جمعه , 22 سپتمبر 2017
کورپاڼه / دادب ګلکڅونه / غزل/ عبدالکبير طلايي
Ghazal

غزل/ عبدالکبير طلايي

انجينر عبدالکبير طلايي

چاته ورشم چاته وژاړم بار بار
پاکې هيلې له هوسه شوې ځار ځار

نه پوهيږم چه دا څه کانې راوشوې
اروزګانې په ډانډس شولې تار تار

مونږ د قتل او قتال بازار کې اوسو
دلته خلک په چاقوانو شوه غار غار

له ماضي نه عبرت نه اخيستل کيږي
غلطۍ دي تکراريږي په وار وار

پخوا يو دار وه منصور وه پرې ختلې
له ټول ملکه اوس جوړ شوى دى دار دار

طلائي کبير چه هرى خوا نظر کړي
قدم اخلي په احتياط او په ډار ډار

عبدالکبير طلائي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *