې کوي، مسعود خاین خو یې شهید وباله مګر افراط تر دې حده چې مارشال فهیم چې په بړستن کې وغځېده هغه یې هم د دوی په اصطلاح د شهیدانو ډله کې حساب کړی دی، زما دادالله او ملابورجان چې په اسلام شهیدان شول او چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د اسلام او وطن لپاره هر څه قربان کړل او په همدې لاره کې یې مرګ هم را ورسېد، په کابل او کندهار کې یې یواځې په فاتحه اخېستو زیات شمېر کسان ونیول شول، خو د پنجشیري مافیا د غلو او ډاکوانو لپاره پوره پوره اونۍ نومول کېږي، د مسعود بزرګ؟ لنډه غري به د تور، شین او سپین درې رنګه بې موره او بې پلاره بېرغ سره د کابل په واټونو کې داسې حرکتونه کوي ته به وایې دا د کوم هېواد مسلح پوځ دی چې رسمي پریډ یا رسم ګذشت ته راوتلي دي، هۍ وطنه چې څه مړ سترګو مشرانو ته پاتې شوې.
خبره مې دا کوله چې مسعود خو ولاکه ټک جهاد کړی وي، یو نیم یې وایي چې د ده په وخت کې پنجشیر ته روسان لا نه ړل، کټ مټ لکه اوس چې سیکولران وایي او اعتراض کوي چې په پنجشیر او بامیانو ته ولې امریکایي بمبار جیټان نه ځي، نو دغه مرکبو ته همدومره ویل کفایت کوي چې ښکاریان د بازانو په ښکار پسې ګرځي د ټپوسانو او کارغانو نه، مسعود هغه څوک ؤ چې د پښتنو ښځو تیونه به یې غوڅول، د پښتنو حامله ښځو نه به یې جامې وویستلې او ویل به یې ما پیدایش بچه را میبنیم. د پنجشیر او بدخشان قیمتي کانونه یې په فرانسه وپلورل، افغانستان ته د امریکایانو په راتګ کې یې هم عملاً مرسته وکړه او بیا د افغانستان شمالی و جنوبی—— په ارمان یې ککره وخوړله، هغه عکسونه چې دې یو مجاهد ثابتوي سل په سله کې جعلي او درواغ دي، یو فرانسوي کیمره مین ورته اخېستي او یا دا اوس وخت کې په کمپیوټر جوړ شوي دي— نو زړه مې په هغه ناخبره پښتنو سوځي چې د مسعود د اتلولۍ کاذبې کیسې یې په اذهانو کې لکه د واکسین څاڅکي ور څڅول شوي او نن د ټلوالې ډول ته ګډیږي اې کاش دوی پوهیدای چې د خپل دین، وطن او ولس سره خیانت کوونکی شهید نه بلکې مردار وي او ورته د شهید په ویلو انسان د شهادت، شهیدانو او اسلام د توهین د جرم مرتکب ګرځي.
ارګبګیان هم کله د ټرمپ پالیسۍ ته په نڅا وي او کله د ټلوالې ډولونو ته، کله د امریکایانو سره په کرسمس جشنونونو کې شرابونه نوش کوي او کله بیا د محرم په میاشت کې د خمیني په خرافاتو کې برخه وال وي—– ملت د لوی ناورین سره مخ دی، اقلیت په اکثریت حاکم کولو سره صلیبي استعمار زموږ د بربادۍ بنسټ ایښی دی، رب دې زموږ د ولس په حال رحم وکړي او په دې هیله چې د نړیوال کفر له اشغاله خلاص شي، نو دا نورې ستونزې به بیا وروسته حلوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *